
د افغانستان وياړلې د كريكټ ملي لوبډلې ته سلا كار وزير او د پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد او د پكتيا ولايت ټول اولس د زړه له كومي مباركي وايي او د دوی دا لوړ همت ستايي چي هيواد ته يو ځل بيا د وياړ جوګه شول او د افغانستان نوم يي په نړيواله كچه و ځلاوه.
خو ګورئ زما په اند يوازې په مباركۍ هم نه كيږي ، لكه دا نور.............. چې نازول كيږي، په كابل كې كورونه وركول كيږي او انځورونه يي په هر واټ ، موټر او لارو باندې لګول كيږي ، اوس زمونږ مشرانو او ملي سوداګرو ته په كار ده چې د غه وياړلي څيرې لا و ځلوي او ويې نازوي .
مونږ يې بايد له نورو زده كړو او واقعي وياړ په عمل كي خلكو ته وروښيو ، په هر حال زه په خپل وار د دغو شاه زلمو د غه زړه ور تيا ستايم او په راتلونكې كې هم دوی ته د لا برياوو غوښتونكی د الله (ج) له دربار څخه يم ..
د يوه سوكاله افغانستان په هيله
روح الله سمون
د پكتيا د والي وياند