غزل

 هلته به خــود قســــــــمـــت زمــا ورېده
هلـــتـــه چــــې کاڼـــــي د دونــيـا ورېده
ته خو،له خـــــياله ډکه تــېره شـــــــولې
خــــبــــره نـــــشـــــوې غـــم په چـا ورېده
دا څه عــــــجب چـــــې دې کاږه راکاته
د نـظر غـــــــــشـــــي دې رســـــــــا ورېده
تــنديه مات شــــــې ماتېدې ولــې نه؟
کاڼــــــــي د مـــيــنـــې چــې په تا وريده
وړو سلګو ته مې په سوچ ولې شوې؟
وړوکـــی ناز مــې په زړه ســـــتا ورېده
ته خـو،به نه تلــــې لږ شــــېــبه بــې وفـا
خــير که تـورونه خـــوا په خـــوا ورېده
ســـتونی دې ډک،ډک چې کېده له ژړا
کــوم يـو ارمان دې پــه زړه بــيا ورېده
باران د اوښــکو بـــــېکـــسيار کړ ﻻهو
شـــپــه تر ســـــبا ورځ تر بېــــــګا وريده