کره کتنه علم دی که فن ؟

ادبيات معموﻻ په دووبرخو ويشل کيږي :
تخليقي) (Creative
او تحقيقي(Critic)
شعر ،ډرامه او داستان په تخليقي ادب کې راځي او هغه پوهنې چې د تخليقي اثارو په باب څيړنې کوي  هغو ته تحقيقي ادب ويل کيږي چې په دې اساس ،لومړی برخه فن يا هنر ګڼله کيږي او دوهمې برخې ته علم وايي .
د کره کتنې په باره کې دوه ډوله نظر يې شته:ځينې يې علم بولي ځکه چې د ټاکلو موازينو او معيارونو په واسطه کره کتنه د تخليقي اثارو ښېګڼې او نيمګړتياوې رابرسيره کوي او ځينې فکر کوي چې رښتونی نقدپخپله هنر دی او هر بې ذوقه ليکوال حق نه لري چې ، د هنر حريم ته ننوزي . په دې برخه کې د نهايې قضاوت د پاره بايد دوو پوښتنو ته غوڅ ځواب ورکړشي .
لومړی دا چې که کره کتنه علم وي نو بايد چې د هغې د څيړنې  ميتود او پر نسيپونه د ټولو ادبپوهانو د پاره يو شانته د منلو وړ وي .
دوهمه پوښتنه داده چې که چيرې علمي موضوع په ښکلي او خوندور سبک وليکله شي او په داسې توګه وړاندې شي چې لوستونکي تر ژورې اغيزېﻻندې راولي ، ايا نشو کولی چې دغسې ليکنه ادبي وبولو ؟ د لومړۍ پوښتنې ځواب غالبا منفي دی ، په دې معنی چې د بيلا بيلو کره کتونکو له خوا د کره کتنې د پاره مختلف اسلوبونه ، مختلف هدفونه او ډول ډول ارزښتونه ټاکل کيږي .
که چيرې په کتابونو کې د هنر تعريف ولټوو په سختۍ سره کولی شو يو واحد  او د هنرمندانو له خوا منل شوی تعريف په ﻻس راوړو .همدا رنګه د ادبياتو ، شعر او دکره کتنې د مسايلو په برخه کې هميشه له انفرادي څکې او ځانګړو تمايلاتو سره مخامخ کيږو . په دې اساس د انتقاد علم چې پر نورو انتقاد  کوي پخپله د انتقاد وړ دی . په هر صورت که د انتقاد وړ وي يا نه ، انسان نشي کولی له انتقاد او قضاوت څخه ډډه وکړي .
 
 
 
دکره کتنې تاريخي پس منظراومعيارونه له کتاب څخه