غزل

 
په خيال کې راغلې تر نظره شوې را شنه په زړگي
راته دې وکړه څه خبره شــــوې را شــنه په زړگي
 
هلـته يو ښــکلى په مـــخ راغــى څـه يې تاته ورته
راتـه را ياده نابـــبره شــوې را شـــنه پــه زړگـــي
 
درخانــۍ دغـــه دې بېـــشکـه چــې پښـــتو وکــړله
يو ځلې راغلې تر آخــره شوې را شــنه په زړگــي
 
محبوبې ښـکاري چــې کـلونـه د روژې مــې خــتم
چې سم له مياشتې د اختره شـوې را شنه په زړگي
 
د بېکــسيار د زړه دنيـــا وه لــه مــودو نــه شــاړه
ته ورته راغلې بخــتوره شـوې را شـنه په زړگــي
.