دملي شوری او د ټولو دولتي ادارو د پاملرنې وړ :

د ښارونو او سيمو ، کوڅو او واټونو نومونه او لوحې
په دې وروستيو وختونوکې د کابل ښار او ځينو ولاياتو په تېره بيا د مزارشريف او غزني په ښارونو کې د سيمو او واټونو د نومونو او دغه راز دښاري او سيمه ييزو لوحو د جوړولو او نصبولو لړۍ پيل شوې ده .
سره له دې چې دا کار د ستايلو وړ دی ، خو د ملي او ژبني توازن او د اساسي قانون له ارشاداتو سره د مغايـــرت له امـــــله او دا چې دغه کار يوازې په دويمه رسمــــي ژبه تر سره کېږي ، د ټولو افغانانو او د وطن د راتلونـــکي د خواخوږيــــو اندېښنې يې راهسکولې دي ،که دې کار ته د افغانستان اولسي جرګه ، مشرانو جرګه او ټول دولتي چارواکي او په تېره بيا د ښارواليو مسؤولين او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرکزي او سيمه ييز چارواکي جدي پاملرنه ونه کړي ، ناوړه عواقب به ولري .
په وروستيو دوو کلونو کې د کابل د واټونو لوحې چې ترافيکي هغه هم په کې شاملې دي ،يوازې په دري ژبه چمتو شوي دي ، د مزار او هرات او ان د غزني لوحې يوازې په دري ژبه دي ، حتی ځينې غير دولتي او شخصي مؤسسې په داوطلبانه توګه (غالبآ د ايران په اشاره او ملاتړ ) هڅه کوي چې واټونو ته لوحې په وړيا توګه تهيه کړي . د افغان بيسيم ادارې ان په مزار کې دا کار په يو اړخيزه توګه کړی دی او په غزني کې خو ترې لوی کړکيچ هم جوړ شو چې اوس يې له نېکه مرغه کار ځنډېدلی دی .
ددې مهم کار لپاره دغو ټکو ته مخکې له مخکې غور په کار دی :
١ ـ ټول دولتي وزارتونه او ادارې بايد په يو ډول لوحو سمبال شي ، داسې چې د لوحې ښي اړخ ته پښتو ، کيڼ اړخ ته دري او لاندې انګليسي وليکل شي ، لومړۍ دوه يې زموږ ملي ضرورت دی او درېيم يې له نړيوالو سره د اړيکو ضرورت دی .په دې کې د هيڅ استثنا اجازه بايد چا ته ورنه کړل شي .
٢ ـ ترافيکي لوحې ، د سړکونو او جادو لارښود هم بايد په همداسې بڼه چمتو شي ،او سرغړونکو ته يې بايد د تخلف اجازه ورنه کړ ل شي .
٣ ـ له دغه ملي توازن څخه بيا شخصي مؤسسې او ان دکانونه او مغازې هم ورته عمل ته اړ کېږي . ان چې دا يې د سوداګريز کار په ښه رونق کې بې اغېزې نه دی .
٤ ـ د اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد په دې برخه کې د واحدې کړنلارې يوه مسوده جوړه او اولسي جرګې ته يې د تصويب لپاره وړاندې کړي چې بيا به يې منل ټولو ته حتمي وي .
٥ ـ په مرکز او ولاياتو کې دې د واټونو په نوم ايښودنه کې ملي ــ تاريخي ارزښتونه په پام کې ونيول شي او په ولاياتو کې دې خپلسرۍ او پردي پالنې ته اجازه ورنه کړل شي .