
زموږ دکلی د تروږمی ماښام څخه څو شیبی دمخه یو تنکی لس کلن هلک ډیر خوشحاله ښکاریده، دهلک دخوشحالی علت یو هم دا وه چې هغه دسبا ورځی د اختر د راتګ څخه خبر شوی وه،هلک ته دهغه مور او پلار د اختر لپاره نوي جامې ، څپلۍ او واسکټ رانیولي وه چې هغه په همدې مازدیګر قضا دسبا ورځې نوي جامې اود نږدې خپل خپلوانو د اختر مبارکي تحفې به خپل وجود کی تمثیلولې او همدا وجه وه چه هلک ته یی خوشحاله بڼه ورکړي وه په رښتیا سره کوم اختر چې ماشوم ته سبا راتلونکی وه، نه تنها هغه ته بلکه دکلی ټول اوسیدونکو ته دخوشحالی زیری ورکاوه ۰
هو، کوم اختر؟ دکور او کلی اختر ، او که دمهاجرو اختر، کوم چه له خپل کور، کلی او بانډو څخه لیری په پردي وطنوکې لمانځي دا یو څرګنده خبره ده چه اختر هر چاته په هر ځای کې چې وي پوره او یا نیمه خوله خندااو خوښي وربښي ۰
نو اختر کوم اختر؟
دا دځوانانو دخوښیو اختر
د پیغلو نجنو دټالیو اختر
دکور او کلی اختر
چه لوړ دودونه لری
د سپور او پلی اختر
ښه رواجونه لری
دا د خوښیو اټنونو اختر
دا دخوشحاله سرودونو اختر
دی د بیوزلو کونډو رڼډو اختر
د یتیمانو او بربنډو اختر
د غریبانو او خانانو اختر
د مسلمانو دیندارانو اختر
وی مبارک دی په تمامو خلکو
وی برکت دی په تمامو خلکو
ښه افغانی دود او رسمونه لری
خدایګوچه ښکلی رواجونه لری