په متقابله جبهه کې د افغان ملت ګوند
احتمالي نقش


د برهان الدين رباني په مشرۍ د کمونستانو او اسلامي بنسټپالو له خوا د ملي متحدې جبهې په نامه د چپو او ښيو افراطينو بيا يوځای کيدو نه يوازې د افغانانو په ذهنونو کې د تيرو ديرشو کلنو د وير او وينود سيلابونوغملړلې تجربې بيا راژوندۍ کړې، بلکې افغاني ليکوال او روڼ اندي يې مجبور کړه چې د 1992 کال په شان ددغه ضدملي عناصر دبيا يوځای کيدو خطرناک عواقب په ګوته کړي.
په دې هکله افغاني ليکوالو او روشنفکرانو پراخې ليکنې وکړې . په دغو ليکنو کې د ثور د کودتا راپديخوا د دغه ضد ملي جبهې د برخه والو په کړو وړو، د هېواد په ورانولو، دخلکو او دولتي شتمنيو د لوټ او تالان، او د هېواد په هرګوټ کې په ډله ييزو قتلونو کې د دغو ډلو په نقش او همدغه شان د افغانستان د بهرنيو دښمنانو سره د دغو خيالې قهرمانانو په هراړخيزو او ژورو اړيکو عالمانه او مستند بحثونه وشول. خو په روانه اونۍ کې د بينوا انترنيټي ويپاڼې د کابل نه د
״د متقالې جبهې جوړول، ״ملي جبهه״ پياوړې کوي״
خبردار: بله داسي متقابله جبهه مه جوړوئ !!
د سرليک لاندې د ښاغلې حبيب الله اسد ليکنه او همدغه شان د جرمني د دوسلدورف د ښارنه د
״ملي متحده جبهه״
ترسرليک لاندې د افغان ملت د ګوند د يوه مشهور غړي ښاغلي جمال رحمان ليکنې خپرې کړی .
که څه هم چې دغه دواړه ليکنې د ملي جبهې تر نامه لاندې د هېواد او ولس د دښمنانو د راټوليدلو په هکله ورته نظر لري. خو ښاغلې حبيب الله اسد د اوازو په استناد ليکي چې د پير سيداحمد ګيلانی، مجددی يا سياف په مشرۍ ، د محقق او خليلی په شمول به د يو لړ نورو جنګي ډلو يوه بله جبهه جوړه شې.
ددغه شان احتمالي جبهې سره به د حکومتي ملاتړ ترڅنګه يوشيمرغيرجنګې ډلي لکه د افغان ملت ګوند، د دادفر رنګين سپنتا په مشرۍ يولړ شعلې ډلې او يو شمير مستقل شخصيتونه هم برخه ولري.
ښاغلې حبيب الله اسد ليکي چې ددغه شان يوې جبهې جوړول به د يوې خوا د اولسي جرګې د مشر په توګه د يونس قانوني د ټاکلو ترخه تجربه تکرار کړي . د بلې خوا به جوړه شوې ضد ملي جبهه پياوړې کړي. ښاغلې حبيب الله اسد انديښنه څرګندوي چې دداسې يوې جبهې په جوړولو سره به څيرې او تجربې هماغه خو شعارونه به بدل وي. دې په دغه شان يوه جبهه کې د وير او ماتم د لړۍ د بيا پيليدو خطر وينې او د يوه اساسي او ريښتيني درمل په توګه د افغانانو د لاسونو او فکرونو يوځای کول او د تجربه شويو او تاريخ مسخه کړو څېرو د بيا ازمون نه د ډډه کولو غوښتنه کوي .
د ښاغلې اسد نظر د منولو وړ او انديښنه يې په ځای ده . ددغه شان نظر پوره ملاتړ د ټولو ملي او هېوادپالو عناصرو مسؤليت دی. افغانان بايد پرينږدي چې سرنوشت يې يوځل بيا د قصابانو په لاس کې او په هېواد کې يئ يوځل بيا د وينو رودونه روان شي .
که څه هم چې ښاغلې جمال رحمان په خپله ليکنه کې د ملي جبهې په نامه د ضدملي عناصرو د راټوليدو په مقابل کې کلک دريځ نيولی او ددغې جبهې په وړاندې د افغانانو د انديښنو، کرکې او نفرت نه ډک غبرګونونو دپاره يې يولړ په ځای او انکار نه کيدونکي دلايل وړاندې کړي. خو د يوې واقعي ملې متحدې جبهې جوړول يو اړين کار بولي او ليکي :
״... په داسې شرايطو کې بايد د کثرت نه د وحدت په لور د خوځون هرکلی وشي . د ا د هېواد د روڼ اندو او ملي عناصرو مسؤليت دی چې د يووالي په لار کې هلې ځلې وکړي او بامسؤليته سترملي جوړښتونه رامنځ ته کړي . نو ځکه د يوې واقعي ملي متحدې جبهې جوړول يو په ځای او اړين کار دی.״
که څه هم چې د ښاغلي رحمان استدلال روښانه او څرګند دی . دده دريځ د ملي ګټو سره په تضاد کې نه دی . خو د افغان ملت د ګوند د يوه فعال شخص په توګه دده ليکنه او په دغه حساس او تاريخي پړاو کې د افغان ملت د ګوند ناڅرګند او ګونګ دريځ، په حکومت کې ددغه ګوند نقش او بلاخره د ښاغلي حبيب الله اسد په ليکنه کې په ګوته شوې اوازې يولړپوښتني او شکونه رامنځ ته کوي. دا د افغان ملت فعالين او مشرتابه بايد ددوی په هکله رامنځ ته شويو پوښتنو ته صادقانه ځواب ووايي او دهېواد د ملي او حياتې موضوعاتو په هکله د خپل ګوند دريځ روښانه کړي . لومړۍ پوښتنه په خپله د ښاغلې رحمان ليکنې ته متوجه ده:ايا دده په ليکنه کې د يوې ״واقعی ملي متحدې جبهې״ د اړتيا نه مطلب د رباني او علومي د جبهې نه بهر دجنګې ډلو او شعله يانو په ګډون د يوې بلې احتمالي جبهې جوړښت نه دی؟ که چيرته مطلب د دغه ډلو راټوليدل مطلب وي نو بيا ولې د رباني جبهه ضدملي او د سياف او يا بل جنګسالار په مشرۍ جبهه ״واقعي״ ده . او که مطلب د جنګسالارانو متقابله جبهه جوړول نه وي نو ښاغلی رحمان د کومو قوتونو يا شخصيتونو سره د يوې واقعی ملي جبهې د جوړولو وړانديزکوي؟
په حکومت کې د ماليۍ د وزير په توګه د افغان ملت د مشر ښاغلې ډاکتر احدي او په دې ترتيب دافغان ملت د ګوند نقش جزيي نه دی . د افغانستان خلکو په عامه او پښتنو په خاصه توګه په حکومت کې د ښاغلې احدي د نقش ملاتړ کاوه. ځکه افغانان په دې باور وو، چې په حکومت کې به د افغان ملت د ګوند او احدي په شان شخصيتونوګډون په جمعې توګه د پښتنو دځپلو مخنيوی وکړي او په هېواد کې به يوه متوازنه اقتصادي وده رامنځ ته شي. خو له بده مرغه د افغان ملت ګوند او ښاغلې احدي خپل ملي مسؤليت څنګه چې لازمه وه ترسره نه کړ. که چيرته دوی خپل مسؤليت ترسره کړی وي، نو بيا ولې د ولس سره د خپل کار او د هېواد د ستونځو په هکله خبرې نه کوي؟
په حکومت کې د ګډون نه دمخه د افغان ملت ګوند په اروپا کې ښه فعاليت درلود او ددوی اخبار خلکو په مينه لوست او د خلکو همکاري ورسره وه . خو په حکومت کې له ګډون نه وروسته نه دننه په هېواد او نه هم د باندې د افغان ملت غږ اوريدل کيږي او نه ددوی اخبار چاته رسيږي. د افغانانو په غونډو کې د افغان ملت استازي نه ليدل کيږي. که چيرته په تصادفي توګه سړی د کوم افغان ملتي سره مخ شي نو بيا د پوښتنو نه ځان تيروي او يا دمنلو وړ جوابونونه ډډه کوي . افغان ملتيان په حکومت کې د ښاغلې احدي د کار نه دفاع کوي خو په عين حال کې وايي چې دی يوازې د اقتصادي او سياسي علومو د يوعالم او مسلکې شخص په حيث په حکومت کې منل شوی ، نه د ګوند د استازي په توګه. نو ددوی ګوند د حکومتي ائتلاف برخه نه ده او ددوی د ګوند سره د کرزي د حکومت چلند د رباني د واکمنۍ په شان له تعصب نه ډک دی . که موضوع همداسې وي، نو بيا ولې ستونځې د ملت سره نه مطرح کوي ؟
د افغان ملت ګوند او ددغه ګوند مشر لاتراوسه د ولس او روڼداندو باور او ملاتړ په پوره توګه د لاسه نه دی ورکړی . خلک ددغه ګوند نه په ملي مسايلو کې د ښکاره او جوړونکي دريځ تمه لري . د ماليې د وزير په حيث بايد ښاغلی احدي په حکومت کې دننه او د نړيوالې ټولنې په وړاندې دا استدلال وکړی شي چې خوست، پکتيا، پکتيکا، غزنې، زابل، کندهار، هلمند اورزګان، نورستان، کنړ، ننګرهار ، لغمان، وردګ، کونړ او لوګرهم د افغانستان برخې دي او ددغو سيمو اوسيدونکي هم حق لري، چې په ميلياردونو ډالرو انساني او انکشافي مرستو کې برخه ولري. افغان ملتيان بايد په دې پوه شي، چې د افغانستان خلک د يادو شويو جنګي ډلونه کرکه لري او ددغه ډلو سره هر ډول معامله به دوی هم د هغوی په کتار کې و دروي . خو که دغه ګوند د پخوا په شان خپلې ستونځې او په ملي مسايلو کې خپل دريځ د ملت سره شريک کړي، ملت به يې ملاتړ وکړي . هيله ده چې د ښاغلې حبيب الله اسد په لينکنه کې يادې شوې اوازې ريښتيني نه وي . دغو اوازو د افغان ملت ګوند د پوښتنو سره مخ کړی او خلک د افغان ملت د مشرتابه نه د ريښتيني ځواب په تمه دي. همدغه شان که د پردې شاته څه نه وي ، ولې په اروپاکې د افغان ملت فعالين له خلکو سره د مخ کيدو او بحث نه ډډه کوي؟
״