
هغه سره په لاس کې يو شين غوندې ټوکر ورسره ؤ ،ډير ګړندی روان ؤ په لار کې ورباندې دګاونډي زوی ايمل پيښ شو، په ډير لوړ اوازيې ورباندې غږ وکړ ، تورجانه! چيرې دومره چابک روان يې خير خو به وي ؟
تور جان: هو خيرت دی ، هغې پورې خړې دښتې ته ځم هلته څه کارلرم .
ايمل : تورجانه عجب سړی يې دا د ا ختر شپې او ورځې وګوره، زمونږ اوستاسو په څير همزولي ماشومان دځان او نورو ملګرو اود کورنۍ دغړو لپاره بيلا بېلې تحفې او توکي اخلې تا يوازې شين ټوکر په لاس کې اخيستی ؟ !
تورجان : چې کله داخبرې واوريدې څو شيبې يې دده دخبرو په غبرګون کې دده په ټټر کې سترګې خښې کړې او وروسته يې يو سوړاسويلی وکيښ ، ايمل ته يې سترګې ور پورته کړې او ورته ويې ويل : اوس به رښتيا درته ووايم مور مې په ښارکې هګۍ پلورلې وې او هغه څو روپۍ يې چې دتورکتان ټکري په پېڅکه پورې تړلې وې ماته يې راکړې او راته ويې ويل زويه ! دغه پيسې واخله په ښار کې يو متر شين رنګه غوندې ټوکر پرې واخله، همداسې مې وکړل ،کله مې چې کورته راوړ مو ر مې تيارپه ستن کې تار اچولی و اوپه چاودوګوتو يې په ټوکرکې په داسې حال کې په ګنډلو پيل وکړ،چې شېبه په شېبه يې دسترګوڅخه دغم ،بې کسۍ او بې وزلۍ اوښکې څڅيدلې . دټوکر څنډې يې سره واړولې له لږ ځنډ وروسته يې ترې جنډاجوړه کړه او راته ويې ويل: چې دا په اوښکو لمده شوې اختريزه تحفه به دخپل پلارقبر ته يوسې او پر لکړه به يې ورو ټومبې اوس دادی دخپل پلارپرقبر له ولاړې لکړې هغه زړې څيرې ويرې لېتاړې لرې کوم او پرځای يې دغه نوې جنډا ورټومبم ځکه داخترپه شپو او ورځوکې زما په څير ډير ماشومان دتيرو ديرشو کالونو راهيسې ترننه پورې په هر وړوکي او لوی اختر کې دخپلو پلرونو پرنويو قبرونو باندې پرلکړو جنډې ورټومبې خو زه نه پوهيږم ترکومه به دوير ماتم او دوژنې دغه سلسله روانې وې او ترڅو پورې به زمونږ همزولي ماشومان په اخترونو کې دخپلو پلرونو قبرونه ته اختريزې تحفې وړي .
د دې خبرو په اوريدو سره داېمل په سترګو کې رڼې اوښکې په څپوشوې اوهمداسې ترې روان شو . او تورجان هم دخپل پلاردقبر په لورې ګړندي ګامونه واخيستل .