بی خونده خبری(۶۷): لين د ګوړې!!!

جون۲۰۱۲،۲۷
څه موده وړاندې تور استاد په سکایپ کی را باندې غږ کړ چې رنجبر یی ونیوه! ما ویل ولې؟ ده ویل لاین د ګوړې دی! ګوړې ته به د چا پلار هم ټینګ نه شي. که ایمان خوږ دی خو ګوړه هم ځان ته څه وایي! زه هم ګوړې ته د ټینګې نه یم! خو دومره هم نه یم څومره چی رهین مخدوم دی! او یا هم معین صاب مسلکي!!!
کَل په لاره تیریده له کوم کوره به طوطي ورباندې غږ کاوه چې او کلِ ټکلو، بی موی،...بله ورځ کَل د طوطي مالک ته شکایت وکړ. طوطي ته یې مالک وویل چې لکۍ در څخه باسم، وزرونه مې خو هسې هم در باندې ویستلې دي ځان سړی کړه!
د خدای(ج) کړه وو؛ د کل تیریده وو. کل بیا په لار وو او طوطي په مورچه کې ناست! د کل زړه هم رپیده او د طوطي ژبه هم تخڼیده. نور چې طوطي ځان نشو کنټرولولې نو په اسان بهاشا می کها: دیګر خودت میفامی!
روهی وال چی نوم لرې کوي نو زه به هم د طوطي په څير معین مسلکي و تخنیکي لیکم!
افغانستان کې روانه دیموکراسي لس کلنه شوې چی ورسره هرڅه لس کلن شویدي:
فساد، له ښځو سره لاین جوړونه، تجربې، جنګونه، دعوې!!! دیموکراسي خپلې لس کلنې لاسته راوړنې لري. یو له دې یی ښځو ته پوره او بشپړه ازادي ورکول دي خویوازې د کابل او ښارونو هغو ته!
بس سړی به څه وایي، ویلې یی هم نه شې!!! شرِ خیزد که خیر ما باشد! موږ هم له دې ازادۍ څه نا څه خوند واخیست! کله، کله خو له موټره ورپسې سر وباسو که نور څه نشو کولای!!!
ګیله هم نه ده په کار! دری شیان د غم او مرګ سبب ګرځي: زر،زن او زمین!!! په پښتنو کی خو په دې دریواړو پوره مرګونه کیږي!!!
رنجبر صیب باندې به موشت نمونه یی خروار وغږیږو! خو د رنجبر ستونزه فردی نه ده! دا یوه ملی، هېوادنۍ او یا هم ویلای شو ، چې نړیواله هغه ده! 
د اسراییلو هغه ولسمشر څه نومیده، له خپلې سکرترې سره تور شوی وو؛ موده وړاندې ستراس کان نشنلیست چی د فرانسی ولسمشریزو ټولټاکنو لپاره کاندید وو، تورشوی وو چی ګوړه یی خوړلې ده. برلسکوني خو ګوړی خوړلو لپاره ځانله مکان، قیام او طعام بندوبست کړی وو! 



کلنټن هم په ګوړې چک لګولی وو. خو خلک خپه پردې نه وو چی ولې یې مونیکا څټلې بلکې په دی وو چی ولسمشر ګوړه نشي خوړلی او یا کیدای شي دا وو چی باید نوې بوجۍ یی نه وای سوری کړې بل درواغ یې ویلي دي ! 


په ZAB باندې هم ورته تورونه وو. نصرت بهټو څخه وړاندې او وروسته یی بلا د ګوړی لینونه درلودل! وایی چی کومه ورځ بهټو له خپل سیکس منجمنټ انډیویجول (د جنسی اړیکو مدیر) په مشوره چیری بنډار ته تللې وو خو سهار د وخته ورته ګارډ ځان نه وو رسولې او سړی لکه چې پیاده را روان شوې و؛ خو ګزمه په مخه ورغلې وه؛ ګزمې سړی درولې وو؛ خو ذوالفقار علی بهټو(ZAB) ورته په لعنت شوی وو؛ ګورې نه چې زه د څه شي شعار ورکوم؟ کور، کالي، ډوډی!!! زه باید د خلفاوو غوندی د شپی وګرځم معلوم کړم چی څوک نهار دي؟ څوک په ستونزو کې ګویا دامیرالمومنین اکټ یې کاوه !!!
خبر نه وو چی امیر المسلمین په خپله اړ وو!!! د کراچۍ په میټروپولیټن هوټل کی خو یو وار، نږدې وو چی یو کرنل هغه مهال یې ، چې د ZAB له هوټل څخه د جونو اوازونه، شور، هاهاهاهاهاهاهاهاه هوی او نور هغه.... یی اوریدل—پری ډزی وکړي او ZAB له منځه ویسي!
په ZAB باندی نور د ترخو اوبو د څکلو تورونه هم وو چی د ټولټاکنو پرمهال به یی رقیبانو دده په دی کمزورۍ مالګه دوړوله او...
یو واری خو په 1972ز کې، خو ده د خپلو اخلاقیاتو په اړه شکونو ته په دی ټکو ځواب ورکړ:\"جیس کو شک هی آ کر دیک لی، مین دیکا دون ګا مین کتنا مسلمان هو!!!\"
خبری اوږدې دي خو قطع نکنید؛ هغه مهال چی یحیی صیب په واک کې وو نو دوو ښځو خو په یحیی پوره برلاسي درلوده: رانی او ملکه ترنم!!! رانی ته یې جنرال رانی ویل؛ که چا به غوښتل چی په یحيی کوم کار ترسره کړي نو باید رانی او یا هم ملکې ته یی لاس رسی موندلی وای.
اخلاقي فساد چی زیات شي بیا نو سړی په خپلی خور او لور هم صرفه نه کوي. کابل کی هم یو مهال دا څیز موډ وو؛ اوس هم کله، کله پیښیږي چی یو هلک دې له خپلې خور سره روان وي او داسی اکت دې کوي چی ګرل فرینډ یی ده!!! جنرال ایوب چی ښځه یی کورنی وه نه زراعتي نو مجبور وو چی په زیاترو غونډو او بهرنیو سفرونو کی خپله لور نسیم له ځانه سره ملګرې کړي.
د ګوړې خوراک ډیر ښه نه دی! شکر زیاتوي او بیا ځینی وخت که شربت ډېر خوږ وي د سړي لپاره د سردرد لامل وګرځي
د ګوړې شربت ته اړتیا اوس مهال ډیره پیښیږي!!! ازادي رادیو خو حتی د ګوړی اچار هم لري چی نه مو دي ازمویلي که دغه روژه کې مو د ازمویلو چانس وموند نو علم کی به مو اضافه وشي.
ګوړې شربت خورې خو مچانو ته په کې ګورې! کنه بیا به د رنجبر صیب په مرض اخته شې!
رنجبر صیب د ښکلي ژورنالست په قول په کابل کی زیږیدلې! له المان څخه یی په سیاست کې دوکتورا راوړې ده ! د کمونست نجیب مشاور پاتې شوې؛ په پښتو کم غږیږي! کټر پرچمی دی! ښه ژوند یی تیر کړیدی. ځکه ځوان هم پاتی دی!
دی پرون د شوروي کبیر ناوی وه او نن د امریکایی کبیر! ښاري دی، دا عزت او معاملې ورته دومره ارزښت نه لري! او پوخ ثبوت یی په اړه دا دی چی پرچمې دی! پرچمیانو ته معاملات هیڅکله معاملات نه وو!!! دوی دغه شیان اړتیاوی بللی.
رنجبر صیب کومه ښځه په المان کی لري د ښکلی ژورنالیست په قول! او پریښې یې ده ، چې له خپلې ازادۍ ګټه پورته کړي. له دی کډی کومه لور هم لري. ښکلی ژورنالیست وایی چی رنجبر دغه رنجونه په هغه فارم کی چی په ګلباغ کی یی لري رژوي.
بی بی حاجي یی کومه شاعره ده چی له نوم څخه یی اوس تیریږو. دغه ژورنالیسته ورته د ښکلي ژورنالیست په قول د ګوړې شربت برابروي.
شاعره یی ماما او ډاکټر یی خورځه بولي! چی ورور یی نه کړی نو.... خو له دې شاعرې سره وروسته د ماما لانجه راځي او خبره خرابیږي. مخکی له دې، چې کېس محکمی ته لاړ شي، په نومری ځمکی یې ناز وي!
دغه نجلۍ چی اوس یې ورسره لانجه راغلې سپوږمۍ نومیږي! به روایت ښکلی ژورنالیست! د تره خیلو ده او په 2008ز کی له کوره تښتیدلی ده! په امن خونه کې چې اونۍ وړاندې د عدلیي وزیر د فحشا کورونه وبلل فنا اخیستی ده. دلته نو رنجبر ورپسی خپله جنرال رانی یعنی هغه شاعره لیږلې او نجلۍ له رنجبر سره جوړه شوې ده ! رنجبر ورسره هګۍ جنګولې ، چې پایله یې زوی شو! له ځوی راوړو وروسته څنګه چی سیکلاجیکلي د میړه او ښځی مینه کمیږي په ده هم دا کانه شوی! مینه یی کمه شویده! خو نجلۍ ورته ویلي چې د ځوی حق می راکړه! کنه نو...
خبره تر څارنوالی رسیږي و دیګر شما میفهمین!!!
دا خو یی یوه نمونه وه! هغه هم په ملي کچه !!!
په دی وچکالۍ او په دې ګرمۍ کې به څوک د ګوړی شربت نه خوري!!! د مولا پلار هم ورته نشي ټینګیدای ځکه چې موږ خو په دې معامله کی عقیدوي خلک نه یو!!
له لیکوال، شاعر او سیاستوال نیولی تر ما او تا پوری ټول په دی اوبا اخته یو او یا به شو!!!
ځینی داسی معززین پيژنم چی ځانونه د لارو مشران بولي خو له شربت غوړپ کوي!!! که اړتیا می ولیدله او مشارکت ملی مطرح نه وو نو په دوی به هم بحث وکړم!
 د پوهنتون استاد موده پخوا چی 2006 و که څه وخت وو را نه هیر دي خو هغه ویډیو می لیدلی وه چی له خپلی شاګردې سره یې دګوړې شربت نوش جان کړی وو!!! بیا وروسته د طلوع ځوانانو د ګوړی وډیوګانی بازار ته عرضه شولی!!!
د ډاکټر عبدالله معامله له مریم نجفی سره هم د ګوړی لاین وو چی ولسمشر هم پری خبر شو! مارشال صاب سره هم شریک شو!! خو خبره اخو دیخوا شوه! درک یی ونه لګید چی نجلۍ په څومره پیسو او څو جریبه ځمکی راضی شوله!!! کنه صالح خو ورته ناست وو چی ورکه یی کړي!!!
دلته د رسنیو په مرکز کی هم کس شته! راتلونکی اونی چی د رسنیو مرکز له منځه ځي نو خبره به پری وکړو ځکه چی هر نقطه جایی و هر سخن مکانی او که سرچپه یی دی لري!!!
یو بل شین سترګی که د مولانا اجازه وي، موده وړاندی لکه په امریکی کی د ګوړې د ایراني شربت ګیلاس قرار د شنیده ها پورته کړی وو!!! خبره بیا رسوا شوه او سړي ځان تر اوسه غلې نیولې دې .
د لته د غه د سنا د شکایتونو د اوریدلو د کمیسون والا هغه زابلی چغی وهي چی د مهاجرینو وزیر ګوړه له ځان سره ساتي!!! ښه یی نازوي!!! که اړتیا یی شوه نو شربت یی خوري!
دغه د وزیر ګوړه ما هم لیدلی! ښه خوږه ګوړه ده! له ماسره هم څه موده په یو ځای کی پاتې شوی!!! بیا په نړیوال چکر ووته او ترې محروم شوو!!! ډاکټره وه!!!
د ګوړو خوړل په څو ځایونو کی ډیر ښه کیږي یو په تلویزونونو، بل په پوهنتونونو! دریم یې ستاسو دفترونه دي!!!
هغه د کابل په دوکانونو کې پس خانی ډیرې مشهورې دي!!! هلته یی هم دغه کابلیان خوري!!! پس خانه!!!
کله چی ماشوم ډیره ګوړه خوري، شکولات له الماری وهي نو ډاکټران وایي چی ماشومان ورته اړتیا لري خو اوس چی لویان ګوړه خوري نو حتماَ به ورته اړتیا لري نو ځکه!!!
په اخر کی پښتنو ته یو پيغام لرم: د ګوړې د شربت او یا هم پخپله د ګوړې د خوراک هڅه مه کوې ځکه چې تاسو تجربه در این عرصه کم است! دغه کارونه   نورو ته پریږدی! تاسو بس پټهان جانی او رمضان جانی باندی عمل کوئ ځکه دغه لمونځونه او پلارني خویونه په تاسو پسی ښه نه ځي!!! 
! leekwal@yahoo.com