ياسر عرفات

په عربي نړۍ کې فلسطين داسې هېواد دی، چې له ډېرو لسيزو راهيسې د ازادۍ د ﻻسته راوړلو په هڅه کې يې زياتې نادودې، د نړيوالو او حتی د خپلو عربو له ﻻسه ليدلي. خو دغه ولس خپله مبارزه نه ده پرېښې؛ له داسې يو اټومي زبرځواک لکه اسراييل، چې پر نړۍ حکومت کوي او د يهودو له رضايته پرته په امريکا کې څوک واکمنۍ ته نشي رسيدلی، ﻻس او پنجې نرموي. فلسطينيانو د ډبرو او ليندو په واسطه د اسراييلو له پرمختللو وسلو او پوځي ځواک سره مبارزه کړې خو د تسليمۍ سر يې نه دی ټيټ کړی.
د دوی چم ګاونډ کې داسې د امريکا ګوډاګيان واکمن شوي، چې نه يوازې يې دغه مظلوم هېواد ته مرستې نه دي ورکړي، بلکې ﻻرې يې ورباندې تړلي؛ له يوې خوا به اسراييلو پر فلسطينانو بمبارۍ کولې او له بلې خوا به د مصر ګوډاګي حکومت پر دغه غيرتي قوم پولې تړلې.
د تورې طلا (تيلو) څښتن عرب شيخان، چې له زياتې عياشۍ پړسيدلي، يوازې د ساعتيريو، ښکار، لوکس موټرو اخستلو، د لوکسو قصرونو جوړولو د اوښانو د ځغاستو په سيالۍ کې شپه ورځ مصروف دي او د خپلو وروڼو په غم يې کومه ورځ وير ونکړ.
د يو مظلوم ملت لپاره به تل هغه څوک اتل وي، چې د دوی د ازادۍ نه يوازې غږ پورته کوي، بلکې د مبارزې په تود سنګر کې يې بيرغ رپانده ساتلی وي.
بې له شکه، د فلسطين د نوم سره د ياسر عرفات نوم تداعي شوی او اوبدل شوی. داسې يو څوک، چې د ازداۍ لپاره يې مبارزه کوله، د امپرياليستي زبرځواکونو لخوا ترهګر وبلل شو خو داسې وخت هم راغی، چې ورته د نوبل د جايزې ورکولو ته هم اړ شول.
د ياسر عرفات مرموز مرګ ښايي د هغه زبرځواکونو دسيسه وي، چې په دې ورځو کې يې نويو پلټنو د راز دغه پرده څېرلې او د رسنيو د سرټکی يې ګرځيدلی. له همدې امله موږ هم ځان اړ بولو، چې د دغه ستر مبارز شخصيت د حق د ادا لپاره د ده ژوند او مبارزې تاريخ خپلو ګرانو هېوادوالو ته په خپله ژبه خپاره کړو:
ياسر عرفات



  • ژوند لیک
  • دالفتح خوځښت جوړول
  • داوسلو تړون
  • یاسر عرفات  دفلسطین دواکمنۍ ادارې دمشر په توګه  
  • په رام الله کې دیاسر عرفات  محاصره .
  • دیاسر عرفات  دروغتیا خرابیدل .
  • طبیعي مړینه که ترور
  •  

ژوندلیک \"\"\"\"
یاسر عرفات د 1929ز داګست پر 24 په مصر کې زیږیدلې  پوره نوم یې محمد یاسر عبدالروف القدوة الحسیني دی دپلار شپږم زوی و پلار یې د ټوکرو سوداګر و دمور له اړخه یې نسب  دالحسیني کورنۍ ته رسیږي دا په  القدس کې مشهوره او بانفوذه  هغه ده . یاسر عرفات  دخپل کوچنیتوب لومړي کلونه  په القاهره او فلسطین کې تېر کړې دي دڅلورو کلونو و، چې مور یې ( زهوة ) د پښتورګو له ناروغۍ څخه ومړه . بیا له خپل ورور الفتحي سره له القاهرې بېرته فلسطین ته راستون شو او په  المغاربة نومې سیمه کې له خپلوانو سره دېره شو ،چې بیا وروسته دپلار خپلوانو ته ،چې په غزه کې میشت وو واستول شو . دشپږو کلونو ، چې پلار یې دویم واده وکړ او یاسر یې بیا القاهرې ته وروغوښت  او دپالنې چارې یې دعرفات خور انعام ته ور وسپارلې . عرفات خپلې لومړنۍ زده کړې همدلته په القاهره کې پای ته ورسولې او دخپلې استوګنې له برکته یې مصرۍ ګړدود ( لهجه ) زده کړه ،چې دعمر تر پایه یې بیا پرې خبرې کولې  په مصر کې داستوګنې پر مهال له امین الحسیني ، عبدالقادر الحسیني سره له نږدې اشنا شو .
یاسر عرفات  په اولس کلنۍ کې پریکړه وکړه ،چې دالملک فواد په پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې پیل کړي او دملکي انجینرۍ څانګه یې غوره کړه دا مهال په پوهنتون کې اسلامي او فلسطیني ډلې ټپلې رامنځته شوې .په 1948 ز کې ،چې عبدالقادر الحسیني په القسطل جګړه کې ووژل شو درس یې پرېښود او داخوان المسلمین له هغې ډلې سره یو ځای شو ،چې په غزه کې یې جګړه کړې وه کله ،چې  مصري ځواکونه فلسطین ته ننوتل او داسراییلودحکومت دجوړیدو اعلان وشو یاسر عرفات نهیلې شو او مات زړه بېرته  مصر ته راوګرځید او خپلې زده کړې یې بیا پیل کړې ، خو له سیاسي فعالیت یې لاس وانخیست  په 1952 ز کې دفلسطیني محصلینو ټولنې مشرتابه  ته ځان کاندید کړ د1956 ز دجګړې پر مهال  له هغې فلسطینۍ ډلې سره یو ځای شو ،چې دمصر له وسله والو ځواکونو سره یې یو ځای داسراییلو پر ضد جنګیدله ، دوضعیت له خرابیدو سره یې دا ډله پرېښود او کویټ ته  دګډوال په توګه ولاړ او هلته یې دانجینر په توګه  کار پیل کړ او ترڅنګ  یې دسوداګرۍ ځینې وړې چارې پیل کړې . یاسر عرفات  ځان داسې انګیرله ،چې دا دفلسطین دموضوع او ستونزې دحل مسوول دی ځکه خو یې له فلسطینیانو سره دا چلند کاوه  ته وا ، چې پلار یې دی دالفتح ګوند له جوړیدو وروسته یې ځانته دابوعمار  لقب غوره کړ . عرفات له  کاریزما برخمن و  او تل به یې نظامي یونیفورم اغوست او تمانچه به یې له ځان سره ګرځوله  دلږ وخت پرتیریدو یې دفلسطیني ځوانانو ، ماشومانو ترمنځ نوم خپور او ملاتړي یې ډیر شول یاسر عرفات به  تل له دوی سره  په ډیره مینه او خواخوږۍ چلند کاوه کله به ،چې کوم فلسطیني ناروغه شو یا به له ستونزې سره مخ شو نوموړې به یې پوښتنه کوله کله ،چې عرفات بوډاتوب ته نږدې شو فلسطینیانو ورته د ( الختیار ) لقب ورکړ .
یاسر عرفات  دډیرو کلونو لپاره له  واده انکار کاوه  او دا پلمه به یې کوله ،چې ما خپل ځان دفلسطین داعيې ته وقف کړې دی آن تردې ،چې  داسې ورپسې مشهوره شوې وه ،چې  نوموړی له  بوټانو او جرابو سره بیده کیده  او دومره وخت یې نه درلود ،چې دخوب لپاره  بوټان او جرابې وباسي .  څه موده وروسته عرفات ټول فلسطینیان  هک پک کړ ،چې کله یې دخپل عمر په یوشپیت کلنۍ کې پریکړه وکړه ،چې له خپلې سکرترې  سها الطویل سره ګډ ژوند پیل کړي هماغه و ،چې په  1990 ز کې  یې ورسره واده وکړ  مېرمن سها مسیحۍ ده او په فلسطین کې دال   الطویل بډایه کورنۍ غړې  ده . دا مهال نو مېرمن سها د27 کلونو وه ،چې له یو شپیت کلن یاسر عرفات سره یې ګډ ژوند پیل کړ او یوه لور یې ورپه  برخه شوه  عرفات پرې دخپلې مور  نوم  زهوة کېښود .
له دیني اړخه  یاسر عرفات دیو منځلاري مسلمان په توګه پاتې شو ، لمونځونه یې کول  او هیڅکله یې دخپلې مبارزې  پر مهال له دین دوسیلې کار وانخیست  عرفات  به کله ناکله دخپلو ویناوو پرمهال  قراني ایتونه  کارول  او موخه یې دا وه ،چې  ځان د ټول فلسطیني ولس دمشر په توګه  راڅرګند کړي نو اړ و ، چې د ټولو په مزاج برابرې خبرې وکړي .  عرفات دژوند تر پایه  دیوعاجز سړي  په بڼه ژوند کاوه  ، خو اسراییلي او غربي  رسنیو یې دپانګې په اړه  ډول ډول خبرونه  خپرول ، خو ار خبره داده ،چې دا الفتح ګوند شتمني وه او له  بسپنه ورکونکو هېوادو له اړخه  مستقمیا له یاسرعرفات سره کېده  عرفات خپل وصیت کې دا سپارښتنه کړې وه ، چې دهمدې شتمنۍ  څخه دی یو څه  زما مېرمن سها ته ورکړل شي .
وعلى الرغم من ظهور عرفات بمظهر الرجل المتواضع والمتقشف إلا أن الكثير من اللغط أثير من قبل أوساط إسرائيلية وغربية حول ثروته وأرصدته في البنوك مع ذلك يُعتقد أن معظم هذه الاموال كان من اموال الدول المانحة التي كان يستخدمها في مصاريف تخص السلطة.وعندما توفي عرفات أوصى بأن تعطى زوجته سها الطويل التي كانت قد غادرت قطاع غزة لتعيش في الخارج حصة من هذه الاموال.
دالفتح خوځښت جوړول \"\"
په کویټ کې داستوګنې پرمهال  ځینې فلسطیني  ګډوال ورته راغلل او دفلسطین دوضعیت په اړه یې  ورسره له نږدې  خبرې اترې پیل کړې او دیو ملي  فلسطیني خوځښت دجوړولو داړتیا موضوع یې  ورسره شریکه کړه  هماغه و ،چې د 1959 ز داکتوبر پر لسمه  یې له خلیل الوزیر ، صلاح خلف ، خالد الحسن  او فاروق القدومي سره یو ځای دالفتح په نوم  یو خوځښت  رامنځته کړ  الفتح  د( حرکة تحریر فلسطین  ) سرچپه لنډیز دی .
په 1965 دجنورۍ پر لومړۍ نېټه  الفتح داسراییلو پر ضد وسلواله  مبارزه پیل کړه او دعیلیون  تونل یې والوزوه  په 1967 ز کې  بیا جګړه  پیل شوه  او پر فلسطینیانو یې ډېر ناوړه اغیز وکړ  او اسراییلو ډېرې ځمکې رالاندې کړې  دا مهال نو فلسطینیانو دا هیله له لاسه ورکړه ،چې ګوندې موږدې  دعربي هېوادونو په  لښکر خپله خاوره بیرته ازاده کړو  او هر فلسطیني دماتې احساس کاوه  دا مهال دالفتح  مشرتابه  دخپلو امکاناتو خبره راپورته کړه  او خپلو لارویانو ته یې وویل موږ باید خپله دا کار وکړو هماغه و، چې دوه اونۍ وروسته  دالفتح مشران  له  فلسطین ووتل او  اردن ته ولاړل او هلته یې په مستعارونومونو او کسبونو  له مقاومت سره  اړیکې ونیول او خانونه  یې داوږدې مبارزې  چمتو کول .
داوسلو تړون \"\"
کله  ،چې په اردن او لبنان کي پر یاسر عرفات  او ملګرو یې ځمکه سره شوه  عرفات سیاسي فعالیت ته  ډېره پاملرنه  وکړه  ځکه نوموړي کولای شول ،چې له دې لارې ډېر څه وکړي هماغه و ، چې دفلسطین دملي  جبهې په چوکاټ کې یې دفلسطین دازادۍ اعلان وکړ  ددې ترڅنګ  یاسر عرفات په منځني ختیځ کې دعدالت او سولې لپاره هلې ځلې پیل کړې  دفلسطین ملي جبهې  دا ومنله ،چې  په هغو سیمو کې  دفلسطین حکومت جوړ شي ،چې په 1967 ز کې  داسراییلو له  لورې نیول شوې وې   او له اسراییلو سره به څنګ تر څنګ ژوند وکړي  دهمدې دریځ  پر بنسټ  دامریکا حکومت ،چې هغه مهال یې مشر رونالډ ریګن و له  یاسر عرفات سره خبرې پیل کړې  دا مهال اسراییل  د دوه لارې پر سر  ودریدل او دیاسر عرفات پرګماتیک سیاست ته یې دشک په  سترګه کتل  دهمدې دریځ  له کبله  الفتح  خوخښت په ملګرو ملتونو کې  دڅارونکي څوکۍ تر لاسه کړه او ډیرو نړیوالو ټولنو الفتح او دفلسطین حکومت پر رسمت وپيژنده  . یاسر عرفات دفلسطیني حکومت  اعلان له الجزایر څخه وکړ  که څه هم دا حکومت دکاغذ پر مخ  یو حکومت و خو اسراییلو ورته ددښمن په سترګه کتل  دهمدې اعلان څخه  څه موده وړاندې  داسراییلو کوماندوي ځواکونو   په الفتح کې دویم   کس خلیل الوزیر ترور کړ .  تل ابیب  د1991 ز په پای کې له  دې سره مخالفت وکړ ،چې  الفتح دې دفلسطیني ولس داستازي په توګه  دمدرید په  غونډه کې ونډه واخلي ، خو وروسته بیا دنړیوال فشار په پایله کې اسراییل اړ شول ، چې له الفتح سره  خبرو اترو ته  کیني . کله ،چې په اسراییلو کې حکومت بدل شو  نوي هغه بیا له  الفتح سره پټې خبرې پیل کړې  او په  1993 ز کې  داوسلو تړون لاسلیک کړ یاسر عرفات  دالفتح دمشر په توګه اسراییل  په رسمیت وپيژندل  او په مقابل کې  اسراییلو دالفتح خوځښت د فلسطیني ولس داستازي په توګه  په رسمیت وپيژنده .
داوسلو له تړون وړاندې  د 1992 ز په اپریل کې یاسر عرفات  له  مرګه  وژغورل شو کېسه داسې وه ،چې یاسر عرفات له خپلو دريو ملګرو سره په لیبیا کې  دالوتکې په وسیله سفر درلود ،چې ناڅاپه  الوتکه  رانسکوره شوه ، خو عرفات په  عجیبه  توګه  له مرګه وژغورل شو دعرفات ملګرو بیا کېسه کوله ،چې په الوتکه  کې په نسبي توګه خوندي ځای  وروستۍ برخه وي  دا مهال عرفات  هلته  ولیږدول شو او په کمبلو او څادرونو کې وپیچل شو ، خو له دې هر څه سره  بیا هم  عرفات  دسر په برخه کې کلک  ګوزار وخوړ ،چې  وروسته یې بیا اغیز  جوت شو او له دې پېښې یې وروسته شونډې  تل  رپیدې . په 1991 ز کې دالفتح  دریم مهم مشر صلاح خلف  ابو ایاد ترور شو  هغه مهال د تور ګوته  یو پیاوړي رادیکال فلسطیني صبري البنا ته ونیول شوه ، خو دالفتح ځینې غړي بیا وايي : د صلاح خلف ترور  دیاسر عرفات په ګټه وو .

  • یاسر عرفات  دفلسطین دواکمنۍ ادارې دمشر په توګه  
داوسلو تړون په چوکاټ کې  دفلسطین ملي واکمني جوړه دا دوروستیو خبرو اترو لپاره پیلامه وه  په 1994 ز کې یاسر عرفات  دالفتح له مشرتابه سره یو ځای هغو سیمو ته راوګرځیده ،چې د دوی په واک کې ورکړل شوې وې . عرفات په دې موده کې تړون ته ژمن پاتې شو داسراییلو پر ضد یې  له وسله والې مبارزې لاس واخیست  ،چې پایله یې  نسبي ټیکاو شو ، یاسر عرفات ، اسحق رابین ، شمعون بیرس  دسولې نوبل جایزه  تر لاسه کړه  . وروسته بیا عرفات  دټاکنو له لارې ،چې دامریکا دپخواني ولسمشر جیمي کارتر تر څارنې لاندې تر سره شوې دفلسطین دواکمنې ادارې دمشر په توګه  وټاکل شو .
په 2000 ز کې یاسر عرفات  داسراییلو له لومړي وزیر  ایهود باراک  سره  په کامب ډیويډ کې ولیدل دخبرو پرمهال ولسمشر بیل کلنټڼ دمنځګړي رول درلود  ایهود باراک او بیل کلنټن  هیله درلوده ،چې دحل او سولې وروستې تړون دې  لاسلیک شي ،چې دفلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ  کړکیچ پای ته ورسیږي ، خو عرفات  د امریکایانو او اسراییلو غوښتنه ونه منله  ځکه دحل وړاندیز شوې طرحه نیمګړې ده او دفلسطینیانو غوښتنو ته ځواب نشي ویلای  ځکه  فلسطینیانو غواړي ،چې  اسراییل باید هغې ځمکې اوختیځ بیت المقدس پخوشی کړي ،چې په 1967 ز کې یې نیولې وې دا مهال نو امریکا او اسراییلو دیاسر عرفات پر ضد خوله پرانېسته او پر نوموړي یې تور ولګاوه ،چې دخبرو دناکامۍ پړه دده پر غاړه ده .
له دې وروسته بیا دفلسطینیانو دویم پاڅون پیل شو او تل ابیب پر عرفات تور ولګاوه ،چې  همدا عرفات یې تر شا دی ځکه ده خپل ولس په نامستقیمه توګه پاڅون ته ولمساوه  عرفات به ویل : دالقدس لپاره به میلونونه شهیدان ورکړو دا مهال نو دیاسر عرفات دمحبوبیت  او ملاتړ کچه دپخوا په پرتله  ډېره راټېټه شوې وه ځکه دده ملګرو له واک او پسپنو څخه ناوړه ګټه پورته کړې وه  او دحماس ستوری په ځلیدو وځکه دوی داوسلو تړون  ونه مانه  او داسراییلو پر ضد یې وسله واله مبارزه لاپسې ګړندې کړې وه .

  • په رام الله کې دیاسر عرفات  محاصره .
له کامب ډیویډ له خبرو اترو راوروسته امریکایان او اسرایلیان پردې باور شول ، چې له یاسر عرفات سره خبرې اترې نورې بې مانا دي  پر همدې مهال  تاوتریخوال بیخي زیات شو ځو ځانمرګي بریدونه شول، چې په پایله کې یې یو شمیر اسراییلي وګړي ووژل شول سره له دې ، چې یاسر عرفات دا ډول بریدونه غندل ، خو داسراییلو لومړي وزیر ارییل شارون  ،چې له یاسر عرفات سره یې ددښمنۍ تاریخ هر چاته معلوم و دپړې ټوله ګوته  نوموړي ته نیوله  شارون پر عرفات بې باوره و  ان ،چې دلیدو کتو هر ډول وړاندیز یې ورسره  ونه مانه  ان خبره دېته ورسیده ،چې اسراییلي ځواکونو  یاسر عرفات  ته اجازه ورنه کړه ،چې له رام الله څخه ووځي  ځکه خو د 2002 ز دمارچ پر شپږویشتمه ونه شوای کولای ،چې په لبنان کې دعرب لیګ په عمومي سرمشریزه کې ونډه واخلي  ، عرفات خپله هم ډاریده ،چې بیا ورته اجازه نه ورکول کیږي ،چې بیرته رام الله ته راوګرخي  دمارچ پر نهه ویشتمه  اسراییلي ځواکونو  یاسر عرفات له خپلو 480 تنو ملګرو او ساتونکو سره  په رام الله کې را ایسار کړ  دا مهال  به  د دوی او اسراییلو ترمنځ خال خال نښته هم رامنځته کېده . عرفات په خپل دفتر کې  پر خپل دریځ ټینګ و د 2002 ز په می کې ولسمشر بوش د نوي فلسطیني مشرتابه  درامنځته کېدو غوښتنه وکړه ځکه د روان  کړکیچن وضعیت پړه یې پر عرفات واچوله  واشنګټن او تل ابیت غوښتل ،چې عرفات له واک ګوښه کړي  دا مهال دنړیوال فشار په ترڅ کې عرفات ومنله ،چې خپل ځینې صلاحیتونه خپل  لومړي وزیر محمود عباس ته ولیږدوي ، خو عباس  ډېر ژر په شا او پر ځای احمد قریع راغی .

  • دیاسر عرفات  دروغتیا خرابیدل .
د2004 ز داکتوبر پر دولسمه  دیاسر عرفات روغتیايي وضعیت مخ پر ځوړه شو د ډاکترانو دراپور له مخې دهاضمې سیستم یې په ټپه ولاړ و .نوموړې له دې وړاندې هم  له  ناروغیو سره مخ و  دالوتکې دپېښې له کبله یې جمجمه زیانمنه شوې وه ، جلدي ناروغي ورته پیدا شوې وه دخپل عمر په وروستۍ لسیزه کې یې  ښه پریمانه درملنه کوله  له  2003 ز راهسې یې ورته دمعدې دالتهاب  تکلیف ورپیښ شوې و . د2004 ز کې په پای کې دفلسطیني ولسمشر یاسر عرفات  روغتیا مخ په خرابیدو شوه لومړی دڅرخي الوتکې پر وسیله  اردن ته او له اردن بیا فرانسې ته ولیږدول شو . دا مهال دنړۍ معتبرو خبري رسنیو دیاسر عرفات انځورونه ښودل ، چې دناروغۍ له کبله  ډېر کمزورې شوې دی  وړاندې له دې ،چې خپله ومري اسراییلو او یو شمیر لویدیزو هېوادو دیاسر عرفات دمړیني خبرونه خپاره کړل ، خو نوموړی  په رسمي  توګه  دهمدې کال دنومبر پر یولسمه دفرانسې په دولتي روغتون کې ومړ  جسد یې لومړی  القاهرې ته راوړل شو او بیا له دې ځایه  رام الله  ته ، عرفات وصیت کړې و ،چې زما جسد به  په القدس کې ښخوې خو اسراییلو یې سخت مخالفت وکړ او بیا یې په رام الله کې خاورو ته وسپاره .

  • طبیعي مړینه که ترور
دیاسر عرفات دمړینې په اړه ضدونقیض  خبرې کیږي  خپله فلسطینیان او عربان پردې باور دي ، چې نوموړی  دیو ډول  کیماوي موادو پر وسیله ترور شوې دی  دا مواد یې  داغوستو په کالیو کې  ګډ شوې دي  دده ځانګړې  ډاکتر اشرف الکردي د تسمم شونتیا نه ردوي . خو اوس نوي لاسته راوړنې دا په ګوته کوي ،چې یاسر عرفات  دیوډول کیماوي موادو پر وسیله ترور شوې دی  

د الجزيرې تلویزون دنهو میاشتو زیار وروسته دا ثابته کړې ده ، چې  د فلسطين پخواني ولسمشر او د ((فتح )) د مشر ياسر عرفات د مرګ په هکله نوي ژورناليستيکې څېړنې تر سره کړي.
عرفات د 2004ز کال په ډسمبر کې ومړ او نوموړی پاريس ته د درملنې لپاره په داسې حالت کې راوړل شوی و، چې روغتيايي حالت يې ډېر خراب و او زياترو فکر کولو، چې دی به مسموم کړای شوی وي. البته هغه مهال د وينې او نورو معايناتو کې د زهرو څرک ونه لګيد.
اوس اوس الجزيرې د د لوزان په ښار کې د سويس د راډيو فزيک انستيتوت په مرسته، ځينې څېړنې کړي، چې  ښايي د ياسر عرفات د وژل کيدو ﻻمل لوړې راډيواکټيفې وړانګې يا تشعشات وي.
د ياسر عرفات نه پاتې توکي لکه خولۍ، د غاښو برس، کالي تر پلټنې ﻻندې راغلي او هلته د لوړې کچې راډيواکټف مواد موندل شوي.
د نوموړي انستيتوت کارکوونکي وايي، چې که دوی ته دا امکانات په ﻻس کې ورکړل شي، چې د ياسر عرفات د لحد خاورې او د ده  کوم هډوکي باندې هم څېړنې تر سره کړي، نو دوی به په يقيني توګه د ده د مرګ يا په بل عبارت د وژل کيدو ﻻمل په ډاګه کړي.
د عرفات کونډې د دې لپاره هڅې پيل کړي، چې دغو پلټنو ته ﻻره هواره کړي.