روښانه بېرته راځي

 
د تخار د خواجه بهاالدين زنداني کډوالو ته !


دنګ هندوکښ شاهد دی
                       چې هاغه ستر سکندر څنګه مات شو
روښانه ! سپين نقاب پرمخ
                      توره تر ملا په خړ ماښام کې ولاړه  
د آس له پوندو يې د دوړو نرۍ ليکه ښکاري
څو پېړۍ وړاندې سکندر ولړزېد
روښانې توره داسې ووهله
                او هيندکښ شاهد و 
روښانې ډېر سرونه واخيستل
او خپله د پرديو د ډولۍ نذر شوه
« باګرام » شاهد و « بګولان » ورکتل
روښانه ولاړه ، د تاريخ برخه شوه
د « ګوزرياتس » اوښکې لا وچې نه دي
                                                          روښانه بېرته راځي 
مشال په لاس
                  د سولې سپين کميس پر غاړه
                                                              شين پړونی پر سر    
روښانه بېرته راځي
د عدالت لمر يې تندي کې بريښي
او د سپين آس څڼې يې باد ته ناڅي
روښانې !
لاس اوږد کړه ماشوم راواخله
هاغه سپېره  
                             هاغه نهر
                                            هاغه حيران ماشوم
ها ترهېدلی ، د متروکې شړک ځپلی ماشوم
روښانې !
                 لاس اوږد کړه !
                                       پر آس يې سپور کړه ! 
يو ځلي بيايې د بخدي پر کلا وګرځوه
د « ګوزرياتس » د کلا برم ته يې د زرځو سترګو باز يوسه
د ستر نېکه د نغري ګرمې اېرې باد ته ورکړه
روښانې !
               روح د کانيڅکا راويښ کړه
او د پکتيس لکړې ولړزوه
بېګا د ((سپين تومن)) د اور پرېښتو
د « ناويهار » اورتون روښانه ساته
او د آمو څپو
                       د سترې سوريا
 له هريو ګام سره لنډۍ بللې
ما د سپېره
                      د دې نهر         
                                        د شړک ځپلي ماشوم 
د سترګو کونج کې د سپرغيو کرښې ولوستلې
هلته ليکلي ووچې:
دنګ هيندوکښ شاهد دی
روښانه بېرته راځي .
۱۸ـ تله ـ ۱۳۸۷
۱ـ روښانه ، رکسانه ، رخشانه :
هغه مهال چې مقدوني سکندرد هيندوکښ لمنو ته ورسېد د سيمه ييزو افغانانو له کلک مقاومت سره مخا مخ شو ، د پښتنو د خان « ګوزرياتس» سرتيرو کلکه جګړه کوله په تېره بيا پخپله له سکندر سره يو نقاب لرونکی سپور په سختۍ جنګېده، يو ځل د سکندر د تورې په قبضه کې د سپور نقاب ونښته او څېره ښکاره شوه، د سکندر خوله، له حيرانۍ خلاصه پاتې وه ، ځکه ويې ليدل چې زړه ور سپور يوه ښکلې پېغله وه . سکندر جګړه بس کړه او پر پېغلې يې زړه بايلود ، د واده بلنه يې ورکړه پېغلې ورته وويل: زما د پلار « ګوزرياتس » له سيمې ووځه ، ټول اسيران خوشې کړه بيا به زه درسره واده وکړم ، سکندر دا شرطونه ومنل او دغه زوړه وره افغانه يې ورواده کړه .
۲ـ باګرام ـ نننی بګرام :
۳ـ بګولان : وروسته عربانو بغولان کړ او بيا بغلان شو ، نننی بغلان ولايت .
۴ـ بخدی ـ نننی بلخ
۵ ـ کانيڅکا ، کنشکا ، نامتو کوشاني ټولواک
۶ـ پکتيس ، پښتون
۷ ـ ناويهار د نوبهار زوړنوم
۸ ـ سپين تومن د زردښت لقب و ،چې مانا يې ده سپين نژاد
۹ – سوريا د آريايانو د لمر ، ښېرازۍ ، روښانۍ ، اوبو او سيندونو ټولواکه .