
له متمدنه سړی سره نه ښايي ،چې له ښځی دعمر پوښتنه وکړي .
مېرمن ته دې وخانده بیا ستا په اشاره کار کوي .
د ښځو دوه ډوله سړي نه خوښيږي : بخيل او ډارن .
دښځو په اړه بختور هغه دی ، چې له همدوې د بې پروايې وس ولري .
کله که يوه ځوان درته له یوې ښځی سر ټکاوه پوه شه ،چې زړه یې دهغې په لاس کې دی .
که د سړی ښکلا ځينې ښځې راجلبولې ، نو ډېرې ښځې بیا د سړی د زړورتیا په اړه بحث کوي نه د ښکلا .
که کومې ښځې سړی ته په لار کې وخندل ورپسې ځغلي او که کوم سړی په لار کې ښځې ته وخندل نو دا به هيله منده وي ،چې ورپسې راشي .
که سړی په مينه کې ناکام شو ، بیا دا هيله لري ،چې ټول عمر جره وګرځي اوکه ښځه په مينه کې ناکامه شوه سمدلاسه د واده په سوچ کې شي .
که سړی تيروته پېښمانه کېږي اوکه ښځه تیروته بیا وايي : بښنه غواړم .
کله که دې سړی وليده ،چې خپلې ميرمن ته یې دموټر دروازه پرانېسته ، نو پوه شه ، چې له دوی دواړو يو نوی دې .
که کوم سړی دښځې په خاطر ملګری له لاسه ورکړ ، دابیا ښځه اوملګری دواړه له لاسه ورکوي .
که غواړې ،چې د ښځو په برخه کې طالعمن اوسئ نوله ښځی سره داسې ټوکه کوه لکه له ماشوم سره او له ماشوم سره بیا داسې ټوکه کوه لکه له ښځی سره .
که دسړی ښځه خوښه شوه دخپلې مینې له جامه به یې خړوبه کړي او که دښځې بیا سړی خوښ شو نو خپلو شونډو ته به يې تږی کړي .
که کله سړی هغه ښځه له لاسه ورکړه ،چې دده خوښه وه دانو بیاناشونې ده ،چې بله په اسانۍ ومومي .
کله چې سړی مين شي سترګې یې لس شي او که ښځه مينه شوه زر ژبې به ومومي .
سړی دخبرو پر مهال هڅه کوي ،چې منطقي اوسي او ښځه بیا کوښښ کوي ،چې زړه راښکونکې وي .
که سړي دې وپيژندل بيا ښځې وڅيړه .
تر ټولو ناوړه سړی هغه دی ،چې پر خپله مېرمن بې باوره وي ،ځکه دا ځان سپکوي خو پرې پوهيږي نه .
په نړۍ کې بختور سړی هغه دی ،چې لومړی د ښځی زړه تر لاسه کړي .
باور لرم ، چې سړي له ښځو لږ درواغ وايي ، خو دمينې ، راز او نیاز وخت له دې څخه مستثنی دی .
ناپوهه سړی هغه دی ، چې له هغې ښځی سره مینه کوي ،چې دایې نه خوښيږي .
اکثره سړي دخيال نيمګړتيا لري ، ځکه خو ماډليستان دغه تشه ډکوي .
دسړيو ستره نيمګړتیاداده ،چې خپل ځان دهغې ښځی په څير نه ګوري ،چې پر همده حکم کوي
اکثره ښځې دسړی له چوپتیا او سړي بیا دښځو له خبرو ډاريږي .
ملکيت دسړي په نسبت پای او د ښځی په نسبت پيل دی .
مينه دسړی منی اود ښځی پسرلی دی .
مينه له ښځی اجازه غواړي بيا یې زړه ته ننوځي ،خو دسړی زړه ته په تلوار ور ننوځي .
سړي هر وخت مینه کوي خو لږه وي ، ښځې بیا ډېره مينه کوي ،خوکله کله .
سړي وايي : علم ځواک دی ښځې وايي ښکلا واکمنۍ ده .
ښځې سړي پيژني ،خو ښځې بيا يوازې ښځې پيژني .
داسړي دي ،چې ښځې اړ باسي ،چې له سړیو سره مینه نه کوي .
سړی په خپله مینه کې دا غواړي ، چې پوه شي ښځه څه کوي ؟ خو ښځه بیا داغواړي ،چې هر څه له یاده وباسي ، چې ښځه يې ترسره کوي .
هغه سړی ،چې د ښځو پر تيروتنو سترګې نه شي پټولای د دوی له ځانګړتیاوو خوند هم نه شي اخېستې .
ډېر پوه سړی هغه دی ،چې داسې يو څه ومومي ،چې له ښځو ډېر زړه راښکونکې وي .
سړی کله ناکله سړی وي ، خو ښځه هر وخت ښځه وي .
هغه سړی ،چې په خپل ځان کې پياوړې نقطې نه پيژني دا دهغې ښځې لپاره اسانه ښکار دی ،چې په سړی کې د کمزورتیا نښې نه پيژني .
د سړی رڼا ضمير دی او دښځی ستوری هیله ده ، د رڼا دنده لارښوونه ده او د هیلې ژغورنه .
له هغه سړی ،چې سړي ډاريږي دښځو خوښيږي .
سړی دونې د ډډ ، څانګو او پاڼو په څير دی ،خوښځه بیا دونې ميوه ده .
سړی دپړانګ پر وړاندې ودريدای شي ، خود ښځې پر وړاندې نه .
سړی له هغې ښځی سره لېوالتیا لري ، چې دځان درناوې کوي اودطبيعت او تکلف تر منځ توپيرکولای شي .
سړی د نثري ټوټو او ښځه د قصيدو او ښکلو شعرونو په څير ده ، پيغلې د قلمونو د نوکو په څير ده
سړی لومړی فکر کوي بیا پريکړه ،خو ښځه لومړی پريکړه کوي بیا فکر .
سړی خپل خيانت دموسکا تر شا او ښځه یې بیا دخپلو اوښکو تر شا پټوي .
سړی د ښځی دموسکا او اوښکو تر منځ ټال دی .
پياوړې سړی هغه دی ،چې ښځه یې له امر پرته په واک کې وي .
سړی په ښځه کې ناوړه ځانګړنې هغه مهال پيژني ،چې کله واده ورسره وکړي .
داحقیقت دی ،چې سړي ستر کارونه کوي ،خو دا حقیقت مو تل له یاده ايستلې ،چې ښځې ستر سړي جوړوي .