
بسم االله الرحمن الرحيم
په وروستيو دېرشو کلونو کې بېلا بېلو سياسي ـ ايډيالوژيک ـ پوځي نظامونو تر بشپړې انارشۍ پورې پر افغانستان خپلې تجربې وکړې . دغو نظامونو نه يوازې د افغانستان د اصيلو کلتوري ارزښتونو ، علم او پوهې په وده کې خپل مسووليتونه تر سره نه کړل ، بلکې هر يوه يې له خپلې وسې سره دا کلتوري ارزښتونه او ورسره د علم او پوهې بنسټونه چا سره کړل ، چا تور کړل او چا بېخي خاورې اېرې کړل . دغو نظامونو اکثراً د پرديو د ګټو لپاره يوازې د جنګي ماشينونودنده تر سره کوله او نور يې د علم او پوهې سره اړه نه وه ، که وه هم يوازې هڅه يې کوله خپلو جنګي ماشيونونو ته منطق پرې جوړ کړي .
د بې مهرۍ او ناپامۍ دا حالت د پښتنو لپاره څه نوې خبره نه وه ، پخوانيو واکمنانو هم اکثراً پښتو له پامه غورځولې وه اويوازې يوې ژبې ته يې د رسمي ژبې په سترګه کتل . له پښتنو څخه د ښو سرتېرو په توګه کار اخېستل کېده او يوازې د غيرت ، مېړانې او جګړې ترانې ورته غږول کېدې ، خو د مېرزايۍ ، علم ، قلم او کتابت کارونه بيا د نورو لپاره وو .
د لومړي ځل لپاره دشلمې پېړۍ په پيل کې علامه محمود طرزي پښتو ژبه د ملي ژبې په توګه مطرح کړه او دافغانانو پام يې ورته راواړاوه ، بيا غازي امان الله خان په رسمي برخه کې يو څو ګامونه واخېستل او تر هغې وروسته ورو ورو په ځينو سيمه ييزو ښوونځيو او ادارو کې دپښتو پرمخ ور پرانيستل شو .
دا چې تر شلمې پېړۍ پورې پښتو ژبه څنګه ژوندۍ پاتې ده او څنګه د شعر ،ادب اوبېلابېلو پوهنو د بيان جوګه وه ، اصلي لامل يې د دې ژبې ژوندی روح او پياوړی ډينامېزم له يوې خوا ، او له بلې خوا د ولسي ادب او ولسي شاعرانو تر څنګ د فرهنګياله اتلانو ( لکه بايزيد روښان ، خوشال بابا ، رحمان بابا او... ) سترې کارنامې وې ، چې نه يوازې په پښتو ژبه خط او کتابت کېدای شو ، بلکې دسيمې له نورو ژبو سره يې هم سيالي کولی شوه .
که څه هم په وروستيو دېرشو کلونو کې ، د پښتو ژبې او پښتني کلتور دکمزوري کولو او ورکولو په موخه پرله پسې دسيسې جوړې شوې ، روسانو او يو شمېر ګاونډيو هېوادونو په بېلابېلو نومونو هڅه وکړه پښتو ختمه کړي ، خو بيا هم زه له هغو يو شمېر افغانانو سره چې فکر کوي ، پښتو مخ په ورکېدو ده ، په دوه مهمو دليلونو همغږی نه يم :
يودا چې که پخوا د تمدن ، علم او کلتور مرکز يوازې کابل و ، نو اوس تمدن پښتني ښارونو ته هم رسېدلی ، هلته هم ښوونځي او پوهنځي جوړ شوي او اوس پښتانه په خپلو سيمو کې هم کولی شي په خپله ژبه سواد او علم زده کړي . همداراز دېرش کلنو جګړو پښتانه په ډله ييزه توګه د کابل ښار ته ورسول ، که څه هم د کابل شاوخوا ولسوالۍ له پخوا څخه پښتنې وې ، خو اوس د کابل په ښار کې اکثريت داسې پښتانه دي ، چې په کورونو کې پښتو وايی او پالي يې هم . او دادی نن سبا دوی په کابل ښارکې د خپلو بچو لپاره په پښتو ژبه ښوونځي او پوهنځي هم غواړي .
بله خبره دا ده ، کله چې په وروستيو دېرشو کلونو کې پښتانه په کلتوري برخه کې له خپلو حکومتونو ناهيلي شول ، نو يې په خپله ملاوې وتړلې او د کلتوري زيانونو او وروسته پاتې والي د جبران په موخه يې د کلتوري ټولنو او بنسټونو په جوړولو لاس پورې کړ . په کابل کې خوشال فرهنګي ټولنه ، په پېښور کې افغان ادبي بهير او په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه د کلتوري غورځنګونو په څېر په خوځښت راغلل او په لنډه موده کې د همدغو غورځنګونو سپرغۍ د افغانستان او نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنې کلتور ډېوې روښانه کړې . اوس د خدای ( ج ) په فضل د هېواد دننه او بهر په سلګونو کلتوري ټولنې په هلو ځلو لګيا دي ، او دغه کلتوري ټولنې د پښتون کلتوري انقلاب پاخه بنسټونه کېدای شي .
د دغو کلتوري ټولنو ځانګړنه دا ده ، چې ولسي بېخ او بنسټ لري ، په دولتي او بهرنيو موسسو تکيه نه لري او اکثراً د خپلو غړو په ملاتړ چليږي . دغو ټولنو تر اوسه په زرګونو کتابونه خپاره کړي ، په سلګونو غونډې او سيمينارونه يې جوړ کړي ، اوهمداراز هره مياشت په سلګونو خپرونې د چاپ په ګاڼه سينګاروي .
دا ټولې ټولنې ولسي ريښې لري او د ولس په ويښتيا کې يې رغنده ونډه اخېستې ده . له نېکه مرغه اوس زموږ يو شمېر فرهنګپاله پانګه وال او اغېزمن شخصيوته هم له دغو کلتوري هڅو ملاتړ کوي او د هغوی د پروګرامونو او خپرونو په تمويل کې برخه اخلي . خوبايد ووايم ، چې لاهم د پښتنو په وړاندې ډېرې ستونزې او ننګونې پرتې دي .
کومې ستونزې :
۱ ـ که څه هم د افغان کلتوري ټولنو شمېر له سلګونو اوړي ، خو خپلمنځي اړيکي يې کمزورې دي ،ګډه ستراتېژي او کلتوري پاليسي نه لري او هلې ځلې يې اکثراً خپلسري اوتکراري دي .
۲ ـ غونډو ، سيمينارونو او خپرونو اکثراً کليشه يې بڼه غوره کړې ، اغېزمنتيا او مولديت يې کمزوری دی .
۳ ـ زموږ غونډې او سيمينارونه اکثراً د متوفی شخصيتونو د زوکړې او مړينې پر شاوخوا څرخي او د هغوی په اړه هم اکثراً نوي خبره نه کيږي ، ليکوال او څېړونکي ځان ته د څېړنې زحمت نه ورکوي او يوازې ژوند ليک سره کښته پورته کوي .
۴ ـ که له خپرونو ، مجلو او مهالنۍ څخه نوم لرې شي توپير به يې ځکه ګران وي ، چې بڼه او منځپانګه يې سره ورته دي .
۵ ـ وېب سايټونه هم يوډول خپرونې کوي او کله کله يوه ليکنه په عين وخت کې په ټولو وېب سايټونو کې راغلي وي .
۶ ـ په ليکنواو ژباړو کې لومړيتوبونه په پام کې نه ساتل کيږي ، اکثراً په غير مهمو مسايلو وخت او پيسې لګيږي ، ډوپليکېټ او تکرار هم ډېر ليدل کيږی .
۷ ـ اوس هم زموږ ليکنې زياتره د شعر ، ادب او داستان په شاوخوا راڅرخي ، حال دا چې د نورو پوهنو په برخه کې له لويې تشې سره مخ يو .
۸ ـ د ژبې په ليکدود کې لاهم د يووالي پړاوته نه يو رسېدلي او د نويواصطلاحاتو او لغتونو لپاره ګډه پاليسي او واحد مرکز نه لرو .
۹ ـ په غږيزه او لېديزه رسنيو کې د پښتو برخه ډېره خواره ده ،د افغانستان په څوارلس تلويزيونونو کې يوازې دوه يې پښتو دي . حال دا چې نن سبا د عامه پوهاوي او د ولسي ويښتيا لپاره راډيو او تلويزيون ډېرې مهمې وسيلې ګڼل کيږي .
د حل لارې او وړانديزونه :
۱ ـ تر ټولو د مخه د کلتوري ټولنو او بنسټونو ( د هېواد دننه او بهر ) د همغږۍ لپاره بايد منظمې او پرله پسې هلې ځلې وشي . د يادونې وړ ده ، چې له يو کال راهيسې په دې برخه کې هڅې روانې دي ، په بېلابېلو ولايتونو کې د کلتوري ټولنو د ګډ تفاهم له مخې پروسږ کال په کابل کې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې بنسټ کېښودل شو . جرګې د خپل شپږ مياشتني عمر په ترڅ کې د کلتوري ټولنو د همغږۍ او او د پښتني کلتور د ودې په لار کې يو شمېر مهم ګامونه اخېستي ، خو لا هم منزل ډېر لرې دی او ډېر کارونه په مخه کې پراته دي .
۲ ـ د پياوړې همغږۍ په موخه دې په هر ولايت کې د افغان ادبي بهير په څېر کلتوري بهيرونه له يو شمېر سمونونو سره رامنځته شي . په دغو بهيرونو کې د مشاعرې ترڅنګ بايد زموږ د ټولنې او کلتور ژوندي موضوعات طرحه شي ، او د معنوي بيا رغاونې لپاره پرله پسې کار وکړي .
۳ ـ زموږ د کلتوري هلو ځلو د لااغېزمنتيا په موخه بايد يوه دقيقه ، ژوره ، علمي او عملي ګډه ستراتيژي او تګلاره طرحه شي .د افغان کلتوري ټولنې له جرګې څخه هيله کيږي ،چې په دې برخه کې ژرترژره ګام اوچت کړي .
۴ ـ د ټولو کلتوري ټولنو د هڅو ، د خپرونو او رسنيو جاج دې واخېستل شي او د خپل منځي تفاهم له مخې ، دلومړيتوبونو ، اړتياوو او وړتياوو پر بنسټ دې دندې ووېشل شي ، د تکرار ، ډوپليکېټ او کليشه يې کارونو مخه دې ونيول شي .
۵ ـ دټولو کلتوري ټولنو ، بنسټونو ، رسنيو او ليکوالو يو لېست دې جوړ شي او د ګډې ستراتېژۍ د پلي کولو په موخه دې منظمو هلو ځلو ته وهڅول شي .
۶ ـ د پښتو ژبې د ودې لپاره دې دغه کارونه په پام کې ونيول شي :
الف ـ ټولو پښتنو ماشومانو لپاره دې ، له ماشومتوب او د ښوونځي له پيل څخه په مورنۍ ژبه د زده کړې شرايط برابر شي .
ب ـ په لوړو زده کړو کې بايد په پښتو ژبه دزده کړې پرمخ پراته نا قانونه خنډونه لرې شي .
ج ـ د پښتو ژبې د بډاينې او علمي کېدو په موخه دې د ژباړې پياوړی غورځنګ پيل شي ، د ژباړې سيالۍ دې وهڅول شي او د ژباړل شويوآثارو د چاپ لپاره دې منابع برابرې شي . د ژباړې د انستيتوت جوړېدل به زموږ د ژباړې له غورځنګ سره ډېره مرسته وکړي .
د ـ دشعر داستان او ادبياتو تر څنګ دې ټولنيزو ، طبيعي پوهنو او ټکنالوژۍ ته ډېره پاملرنه وشي .
هـ ـ غږيزې او لېديزې رسنۍ دپښتو ژبې د ودې او پښتنو د ويښتيا او پرمختګ لپاره ډېرې ضروري دي ، بايد درې يا څلور ډېر پياوړي ټېلويزيونونه او همداراز راډيو ګانې جوړې شي او ټول پښتانه روڼ اندي او فرهنګيان ورسره مرسته وکړي .
۷ـ د خپرونو د کميت پرځای دې کيفيت ته ډېره پاملرنه وشي او سره ورته رسنۍ او خپرونې دې د خپل منځي پوهاوي پر بنسټ سره يو شي .
۸ ـ څرنګه چې پښتانه همدااوس له يو عالم کلتوري ، ژبني ، علمي اوټولنيزو ستونزوسره لاس و ګرېوان دي د کاليزو او تليننونو پر ځای دې پر پورتنيو مسايلو سيمينارونه ، غونډې او ورکشاپونه جوړ شي او عملي پايلې دې ترې واخېستل شي .
۹ ـ دلويو غونډو پر ځای دې داسې سيمينارونو او ورکشاپونو ته ترجيح ورکړل شي ، چې عملي پايلې ولري .
۱۰ ـ د واحد ليکدود او دنيو لوجېزم د ګډو اصولو دلاسته رواړنې لپاره دې سيمينارونه جوړشي او هڅه دې وشي ، چې په دې برخه کې يو ګډاوباصلاحيته مرکز جوړ شي .
۱۱ ـ د ماشومانو ادبياتو او د هغوی په ژبه علمي آثارو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي او دماشومانو لپاره دې پر خپرونو او مهالنيو کار وشي .
۱۲ ـ د کلتوري او علمي مهارتونو د ودې لپاره دې روزنيز مرکزونه ، کورسونه او ورکشاپونه په پام کې ونيول شي .
۱۳ ـ په ټولو ولسواليو کې دې ، د کلتوري ټولنو او سيمه ييزو کتابتونونو ايجاد وهڅول شي او له مرکز څخه دې مرستې ورسره وشي .
په پای کې زه يو ځل بيا ټينګار کوم ، چې پورتنۍ موخې هغه وخت لاسته راتلی شي ، چې سره منظم شو او خپلې هلې ځلې د يوې ګډې ستراتېژۍ له مخې سره همغږي کړو . بايد يادونه وکړم ، چې دنړۍ په هېڅ هېواد کې په دومره شمېر او په داسې بڼه ولسي ـ کلتوري ټولنې نه شته ، دا ټولنې په اخلاص او په خپلو امکاناتو جوړې شوي او د پښتنو د ويښتيا او پر مختګ په لاره کې ډېر لوی کارونه تر سره کولی شي ، په دې شرط چې لاسونه سره يو کړي .
په درنښت
خوشال روهي