
د خوب په څير زما په سترګو را پريوتې پرته له دې چې سوچ وکړم ستا لمن مې ونيوه او ستا په پلونو مې پل کيښود په ﻻره کې تندې را نيولي وم ستا په لپه کې په رڼو اوبو مې خوله ورټيټه کړه ﻻ مې تنده ماته نه وه چې را ويښه شوم ته نه وې خو خپله لپه مې د اوښکو ډکه وه !!! 08/09/26