په هـــــجر به دې وســوزم جـانانـه نور به څـه شـم
صدقـه به شـم، لوګی به شـم له تانه نور به څـه شــم
يرغلــې ســرې او تــورې مــې کوه د زړه پر کلــي
لا پوخ به شـــم لا کلک به شم زمانه نور به څه شـم
په نوم چې چـــېرې ښـــکلي او له تاســره غرض يې
رســـوا به شـــم په ټول کلي ګرېوانه نور به څه شــم
يو ځل خو دې بيا راشي هغه څوک چې يې ګڼم ځان
خــير لاړ دې شــم که لاړمــه له ځانه نور به څه شم
ارام ته مــې چې نه پرېږدې د ځـمکې پرمخ چــېرې
بــس کــډه به په شــا ګرځم اســمانه نور به څـه شــم
په خـــيال کــې بېکــســيار دربانـدې نوـم غزلــتوري
ښــکالو به دې د لارو شــم کاروانه نور به څــه شـم
وروستي