په پښتو لنډو کيسو کې رياليستي افکار

د نونسمې پيړۍ په نيمايې کې د لويديځې نړۍ په ادبياتو کې د لنډې کيسې short story په نامه يو نوی ژانر باب شواو ډير ژر يې عام مقبوليت  او محبوبيت  وموند ، د لنډې کيسې د رواجيدو په لومړيو ورځو کې (اډګارلن پو) په مفصله توګه د لنډې کيسې خصوصيات او تکنيکونه بيان کړل او دا يې وښوده چې  ځينې کيسې به لنډې وي خو (لنډې کيسې ) يې نه شو بللای . د (پو) له خوا وضع شوي معيارونه تر زياتې اندازې په خپل قوت پاتې دي او په ځينو کې يې يو څه تعديلات  راغلل .
پښتو ژبې ته لنډه کيسه د شلمې پيړۍ په دويمه لسيزه کې راننوته ، خو له قراينو څخه داسې ښکاري  چې د لنډو کيسو ليکونکي زياتره د دغه ژانر له معيارونو او تکنيکونو سره اشنا نه وو.
د هيواد په مطبوعاتو کې په ميشت ډول کله هلته کله دلته د لنډې کيسې د ماهيت په باب ځينې  مقالې يا ترجمې چاپ شوي دي ، خو په دې برخه کې ﻻ تر اوسه چا کوم سيستماتيک او جامع اثر نه وليکلی ، لکه څنګه چې توقع کيده ، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا د لومړي ځل لپاره د لنډې کيسې د پيژندنې او د پښتو د لنډو کيسو د ځانګړتيا وو د څرګندونې په برخه کې يوه پروژه طرح شوه چې د نور محمد سهيم له خوا په برياليتوب سره تر سره شوه .
محترم نور محمد سهيم نه يوازې د معتبرو ماخذونو په مرسته د لنډې کيسې ځانګړنې ، معيارونه او تکنيکونه څيړلي دي ، بلکې د يو زيات شمير بيلګو په ارزيابي کولو سره يې د لنډې کيسې د سمت ښوونې او ليکوالو  ته د ﻻرښونې په برخه کې ارزښتمن  او د يادونې وړ خدمت کړی دی . د محترم نورمحمد سهيم د ليکنې سبک خوږ ، جالب، او له ادبي طنز او باريکيو څخه ډک دی  ، زموږ د هيواد په اوسنيو شرايطو کې به ددغه مهم اثر خپرونه د لنډې کيسې د رسالت ، هدفونو او معيارونو په پيژندنه کې د ادبياتو له مينه والو سره پوره مرسته وکړي . زما په پوهه ، دغه اثر نه يوازې په اکاډميک لحاظ د منلو وړ دی ،بلکې د ادبياتو په ساحه کې ورځنيو اړتياوو ته هم ځواب ورکوي . د پښتو لنډو کسو کې رياليستي افکار ، د څيړنې د ميتود له پلوه هم په ښه توګه تنظيم شوي دي او عمده ښيګڼه يې دا ده چې د منطقي تسلسل په ترڅ کې يې تيوري او پره تيک په اورګانيک  ډول سره يو ځای  کړي  دي او علمي مفاهيمو ته يې انسجام ورکړی دی  . او لنډه دا چې پورتنی اثر د يوه علمي ضرورت په اساس ليکل شوی دی ، له ثقه او معتبرو ماخذونو څخه يې ؛ګټه اخيستې ده ،ابتکاري ونډه يې زياته ده او د علمي ميتود موازين يې په پام کې نيولي دي او تر ټولو مهم اړخ يې دا دی چې د علمي مثالونو د راوړلو په ترڅ کې د اکثرو داستان ليکونکو لپاره د يو مترقي ﻻرښود حيثيت لري . ددغو يادونو په نتيجه کې زه د نور محمد سهيم نوموړی اثرمثبت ارزيابي کوم او په دې برخه کې د ده زيات برياليتوبونه غواړم .
 
 
درنګين تعبير له کتاب څخه