په  تياره کې غوړېدلی ګل


دی يو روهي ګــــل و ، وچو دښتــو زېـــږولی و
دی يې داغــــــزو په ډکــــه غېــــږه کې روزلی و
دی يې پـــه زانګــــــو دترږمۍ کې زنګـــولی و
دی يې دوحـشي تاريخ څپېـــړوته نيــــــــولی و
واک يې ورنه وړی سرنوشت ته يې تړلی و
بيايې دپښتون نېستمنې برخې ته بخښلی و
دی په نور عاشق شو دتيارې کوډې يې ماتې کړې
خپل څـراغ يې بل کړ دظلمت روډې يې ماتې کړې
باددسباوون شو ، دسپېــــدو په لټه والوته
پلـــن شو په افق دخورېدو په لټــــــــه والوته
وړانګـــــــه شو پرشپې دبرېدو په لټه والوته
يوه آزاد ساحــــــــــــل ته دوتو په لټه والوته
يوه دنور درياب ته دلامبــــــــــــوپه لټه والوته
يو يتيم څــــــــــــــراغ ، دلمرېدو په لټه والوته
وې ليده په لــــــــرې مستقبــل کې دوطـــــــن رڼا
بل يې کړه په دې مشال دخپلې روح او نن رڼا
يوه وړانګــــه يې وليده ، فکــرونه يې لمرونه سوو
عقـــــــل يې آزاد سو ، ترې نه لرې ځنځيرونه سوو
خوست دسينا دښته سوه ، اغزي واړه ګلونه سوو
بل په مړو ډنډرو ، دخاټولو څــــــــــــــراغونه سوو
يوه پرخـــه يې وچښه ، ترېنه تويې دريابونه سوو
ويښ يې په نغمه کې ، ګونګي سوي ربابونه سوو
نوی ساز يــــې سُر کړدپېـــــــــــــــــړيو سرببرو ته
رنګ دلمـــــر يې ورکړ دساراتوروډبـــــــــــــــروته
لاريې خطا نه کړه ، دوحشي توفان په لـــړو کې
برخه يې وانه خېسته ، دبرخو په جګـــــــــړو کې
ځان يې ککړ نه کـــــــــړ، دلوټلو په چيکـــــړو کې
سوله يې شعار کړه ، دزخمي وطن په شخړو کې
خپل څراغ يې بل کړ ، دياغي غـــرونو په تړو کې
نه ځي ماڼو ګان په پردۍ خوښه په جګــــــــړو کې
دی دنوي دورمعجــــــزو تــــــــه امېـــــــــد واره و
دی دبهيــــــــرونو بدلېــــــدو ته امېـــــــدواره و
ګوره ده په لوبه دآسمــان کې څه ليـــــــــــدلي وو
ده په اور اخېستي بيابان کې څه ليــــــــدلي وو
ده دګردشونو په توفــــان کې څه ليـــــــــــدلي وو
خدازده ، ده دوينــــو په باران کې څه ليدلي وو
ده دورکو لارو په کــاروان کې څه ليـــــــدلي وو
ده په چورو سولو دخپل ځان کې څه ليدلي وو
کېناسته په اور کې ، دژوند برخه يې ايره سوله
جوړ لکــــه پتنګ ، دخپلو هيلـــــو هديره ســــوله
ګل کړې سترګې پټې ، خو روان لا ګردشونه دي
لا دموږ په زمکــــــــــه ددېوانو يرغلــــــــونـــــــه دي
کلــــــي دمرګ کنـــــدې او ښــــــارونه زندانونه دي
تور طالب عرب سو ، مسخ سوي فرهنګونه دي
ستر بودا اعدام سو ، بدل سوي تاريخــونه دي
لادلمــــــر کوڅو ته ، دوتو هڅې ناشــــــــونه دي
دايوه مقـــــــدرد تاريـــــخ ده په وختـــــــــــونو کې
نوی نهضــــت روزي دجنګــــــونو په اورونو کې
داخوني پاڅـــــــون دی شونې نه ده چې ملنډه سي
شرق او غرب به لوڅ سي ، دفنو لوبه به شنډه سي
مــــــور دپاکستــــــان اوايران به په کې ټنـــــډه سي
دابه دتاريـــــــخ دلعنتونو يوه پنـــــــــــډه ســــــــــــي
زمــــــوږه دوطـــــــــن دارمانو لاره به لنـــــــــډه سي
دې منزل ته مخکــــــــې لا پراته سمنـــــدرونه دي
لادلمـــــــــر پر لار و دترږميـــــويرغلــــــــــــــونه دي
اوس ښيـــــــو او کيڼـــــــو توطئه سره وېشلې ده
اوس دطــــالب تبه روښان فکــــــــــروته وتلې ده
توره مســــــآله په سره برغـــــولې څڅېـــــدلې ده
توره نکتـــــايي دمولوي منـــــديل خوړلــــــــې ده
اوس پرونــــــــــي ځـــــوان دامارت توره تړلې ده
لو ببــــــره ږيــــــــره يې په مــــــــخ راځــــــــړولې ده
لار پاکستاني ده ، بيرغونه افغـــــــــاني لري
زموږ ننګي وطن ته تصميمونه دوراني لري
داروښانفکـــران اوس دتيارې ترجمـــاني کوي
توره شپه پالـــي خو په سحــر بد ګمــــاني کوي
زرکــاله زاړه دي ، لافې شافې دځــــواني کوي
زړه يې دپنجـــاب دی خو خبرې افغــــاني کوي
پالي داکبر توره ، لمنځـــونه روښــــــاني کوي
واک يې له شيطان سره ، اکټونه رحماني کوي
هر ډول ته ګډيږي دادورځـــــــو دنرخو زمن
دادهـــــــر ساعت دبدلېدو رابدلېــــــدو زمن
دوی غواړي چې خپلــه دپرون برخـه بدلــه کړي
تلــــــــه دتاريــخ په خپـــــــله ګټه بلـــــــه تلــه کړي
خپله پخــوانۍ څېره دوخت په خوښـــه بله کړي
مورته په کنځلو ، يوه خيــــــرنه لاره خپلـــه کړي
ځان پسې دځان په څېر بې شرمه کسان ډله کړي
ګوندې په دې لوبــــه دډوډۍ برخــــه ډبلــــه کړي
پرېوزي دچا پښوته دننګونو لاره خوشي کړي
سم دچا مــريې شي دپلــــرونولاره خوشـــي کړي
دغـــه شپه به پای سي ، راڅرګند به سحرونه سي
وچ وطن به شين سي ، تور اغزي به سره ګلونه سي
لاربـه افغـــــــاني سي ، وطني به شعـــــــارونه ســــي
خلــک به آزاد سي ، او خپلواکي به ګوندونه سـي
داتور پاکستـــــان به ، بې منتــــره بې افســـونه سي
دين به بــــــې آزاره سي ، ملا به بـــــې جنـــــونه سي
کار او پر مختګ ته به سل نوې کوڅې خلاصې سي
فکـــــر به آزاد سي ، عقيـــده به بــــې وســــواسه سي
موږه دروهي په يادو ستــــايو دروهي وطن
دغــه دهـــــوډ مارو افغانانو ابدالـــــــي وطن
دادغورځنګـــــــونو پاڅونونو افغــاني وطن
دادقربانيـــــــو ، سربازيو او ځـــــواني وطن
دادســـــــړيتوب او تمــــــدن آريانـــــــي وطن
داداشيـــــــا زړه دافغـــــــانانو ارمانــــي وطن
دابه بيـــــا اوچت سي دبقـــا نوی مثـــــال به سي
دابه روهي لمر سي ، دتاريخ نوی جمال به سي