دمينې دنياګۍ

  کاش چې زه شاهين وای ته مې وای وړی په منګلو کې خپلې دې مينې دنيا ګۍ ته ستا په زړه کې مې روزلي دې مينې ګلونه وای دې ستورو نه مې در ته جوړ يو اميل وای دې سپوږمۍ رڼا نه مې جوړه درته يوه ډيوه ګۍ وای دې لمر په وړانګو کې درته جوړ مې يو ټال وای بيده مې دې خيال په خوب وای هلته يواځې ته وای يواځې زه وای ورک دې يو بل په سترګو کې وای لرې دې غمونونه درکړي مې په سوغات کې خپل ځان او ځیګر وای تا راکړي يوه موسکا وای هغه زما دې مينې دنياګۍ وای