اشرف غني احمدزی او د نړيوال بانک رياست  ؟

دسلګۍ ژباړه
بوش د( پاول ولفويتز ) د ځای ناستي لپار ه د کانديدانو يو لست برابر کړی . د نړيوال بانک د مشر پاول ولفويتز موقف تر هغې وروسته لا زيات په خطر کې ولوېد ، کله چې تېره شپه له سپينې ماڼۍ څخه د نړيوال بانک د کانديدانو د لست خبره راووته .
په لست کې تر ټولو زيات د اشرف غني نوم مطرح او برجسته دی . ټايمزوايي ، چې اشرف غني د سپټمبر تر 11 نېټې وروسته د افغانستان د اقتصاد ي بيا رغاونې له امله ډېر کرېډېټ ترلاسه کړی . د ده ټاکنه به د نړيوال بانک او نړيوالې پورورکونې په 60 کلن تاريخ کې د لومړني ځل لپاره د يوه غير امريکايي ټاکنه وي .
دامريکې په حکومت کې ځيني مشران متوجه شوي ، چې سپينې ماڼۍ د جمهورريس بوش د دفاع وزير له پخواني مرستيال ( پاول ولف ويتز ) څخه خپل ملاتړ راکم کړی . دوی ماليې وزارت او د هغې مشر( هانري پاولسن ) وروستۍ چوپتيا ته ګوته نيسي او وايي ، د ماليې وزارت هڅه کوي له هغه چا څخه واټن ونيسي ، چې په 2005 کال کې په پراشوټي توګه د نړيوال بانک رياست ته راوستل شو .
ښاغلی ولفويتز پرون د نړيوال بانک د 24 مليتي هيأت د غونډې په وړاندې حاضر شو . غونډه په دې اړه څېړنې کوي ، چې وګوري ايا ولفويتز په 2005 کال کې خپلې پارټنرې ( شها رضا ) ته د يوې لوړې څوکۍ په ورکولو سره اداري اصول تر پښو لاندې کړي ، که نه ؟ ظاهرآ د بانک اداره اوس هم له ده څخه ملاتړ کوي خو د ښاغلي بوش ويانده ( ډانا پېرينو) وايي ، چې هيات ته بايد اجازه ورکړل شي خپلې پلټنې بشپړې کړي . دهغې په وينا بوش پر ده باور لري .
سره له دې داسې ښکاري ، چې د فساد دوروستيو تورورنو له امله د پور ورکونې کارونه فلج شوي وي . همدا اوونۍ د ولفويتز له دوو مرستيالانو څخه ، ښاغلي ( ګرېم ويلر ) د ده د استغفی غوښتنه وکړه . ولف ويتز ، چې خپله تېروتنه منلې او بښنه يې غوښتې ، پرون د هيأت په وړاندې يو ځل بيا وويل ، چې د استعفی نيت نه لري .
ښاغلی غني ، چې د 1991 او 2002 کلونو تر منځ يې د نړيوال بانک دځانګړې مشاور په توګه دنده تر سره کړې ، يقينا د ده ټاکنه به يو زړور انتخاب وي . کله چې د امريکا په مشرۍ د اﺉتلاف ځواکونو طالبان له واکه وغورځول ، دی دوه کاله د افغانستان د ماليې وزير و . ده پخپله دوره کې د نوې پيسې د وړاندې کولو، د بوجې بېلانس او مالي سېسټم د رغولو په ګډون ژور اصلاحات راوستل . اشرف غني ، چې اوس مهال د کابل پوهنتون ريس دی ، تېرکال د ملګرو ملتو دعمومي منشي مقام ته دکوفي عنان پر ځای کانديد و ، خو د جنوبي کوريا ( بانکي مون ) ترې وګټله . پدې توګه اشرف غني د يوه پياوړي اداره چي په توګه ښه سابقه لري ، خو په عين وخت کې په بې حوصلګۍ هم مشهور دی . د ده له ټاکنې سره به دی د لومړني غير امريکايي تر څنګ د نړيوال بانک لومړنی مسلمان ريس هم وي . له هغې ورځې راهيسې ، چې د منځنۍ دورې په ټاکنو کې دموکراتانو د دواړو جرګو کنټرول ترلاسه کړ او دبوش واک يې له چلنج سره مخ کړ ، .د اشرف غني ټاکنه به د ده لپاره يو بل ناغوښتلی بدلون وي . بوش په لنډو وختو کې خپل د دفاع وزير ډونالډ رمسفلډ له کاره ګوښه کړ ، د ملګرو ملتو د استازي په توګه د جان بولټون په ټاکنه کې پاتې راغی او دا دی اوس ، چې د قاضي القضات ( البرتو ګونزالېس ) د استغفی غوښتنه شوې ، هڅه کوي له ده نه دفاع وکړي .