لايق ته (دريمه ترانه)

ګوره ورشو دې له مارانو ډکه
په ګلدرو دې چا دي زهر پاشلي

چونغر دې پروت په ابدي خوبونو
لايقه ستا حماسې چېرې تللي


له پلنو وريځو دې سکروټې اوري
له ځمکې خيږي لوغړن بويونه

د هلمند څنډو کې لاشونه پراته
د زلما مۍ نه مستوي نجونه


لايقه شنې ډبرې مه پاڅوه
له تورو تړو خوځون مه غواړه نور

بيا په پستانو اعتماد ونکړې
له دې لغړو کمون مه غواړه نور


تا به ليدلي وي وحشي ګردون کې
زمونږ د پېغلو د حيا نندارې

تا به ليدلي وي نامرده سټې
په خپل غوبل کې د خندا نندارې


زمانې اوړي پيړۍ تېرې شولې
خو زموږ وطن لا غرغړې وهي

خپلې لمنې يې نن اور اخيستی
څوک چې مو بدې ته پايڅې وهي


لايقه ګډ به د چونغر په تړو
د وطن هره ګلدره يادوو

د خپل اسمان د چتر لاندې به نور
د خپلو ستورو ننداره يادوو


ددې ودان وطن ودانو شپو کې
لايقه مست به دې بزمونه وينم

ستا ليوني شعر ليونو تورو کې
زه به جنت جنت خوندونه وينم


لايقه جار دې شمه نه به ګورې
نور ها ناولي دروغجن مخونه

چې يې وطن درڅخه وپلورلو
ستا قاتلان او ستا دښمن مخونه


ته ابدي يې تر ابد به اوسې
ستا عظمت ته به سلام کوو موږ

دا نامنلي به هم تا ومني
ګډ به ستا هيلو انتظام کوو موږ


بيا به غورځنګ کوي ياغي موجونه
بيا به امو وي غاړې غاړې روان

بيا به کوکچه د سپرلي زېرئ راوړي
د هندوکش غاړې به غواړي ګلان


بيا به دې ستايو په سندرو باندې
بيا به سترتوب ته ستا سرټيټي وي ډېر

بيا به دې برخه وي له برخو ستره
بيا به کاذب اتلان ټولو شي هېر

ميوند فدا