هينـــــدارې په تصــويـرکــې مې دځــان نښــه راوښيه
نن مې پــــــه هررګ کې دجــــــانان نښــه راوښيـــــــــه
نه راځــــــــم ساقي دامې روستی ګوزرپه خـــــم ګڼه
داځلي په جــــــــــــــــام کې دمغـــــــــــــان نښه راوښيه
واخلـــــه نن دايوه اوښکه ورغــــوي کې دراچـــــــوم
دې خاموښـــــــــه سيندکې دطغيـــــــان نښه راوښيه
زړه دې شته که وي دې نن مې سم سترګوته وګوره
ماته پـــــــــــکې زما دورک ارمـــــــــــان نښه راوښيه
نه ورځم زاهــــــــــــده دمستۍ په لوري بيــــا خو،ته
يوځـــــــــــل په توبــــــــــــه کې دغــــفران نښه راوښيه
څنډورکړه دزلفــــــــــــــــــــو شپې دمــــخ په سباراوله
يوه لحظـــــــــــــه وصال کې دهـــــــجران نښه راوښيه
وروستي