بلدر برج
تر حکومتونو لوړه ټولنه ... نړۍ اداره کوي


لیک : اورخان محمد علي
ژباړه : حمیدالله محمدشاه
د( بلدر برج ) ټولنه په ۱۹۵۴ز کې جوړه شوې ، په عامه توګه خپلې کلنۍ غونډې په اروپایي هېوادونوکې تر جوړوي اوهر ځل له ۱۱۵ څخه تر ۱۲۰ پورې غړي د ګډون له پاره ورته رابلل کیږي ، غونډې یې پټې وي ، هیڅ خبریال ته د برخې اخېستو اجازه نه ورکول کيږي او همدارنګه د غونډې په ترڅ کې هیڅ یو برخوال د بیا کتنې رښته (حق) نه لري . د غونډې برخوال نه شي کولای چې له غونډې وروسته خبري رسنیو ته څرګندونې وکړي او که کله کوم خبریال څه معلومات تر ګوتو کړي ، دوی بیا پوهیږي چې څرنګه نوموړی د معلوماتو له خپرولو څخه را ایسار کړي .
له دی لامله ددې ټولنې دڅرنګوالي او تر شا یې د شته ځواک په اړه یوزيات شمیر پوښتنې او شکونه شته ، چې د کارونو پټ ساتل او دټولنې له لوري تر سره شوي پریکړې دا شکونه لاپسې پیاوړي کوي . ټولنه يوشمېر ځواکمن پلویان لري اودا یوه طبیعي خبره ده ، ځکه چې دغسې یوه ټولنه له وسیلو او ملاتړو پرته نه شي کولی دومره مهم کارونه ترسره کړي .
لومړی به ددې د پلویانو او ملاتړو نظر راواخلو ، ورپسې به دهغه ګوتنیوونکو نظر را واخلو چې کړنلارې ته یې د شک په سترګه ګوري تر څو دټولنې له څرنګوالي څخه پرده پورته شي .
د ټولنې تیر پېښلیک (تاریخ) ددې د ملاتړو له نظره له پاک او ښه شالید څخه برخمن دی . بنسټ ایښودونکی یې جوزیف – هـ - ریتنجر دی ، نوموړی د سویډن له مشهورو سوداګرو څخه دی او د سیاست په نړۍ کې پراخه اړیکې لري او په همدې ډګر کې یې ډیرې لاسته راوړنې لرودلي دي . له مشهورو برياوو څخه یې د ستراسبورګ په ښارکې د ۱۹۴۹ز د مارچ پر پنځمه داروپايي ټولنې د بنسټ اېښودل دي . له نظامي او اقتصادي پلوه د (سترې اروپايي ټولنې ) د رامنځ ته کولو خبره يې د سوربون په پوهنتون کې د زده کړې پرمهال مغزو ته ورولویدلي وه .
ده د فرانسې لومړی وزیر جورج کلیمنسو(۱۸۴۱- ۱۹۲۹ز) ته د ختیځې اروپا د یووالي وړانديزوکړ چې د (الجزویت ) – هغه عیسوي ټولنه چې په ۱۹۳۴ز کې یې د عیسوي پادري اغناتیوس لیولا بنسټ ایښي و- تر پالنې او لارښونې لاندې به ، جرمني ، پولینډ او هنګري سره یو ځای کړي ، خو نوموړي یې دا وړاندیز ونه مانه ، ځکه چې د واتیکان نښې او اغیز په کې څرګندیدل او له همدې ورځې وروسته به ځینو ریتنجر ته د واتیکان د څارګر په سترګه کتل .
ده د اروپايي ټولنې په اړه له هلو ځلو لاس وانخیست ، له مکسیکو څخه یې د یو شمیر لیدنو کتنو وروسته دشلمې پېړۍپه دویمه لسیزه کې د سوداګریز یووالي په رامنځ کولوکې مهم رول ولوباوه اوله همدې لاسته راوړنې وروسته یې د مکسیکو د وروستیو حکومتونو ډاډ او ملاتړ تر لاسه کړ.
په پنځمه لسیزه کې یې د لویدیځې نړۍ له یو شمیر مشهورو سیاستوالو او سترو جنرالانو سره کلکې اړیکې ټنیګې کړي ، دنوموړي په اړه یې ملاتړي وايي ، چې دهغه موخه د سولې تر څنګ دنړۍ یووالی دی او سوله باید د نړیوالو ټولنو تر کنټرول او څارنې لاندې وي او دهغو لنډمهاله ایډیولوژیکي شخړو څخه ، چې د حکومتونو تر منځ پېښیږي باید لېري وساتل شي .
تر څو چې دغه اختلافات چور له منځه ولاړ نه شي او د حالاتو واګې زموږ لاس ته رانه شي ځواکمنو نړیوالو ټولنو ته ښايي چې د هغو هېوادونو په ضد پیاوړي اقتصادي او نظامي ګامونه پورته کړي چې ددې موخې پر وړاندې ودریږي او مخالفت یې کوي ..... دغه ډول به د ملتونو تر منځ نړیوال پیوستون او یووالی رامنځته شي .
ریتنجر له هماغه پیله داسې انګیرله چې د نړۍ پر چارو کنټرول د امریکا له ګډون پرته نا شونی دی ، دخپلې موخې د ترلاسه کولوله پاره یې د ناټو تړون پر رامنځ ته کولو لاس پورې کړ، هغه پردې پوهیده چې د اروپا پر مختګ به د امریکايي سیاستوالو پر وړاندې د یوې مهمې سیاسي موخې بڼه خپله کړي او د دوهم ځل له پاره به یې له سیاسي ګوښیتوب څخه راوګرځوي .
ریتنجر د خپلو موخو ترلاسه کولو په پار له خپل نږدې ملګري برنهارد څخه مرسته وغوښتله نوموړی هغه مهال د اروپا دسیاست او د پترولو په ډګر کې تر ټولو ځلیدونکی نوم و، او د هالینډ د( شېل )نومي پترولو په شرکت کې یې اغیزمن او مهم ځای تر ګوتو کړی و.
په ۱۹۵۲ز کې برنهارد د یوې سترې غونډې د رابللو غوښتنه وکړله ، چې دناټو غړي هېوادونه به په کې ګډون کوي او د تړلو دروازو تر شا به د نړۍ د چارو په اړه سره په خپلو کې غږیږي . دغونډو اعلان به نه کیږي او خبرې رسنیو ته به هیڅ ډول خبر او څرګندونې نه وړاندې کیږي .
په همدغه کال امیر برنهارد د امریکا له ولسمشر ( ترومن ) سره اړیکې ونیوې او ددې غونډې د موخو معلومات یې ورته ورکړل. که څه هم امریکا وړاندیز په پراخه ټنډه ومانه خو وړاندیز شوي ډلې ته ورته امریکايي ډله د ولسمشر( ایزنهاور) د حکومت پرمهال رامنځته شوه ، په امریکايي ډله کې تر ټولو مهم او ځانګړی رول جنرال وولتر پاول سمېت د امریکا د مرکزي استخباراتو مدیر او س. د. جاکسون ولوباوه . اروپايي او امریکايي ډلو د ریتنجر د بنسټیز وړاندیز له پاره په خلاص مټ کار وکړ.
ټولنې خپله لومړنۍ غونډه د ۱۹۵۴ز په می کې د هالینډ هېواد د اوستربیک ښار ګوټي په بلدر برج نومې هوټل کې تر سره کړه . ټولنې د همدې هوټل نوم ، چې خپله لومړنۍ غونډه یې په کې تر سره کړې ، د ځان له پاره د نوم په توګه غوره کړ . د غونډې مشري د برنهارد په غاړه وه ، نوموړی پرله پسې د دوویشتو کلونو له پاره د بلدربرج د غونډو د رئیس په توګه پاتې شو .
په همدغه کال کې مکاریثانو په امریکاکې د پام وړ ځای تر لاسه کړ ، له دې امله اروپايي ډلې دا اندېښنه وښودله هسې نه چې امریکايي ډله د سخت دریځه ښي لاسو لوري ته وانه وړي ، نږدې وه چې د دواړو ډلو تر منځ درز پیدا شي ، خو د امریکایانو له لوري ښاغلي جاکسون راپورته شو او اروپایانو ته یې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې کیدای شي دبلدر برج د راتلونکې غونډې پرمهال به مکاریثان په سیاسي ډګر کې د پام وړ شتون ونه لري .
ټولنه هر کال د خپلې غونډې له پاره یو ځانګړی هېواد غوره کوي او د هغو غړو شمیر ، چې دغه ډول غونډو ته حاضریږي په عامه توګه ۱۱۵ تنه وي ، خو ځینې وخت دغه شمیر ۱۲۰ تنو ته هم رسیږي . د اروپايي هېوادو د غړو برخه ۸۰ تنه وي او پاتې ۳۵ تنه غړي د شمالي امریکا او کاناډا تر منځ ویشل کیږي .
دغړو درېیمه برخه یې له رسمي سیاسي کسانو څخه جوړیږي او له دې پرته د اقتصاد ، پانګې ، صنعت او د ښوونې د ډګر نوموتې او مشهورې څیرې ورته غوره کیږي ، غړي یې پر دوه ډوله دي :
لومړی : دایمي غړي ،چې له دې ډلې یو د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ( هنري کېسنجر)دی .
دویم : موقتي ، دا هغه غړي دي چې ټولنه یې د هر کال له پاره غوره کوي او خپلو غونډو ته یې رابولي ، اوسنی ريیس ( اللورد کاریجنتون ) چې د غونډو مشري او اداره دده په غاړه ده د ناټو عمومي سکرتر تېر شوی . ټولنه خپله د غونډو او ناستو له پاره ځای ټاکي تر څو هلته سره راټول شي او د یوې سکالو ( موضوع) په اړه سره وغږیږي، هیڅ غړي دا رښته ( حق ) نه لري چې دځای پر ټاکنې نیوکه او یا یې په اړه کوم وړاندیز وکړي .
ټولنه په عامه توګه د خلکو له سترګو لرې په یوه ارامه سیمه کې هوټل په کرایه نیسي ، ځکه چې برخوال یې تر درې ورځو پورې هلته پاتې کیږي او دغونډې تر پایه یوغړی هم نه شي کولای چې له هوټله ووځي . د هوټل امنیتي چارې د امریکا د مرکزي استخباراتو او د ځینو اروپايي هېوادو له لوري په ګډه تر سره کیږي او کله خو داسې هم کیږي چې د هوټل لوري ته غځیدلي لارې او سړکونه وتړل شي ، د خلکو او ترافیکو پرمخ بله لار پرانیزي . دغونډې نېټه هر کال د پنځمې میاشت (می) په منځ او یا پای کې وي .
یوازینی اسلامي هېواد ، چې بلدربرج په کې خپله غونډه ترسره کړې هغه ترکیه ده . په ۱۹۵۹ز کې بلدر برج په استنابول کې (جناز) نومي هوټل کې غونډه کړې او بله غونډه یې په ۱۹۷۵ز کې د التن یونس سیمې په (چشمه) کې رابللې وه .
له ترکیې څخه د سیاست او اقتصاد د ډګر یو شمیر پیژندل شوو څیرو د ټولنې غونډو ته لار موندلې ، چې پياوړې څېره يې مشهور سوداګر (صلاح الدین بایزید) دی او همدی له ترکيې څخه یوازینی دایمي غړی هم دی . همدارازد صباح ټولنې د ورځپاڼې او( ای ټي وي ) تلویزوني چینل څښتن دنج بیلکن د مرکزي بانک مشر غازي ارجل، د اقتصاد استاد او پخوانی وزیر امره کونا نصوي ، د ترکيې د پارلمان پخوانی ریس حکمت چتین ، دترکيې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر اسماعیل جم او نور ....
هغه کسان چې پر دغه ټولنه نیوکې کوي او د شک په سترګه ورته ګوري وايي ، چې دا دنړیوال ماسونیت تر اغیز لاندې ټولنه ده ، که چیرې یې کار قانوني وای او خلکو پرې نیوکې او ګوتنیونې نه کولای نو دومره مرموز والي ته څه اړتیا ده ؟ که چیرې یې کارونه د خیر ښیګڼې او دملتونو او هېوادونو پر ګټه وي نو د پردې تر شا او په تیاره کې به کار کولو ته اړتیا نه وه .
دا له یوه پلوه ، له بل پلوه د بسپنه ورکونکي لوري هويت د ټولنې له تګلارو څخه پرده پورته کوي ، ځکه ګرانه ده چې څوک دې ټولنې ته بسپنه ورکړي ؟ دا په لومړی سر کې د یهودي روکفلر او په دوهم ګام کې دمشهور او پیژندل شوي یهودي میلیادر روتشلید د بانکونو موسسې دي. او یوه بله خبره چې د ټولنې په اړه شکونه رابرسیره کوي یو شمیر هغه مشهور کسان ، چې ټولنه اداره کوي له سترو ماسونیانو څخه دي . ریتنجر(۱۹۶۰ز) خپله هم له سترو ماسونیانو څخه و. د یوې ډیرې کوچنۍ ډلې راپورته کیدل او دا هڅه ، چې نړۍ د خپلو غوښتنو او ګټو سره سم بیا له سره ورغوي پخپله ډېر شکونه راپورته کوي . د دې ټولنې ځ یو زیات شمیر غړي ستر پانګوال دي او د نړۍ په هر ګوټ کې پراخه ګټې لري . د ملتونو او اندیالانو ( مفکرینو) له پوښتلو پرته دا یوه داسې هڅه ده ، چې د بیان د ازادۍ ، د وګړو د رايې له درناوي اود دیموکراسۍ سره له نوروټکو سره اړخ نه لګوي ، بلکې دا د دسیسې او چل او دمافیا له چاردود ( طرزالعمل) سره ورته کړنه ده . د سیاستوالو او پانګوالو یوې ډلې ته چا دا رښته ورکړې، چې د نړۍ برخلیک وټاکي او چې کوم لوری د دوی خوښ وي پر هماغه لوري ورروان شي او هغه څه ، چې د سړي پام د ځان لورته وراړوي هغه د دې ټولنې څرګند او ناڅرګند ځواک دی چې دا ورڅخه برخمنه ده .
د امریکا یو شمیر ولسمشران هاغه مهال مشهور او په ټولټاکنو کې ګټونکي شول ،چې کله یې په بلدربرج کې غړیتوب تر لاسه کړ لکه رونالډ رېګن ، جیمي کارتر ، جورج بوش (پلار) بیل کلنټون او ....
مارګریت تاچرپه ۱۹۷۵ز کې د ټولنې په یوې غونډې کې برخه واخیسته ، دوه کاله وروسته د انګلستان لومړۍ وزیره شوه او دا د هیچا په خیال او خاطر کې نه ګرځیدله ، چې ځوان او اشتراکي پلوه سیاستمدار ، چې دشهرت او سیاست په لومړیو پوړیو کې وي ، لکه توني بلیر د انګلستان لومړی وزیر شي خو نوموړي ۹ کاله وړاندې د ټولنې په غونډو کې برخه اخستي وه .
تیر کال د ځیني ورځپاڼې لیکونکي په دې توانیدلي وو ، چې دتوربنوري هوټل ، چې دغونډې له پاره غوره شوی و د چت د سوري له لارې د غونډې له منځپانګې څخه ځان خبر کړي . دغو ورځپاڼې لیکونکو ( د نوې نړۍ زیرکه څارګر) تر سرلیک لاندې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او هغه څه یې ، چې د نوموړې غونډې په اړه تر لاسه کړي و ، په دې توګه و: که چیرې د (کوسوو )ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي نو په قبرص کې د جګړې لمبې او لوخړې پورته کیدای شي پایله یې دا وه، چې یا به په کوسوو کې جګړه وي او یا به په قبرص کې ، او بله انګیرنه چې دغه ورځپاڼې لیکونکو له دې ناستې څخه تر ګوتو کړي وو د او ، چې دنړیوالتوب د موضوع راتلونکی پړاو به د اروپايي هېوادونو یووالی وي .
امریکايي ورځپاڼه لیکونکی روبرت ارکینر د Builder Group The Global ) Manipulators ( په نوم دکتاب کښلو نیت درلود ، د کتاب له پاره د معلوماتو راټولولو پرمهال یې دهغو بهرنیو چارو وزیرانو او د امریکا د مرکزي استخباراتو له چارواکو سره لیدنې او کتنې ترسره کړي ، چې د ټولنې په غونډو او ناستو کې یې برخه اخستي وه . له دوی ځنې یې د بلدر برج په اړه پوښتنې وکړې او د زیاتو معلوماتو هیله یې ورځنې وکړه ، نوموړی هغه مهال هیښ او ګوته په غاښ شو ، چې کله دوی ټولو ورته په ډیرې بیباکۍ وویل ، چې موږ خو په دغه نوم کومه ټولنه نه پیژنو !
فکرت ارتان له ترکیې څخه د خپریدونکې ورځپاڼې (زمان) د سیاسي شنونکو له ډلې څخه دی پوښتي، چې نوموړې ټولنه چې د دومره مهمو او اړینو مسائلو په اړه غونډې کوي نو بیا ولې د راز په پرده کې وي او د تړلو دروازو تر شا سره راټولیږي ؟ لامل یې دا دی ، هغه ځواک چې د نړۍ اداره کول غواړي دا نه خوښوي ، چې نور دې د دوی دکارونو په لړلیک کې د شته موضوعاتو او هغه څه چې دوی یې په اړه سره غږیږي لکه د نړۍ حکومت او داسې نور ..... څه وپیژني ، زه په دې ګروهه یم چې دوی غواړي له خپل ذوق سره سم نړۍ ته نوې بڼه ورکړي ، خودا کومه بڼه ده ؟ هیڅوک نه پوهیږي چې دا بڼه به نړۍ له پاره د نیکمرغۍ او یا بدمرغۍ لامل وګرځي ، که چیرې د نړۍ په ګټه وي نو په ډاګه او څرګنده دې ووايي چې ټول یې وپیژني .
ترک ورځپاڼه لیکونکی حکمت بیا وايي :« دا باید له یاده ونه باسو ، چې د بلدربرج له وسې پوره ده چې د خپلې خوښې سړي هسک (اسمان) ته پورته او په ډیره اسانۍ خپل مخالفین د ځمکې تل ته ورکوز کړي . »
او د ترکيې کورناستی ( متقاعد ) سفیر ښاغلی اسماعیل بردوک وايي : « زما په اند د بلدر برج غونډې د (جلادیو ) د ترهګرې ډلې په څير د اند وفلسفې له مخې د ځمکې بیا جوړول دي او د پام وړ خبره دا ده ، چې پخوا د بلدر برج غونډې خلکو نه پیژندلي او د تړلو دروازو تر شا تر سره کیدلې، خو څه موده وړاندې د ځینو خلکو له لارې خبري رسنیو معلومات تر ګوتو کړل او هلته یو شمیر نورې ورته ټولنې شته ، چې پیژندنه یې اړینه ده . هیڅوک نه پوهیږي ، چې ددغو ټولنو په غونډو کې د څه شي په اړه بحث اوخبرې کیږي خو د تکتیک له پلوه موږ ته ماسونیت رایادوي .
دMatrix مجلې د لیکوال پلاوي مدیر چارلزاوپریک د ټولنې د ۱۹۹۸ز د می پر څوارلسمه د لوېدیځ دسیاست او اقتصاد د ډګر ۱۲۰ مشهورې څیرې د تورو کروزین موټرو پر وسیله د اسکاتلند په سیمه کې وار له مخه غوره شوي هوټل ته مخه کړه ، ترڅو هلته په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې کیدونکې پریکړې او د څیړنې پایلې به یې د لوېدیځ پرتمدن او د ټولې نړۍ پر ګاندې(راتلونکی) اغیز پریباسي . دا غونډه به د تړلو دروازو تر شا د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې تر سره کیږي ، ځکه خو ویلی شو چې دبلدر برج ډلې یو ځل بیا پرکار لاس پورې کړی ، له همدې غونډې څخه چې د ټولنې شپږڅلویښتمه هغه وه د تر لاسه شوو نارسمي خبرونو پر مټ د بحث او څيړنې له پاره غوره شوي موضوعات په دې توګه وو:
دبدلون په دې پېر کې د اتلنتیک اړیکي ، د ناټو تړون ، په اسیا کې اقتصادي کړکیچ ، دنظامي ځواک په ډګر کې څرګنده او مخ په زیاتیدو وده ، جاپان ، ترکیه اروپايي ټولنیزه بیلګه ...د بحث موضوعات دي . د بلدربرج په غونډو کې برخوال په نارسمي توګه ونډه اخلي ، ټولنه د خپلو غونډو له پاره هر رابللی په ډیر دقت او پاملرنې سره غوره کوي ، د امریکا د مرکزي استخباراتو پخوانی مدیر جون دوتج څخه نیولي د نیوجرسي د والي کریستین تود وایتمان پورې ، دوی ټول هلته بحث سلا او مشورې کوي ، چې څرنګه به د نوي نړیوال نظام په سیوري کې د لویدیځ واک او ځواک خپرېدنه او وده ومومي .
نوموړی زیاتوي ، نا څرګندتیا او راز ساتل دلته اړین دي تر څو هر برخوال وکولای شي په خلاص مټ په خبرو کې برخه واخلي ، نا څرګندیتا دا ثابتوي چې د هېوادوالو ډیره برخه د بلدر برج له غونډو څخه نا خبره پاتې شي که څه هم تر سره شوي پریکړې به پر ملتونو ، حکومتونو او نړیوالې سوداګرۍ خپل اغیز پریباسي .
لیکوال دخپلې لیکنې په پای کې د مخالفینو یو څونیوکې رایادوي ، چې دغه ډله خپل ځان تر حکومتونو لوړه بولي او ددې ډلې بنسټګر امیر برنهارد یو ځل ویلي و، چې دا به ډیره سخته وي چې ولسونه بیا داسې وروزل شي چې دیوې ټولنې پر وړاندې چې ځان تر حکومتونو لوړ بولي ، دخپل ملي هویت له یوې برخې لاس په سر شي .
دغه ټولنه دنړۍ پانګه د زور له لارې اداره کوي او پر نړۍ د زور له لارې مالیه او ټکسونه ږدي ، ټولنه د هغو کسانو په غوره کولو لاس پورې کوي ، چې غواړي چارواکي ورځینې جوړ کړي او همدارنګه د نورو هغو د لیري کولو له پاره لار او پلمه ګوري ، چې د دوی د چوپړ جوګه نه وي . د نړیوالو ستونزو لکه روغتیا ، د اتومي وسلو او کرنې ستونزه ، چاپیریال .... د حل د رامنځ ته کولو پر ځای د بشر د حقونو او په نړیواله کچه د چاپیریال د ککړتیا پر حساب د خپلو غړو د شتمن او ځواکمن کولو د څرنګوالې له پاره پروګرام جوړوي ، دا ده د بلدر برج ټولنه .
ایا عربي او اسلامي نړۍ کولای شي چې ددې په څیر د ناڅرګندې او فعالې ټولنې د ګواښ پر وړاندې ، چې عربي او اسلامي نړۍ به يې لومړنۍ قرباني وي یوه دفاعي ټولنه رامنځ ته کړي ، داسې ټولنه چې دنده به یې له ځان ، برخلیک او خپل مال څخه دفاع وي او دا د هر انسان قانوني حق دی ؟ ایا دا یې له وسه پوره ده ؟ او که نه پر وړاندې یې ستونزې او خنډونه شته ؟ دا کومې ستونزې دي ؟ ایا موږ دا حق لرو چې يې وپیژنو ؟ راځئ چې په دې اړه سوچ وکړو ، یوازې سوچ ..... په سوچ کولو کې کوم زیان نه شته او نه پرې څوک مالیه اخلي .