دچغل خور خبره که ښکاره شی

 
دچغل خور خبره که ښکاره شی
  نو انتهایی بی عزتی ده:-
عتبه بن ابی لبابه (رح) دابوعبدالله قریشی (رح) نه نقل کوی چه یوکس څوخبروحاصلولولپاره دویم کس اووه سوه فرسخه (تقریباٌ) دوه زره میله فاصله ووهله او ورسیدلو او هغه ته یی وویل چه تاته دهغه علم حاصلولو لپاره حاضرشوی یم کوم چه الله تعالی تاته در کړی دی ماته د آسمان متعلق اووایی او دهغه څیزمتعلق چه ددی نه هم وزنی دی۰
دځمکی متعلق او کوم څیز چه ددی نه هم اوږد او پلن دی دکڼی متعلق اوکوم چه ددی نه هم سخت دی۰ داور متعلق اوکوم چه ددی نه هم ګرم دی دزمهریرمتعلق اوکوم څیز چه ددی نه هم زیات یخ دی۰ او دسمندر متعلق او کوم چه ددی ته هم زیات ژوردی د یتیم متعلق او کوم چه ددی نه هم زیات ضعیف دی۰ بعضوروایتونو کی دی چه دزهرومتعلق اوکوم چه ددی نه هم زیات هلاکونکی دی ۰ هغه کس جواب کی وویل چه:--
چا بی ګناه باندی الزام لکول د آسمان نه هم زیات وزنی دی—
او حق (رښتیا) دځمکی نه زیات پراخه دی—                       
دقناعت والا زړه سمندر نه زیات ژور دی---
حرص دڅه بدن لپاره داور نه هم زیات ګرم دی—
او چا رشته دار طرفته محتاجه کیدل کله چه هغی کی کامیابی هم نه وی زمهریرنه زیات یخ دی –
د کافر زړه د کاڼی نه هم زیات سخت دی—
دچغل خور خبره چه کله خلکوکی خوره شی نوهغه دیتیم نه هم زیات ذلیل شی او چغلی د زهرونه هم زیاته هلاکوونکی ده
 (دتنبیه الغافلین څخه)
ډاکټر یاسین زی