دويمه ترانه
که څوک يې تور که څوک يې سپين بولئ
لايق ددې خاورې اصيل بچی دی
د لويو لويو ارمانونو بابا
هر يو ارمان يې يو قتيل بچی دی
لايقه ستا دا د سرو زرو وطن
دې اهريمن زرګر له مخې لوټ کړ
ستا د سرکښو ترانو کاروان يې
څه په فرېب هنر له مخې لوټ کړ
لايقه وايه کنه څه به کوو ؟
غچ او بخښنې پرتله څنګه وي ؟
يخو څپو مو څنډ وهلې
د توپانونو قافله څنګه وي ؟
بلې لمبې دې بلې بلې غواړم
له ژوبل زړه دې ازار نه غواړمه
ستا د ودان وطن په ورانو کليو
يو ځلې بيا ستا ترانه غواړمه
له کندهاره تر لغمانه پورې
لايقه ښکاري چې واټن وينمه
تاجک پښتون ازبک او نور قومونه
ستا لوی ارمان په شکستن وينمه
راشه مشال شه اوښتون راوله
نسکور ولس دې وينې وينې پروت دی
د زړه په وينو دې پاللی ګلبڼ
نن بې باغوانه او بې مينې پروت دی
وروستي