افغانستان چې يو كلك اسلامي او د خپل كولتور او درنو دودونو درلودونكى هېواد دى، چې تل يې د تاريخ په اوږدو كې خپل اصليت په هر ډول اړو دوړ كې په خپله اصلي بڼه ساتلى، خو دا مهال چې سيمه د بهرني كلتوري يرغل سره مخامخ ده، چې اخلاقي فساد خپل سيورى په بې ساري ډول غوړولى، دا چې زموږ د هېواد ډېرى وګړو بيا په تېره هغه شمېر تنكي ځوانان چې په دې ناتار كې ښكېل دي، چې هندي او نورو غېر اخلاقي فاحشو فلمونو په كتلو سره يې د خپل ژوندانه اصلي تګلورى پرايښى، خپل وخت د داسې فلمونو او موسيقيو په ليدو او اوريدو تېروي، چې دا د يو داسې بې وزله هېواد له پاره چې اقتصاد يې په صفر كې قرار لري او زيات شمېر هېوادوال په ډېر ناوړه اقتصادي بحران كې راګېر دي او له ستونزو ډك ژوند تېروي او له بلې خوا د وخت د غوښتنو سره سره غواړي چې خپل اولادونه يې بې تعليمه پاتې نشي، د تعليم او زده كړې په موخه يې ښوونځيو او نورو پوهنيزو علمي مركزونو ته ليږي، خو له بده مرغه زياتره ځوانان د ښوونځي په پلمه خپلې كورنۍ ته دوكه وركوي او د ځوانۍ خپل طلايي پېر بې ځايه تېروي، چې د ښوونځي پرځاى د هند او نورو بهرنيو غېر اخلاقي او فاسدو فلمونو په نندارې سره ضايع كوي.
د دا ډول ناوړه چارو پايلې د نوموړو ځوانانو راتلونكى له سترو زيانونو سره لاس او ګرېوان كوي او له بل لوري په ټولنه كې د بې حيايۍ او بې لارۍ سبب ګرځي.
كه چېرې په دې اړوند زموږ ديني عالمان، پوهان، ليكوالان او محور بيړني اقدامات ونكړي، نو خداى جل جلاله مكړه، چې خپل اصيل كلتور به مو په ډېره اسانۍ سره له مېنځه لاړ شي، خو دا مهال چې زموږه هېواد په سيمه او نړۍ كې د اسلامي جمهوريت په نوم پېژندل كيږي، خو دا چارې د اسلامي جمهوريت له شان سره سمون نه لري، خو موږ په اسلامي جمهوريت وياړو، چې د شهيدانو د وينو په بيه په هېواد كې وروسته له دوه نيمو لسيزو رامېنځته شوى، چې دا وخت اوسنى دولت په خپله اډانه كې د ارشاد حج او اوقافو وزارت هم لري، چې د داسې ناوړه اعمال او كارو نه په بې خبري سره خپل كار ته ادامه وركوي، نو نه پوهيږو چې د نوموړي وزارت چارواكي د ارشاد په معنا نه پوهيږي، كه څنګه؟. كه چېرې دا كار دوام وكړي، نو ځوان كهول به مو په بيړه سره بې لارې شي.
شېرپاؤ احمد (احمدي)
وروستي