ګيټس : قبايلي سيمې د امريکا لپاره ستر ګواښ دی


دامريکا ددفاع وزير تيره ورځ څرګنده کړه چې : متحده ايالاتو ته ترټولو ستر ترهګريز ګواښ  دپاکستان دقبايلي سيمو  څخه متوجه دی  امريکا قبايلي سيمو ته دطالبانو او القاعدې  دسترو پناه ځايونو  په سترګه  ګوري ، ګيټس  دګانګريس يويې جرګه ګۍ ته په خپلو خبرو کې وويل : که له ماپوښتۍ چې  دهيواد لپاره په عراق کې زمونږ له برياليتوب وروسته  ستر ګواښ څه  دی  ، نو زه به درته ووايم چې  هغه دپاکستان په لويديځ  دی .
ګيټس داخبرې  دافغانستان  ددفاع دوزير عبدالرحيم وردګ دخبرو پر سبا کوي  چې ويلي و  دافغاني ،پاکستاني او  نړيوالو ځواکونو په ګډون دې  دترهګرۍ پر وړاندې يو ځواک رامنځ ته شي نوموړي دغه وړانديز دامريکا ددفاع په وزارت کې دامريکايې ځواکونو دريس ارکان مايک مولن سره په خبرو کې کړی و ، چې نوموړي ددغه  وړانديز هرکلی کړی و  . وردګ وايې چې دغه وړانديز يې  پاکستاني چارواکو سره هم شريک کړی  او ولسمشر بوش  خپل پاکستاني  سيال زرداري سره  تيره ورځ په نيويارک کې  هم ددغه   وړانديز يادونه کړې  کله چې بوش  زرداري ته  دترهګرۍ پر وړاندې  دملاتړ ډاډ ورکاوه هغه  دپاکستان په خاوره کې  دامريکا  دعملياتو په اړه څه نه ويل  ، مګر هغه   غبرګونو ته يې اشاره کړې چې ددغه علمياتو په اړه  راپورته شوي بوش زرداري ته ويلي چې ستاسي خبره پرځای ده چې دپاکستان  ځمکنۍ بشپړتياته  احترام وشي  او امريکا غواړي دترهګرۍ پروړاندې ستاسي  ملا وتړي 
په همدغه موده کې پاکستاني ځواکونو   دتندروانو پر وړاندې خپلو بريدونو ته دوام ورکړی  او دپيښور په څنډو کې  د۵۰ نفرو دوژنې خبر ورکوي  په  همدې ترڅ کې دافغانستان يو بل ديپلومات  له هغه  هڅې  روغ  رمټ  خلاص شوي  چې دنوموړي  دتښتونې په موخه  تيره ورځ په پيښور کې ترسره شوه البته  دا پيښه د افغاني جنرل قونسل دتښتونې دپيښې پر سبا ترسره  شوې
بل لوري ته دميريت  هوتل  دچاودني پيښې پړه ( فدايان اسلام) ډلې چې   ځانونه افغانان ګڼي  پرغاړه اخستې  امنيتي سرچينې وايې چې سيمه ييزو همکارانو يې داسې  ټيليفوني خبرې اوريدلي چې  دالقاعدې دغړو پورې اړه يې  لرله  او د دغه چاودنې دڅرګنوالي په اړه يې خبرې کولې  مګر همدغه سرچينې بيا په دغه پيښه  کې دالقاعدې  دلاس درلودلو په اړه شواهد نه وړاندې کوي مګر پاکستاني مطبوعات بيا اټکل کوي چې دغه بريد به  داسلامي جهاد دحرکت سيمه ييزې ډلې  چې القاعدې سره اړيکې لري او مشري  يې  قاري يوسف الله اختر کوي  ترسره کړی وي دوي  دغه بريد ددغه ډلې نورو بريدونو سره پرتله کوي بيا وايې چې ورته بريدونه هم دغه ډله ترسره کوي .