دخوست خلکودکرېکټ ملي لوبډلې داتلولۍ په مناسبت جشنونه جوړ کړل

د خوست سلګونو ځوانانو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اتلولۍ په مناسبت د خوښۍ جشنونه وکړل.
دوى د ښار په يوه مرکزي پارک کې له راټوليدو او اتڼونو وروسته، د خوښۍ لاريون وکړ او په ورپسې غونډه کې يې له افغان دولت او ملي سوداګرو وغوښتل، چې په خپلو اخلاصمنو  پاملرنو، دغه لوبډله د نړيوالې قهرمانۍ جوګه کړي.
سلګونه ځوانان په داسې حال کې  د خوست ښار د غازي ببرک خان پارک ته راغلل، چې غبرګو ډوولونو يې بدرګه کوله او په لاسونو کې يې ليکلي شعارونه او د کرکټ ملي لوبډلې د بېلابېلو غړو تصويرونه لېږدول.
ټولو ويل، چې نن ځکه تر بل هر وخت ډېر خوشاله دي، چې د افغانستان په تاريخ کې په لومړي ځل د کرکټ ملي لوبډلې داسې يوه قهرماني ګټلې، چې دغه لوبډله به په نړيواله کچه د لوبيدو پر لور نېږدې کړي.
له اتڼونو وروسته په همدې وياړ د خوست د جرګو په تالار کې غونډه وشوه. د غونډې ډېرې ويناوالو وويل چې د دې لوبې په ګټلو سره افغانانو نړيوالو ته وښوده چې، که دوى په ارامه پرېښودل شي نو نه يواځې په لوبو بلکې د ژوند په نورو برخو کې هم دغه ډول وياړونه ګټلى شي.
ويناوالو د ارواښاد رحمت ولي په يادولو، له حکومت او بهرنيو ځواکونو وغوښتل، چې د پوځي عملياتو پر وخت د بې ګناه خلکو وژنې ودروي.
نوموړى په دوه زره شپږم کال کې د ملي لوبډلې کپټان ؤ او څه موده دمخه د ايتلافي ځواکونو له خوا دشپې مهال په خپل کورکې شهيدشو.
د دغه جشن ځينو ګډونوالو پر افغان دولت نيوکه وکړه چې د کريکټ ملي لوبډلې د اسيا په کچه درې ځلې اتلولي خپله کړه، خو بيا هم لکه څنګه چې لازمه وه دولت ورته توجه ونه کړه. د خوست ښار صنفي اتحاديې يوه غړي وويل چې، که حکومت نه شي کولاى  نو د خوست سوداګر او دوکانداران هم دې ته تيار دي چې د دغې لوبډلې لګښتونه په غاړه واخلي.