ډاکتر محمد مرسي

شېبه وړاندې  په مصر کې  ډتاکنو کمیسون اعلان کړه ،چې دازادۍ او عدالت ګوند مشر ډاکتر محمد مرسي  دمصر دولسمشر په توګه  51,73 رایې ترلاسه کړې دي  . تر پرونه هیچا دا باور نه کاوه ،چې هغه ډله دې واک ته ورسیږي ،چې پوره اتیا کاله یې نږدې هر غړي او مشر دمصر مختلف زندانونه لیدلي دي او که مبالغه یې  ونه ګڼي نو په عربي نړۍ کې دزنداني  ادبیاتو په برخه کې دهمدې ډلې  اړونده شاعرانو او کېسه لیکوالو پنځونې کړې دي  ،چې تر ټولو مشهور اثر یې دزینب الغزالي  د ( رحلة الی الله ) نومیږي .
نن ،چې دا ډله واک ته ورسیده  تر شا ستر لامل يې خپل پروګرام  ته ژمنتيا ده،چې زما په ګډون یې ډیر مخالف دي. زندان او سختيويې پر هوډ کوم اغیز ونه کړ  دا دهغو غړو دقربانۍ پایله ده ،چې نن د محمد مرسي په څیر نومورکی  کسان دیوپروګرام له مخې ولسمشر کیږي . خو زموږ په هېواد کې بیا خبره سرچپه ده دلته به کشران قرباني ورکوي ،چې مشران واک ته ورسیږي او بس .

'محمد مرسی' رییس جمهوری مصر شد
  له زندانه تر ولسمشرۍ
د2011 تر مارچ پورې  ډیرو  ډاکتر محمد مرسي نه پيژنده ، خبریالانو او شنونکو ایله دومره پيژنده ،چې محمد مرسي داخوان المسلمین دګوند او دلارښودې شورا ( مکتب الارشاد ) غړی دی او استخباراتي ا و امنیتي چارواکو دومره پيژنده ،چې محمد مرسي دهغه تنظیم غړی ،چې  دواکمن نظام او ملي امنیت ته ګواښ دی . دحسنی مبارک له راپرزیدو راوروسته  دا لومړی ولسمشر دی ، چې دټاکنو له لارې  هغې ماڼۍ ته ورننوځي ،چې دده پخواني  دښمن په کې پوره دېرش کاله استوګن و .
 احتياطي نوماند :
د2011 ز په مارچ کې ډاکتر محمد مرسي  داخوان المسلمین دسیاسي څانګې یا ګوند دمشر په توګه رازرغون شو وروسته یې بیا د2012 ز په اپریل کې د ولسمشرۍ دټاکنو لپاره  هغه مهال داحتیاطي نوماند په توګه اعلان شو کله ،چې  داخوان المسلمین  دمشر محمد بدیع دلومړي مرستيال خيرت الشاطر پر وړاندې محکمې خنډونه راپورته کړل او دنوموړي نوماندي يې ناقانونه اعلان کړه . او داخوان المسلمين ټول اټکلونه او پروګرامونه يې شنډ کړل هغه مهال مصريانو او شنونکو دواړو محمد مرسي ته  په ډېره ټېټه وليدل او نوموړي ته يې دشټپنۍ نوم ورکړ ، خو له مرسي سره بخت ياري وکړه دټاکنو په لومړي پړاو کې یې خپل ځان ثابت کړ او نږدې شپږ ميلونه رايې  ترلاسه کړې او په دويم پړاو کې داحمد شفیق سيال شو .


د محمد مرسي ژوندليک
محمد مرسي د 1951 ز په اګسټ کې دمصر په  الشرقيه  ولايت کې  زيږيدلی دالقاهرې پوهنتون څخه  په  1975 ز کې په لوړو نومرو ( ډېر عالي لقب ) فارغ شوی، دفلزاتو په برخه کې یې له همدې پوهنتون څخه ماستري هم تر لاسه کړې ده او بيا د نورو  لوړو زده کړو لپاره  جنوبي کالیفورنيا ته تللی دی او په 1982 ز کې فارغ شوې دی  . د1982-1985 ز تر منځ یې  دالقاهرې پوهنتون دانجینرۍ ، دجنوبي کاليفورنيا او دجنوبي کاليفورنيا دنورت رډج پوهنتون کې  استادي کړې ده پردې سربېره یې  په همدې موده کې دامريکا په  ناسا اژانس کې دنده ترسره کړې ده  ديادونې ده ،چې دامريکا دناسا اژانس دهوايي بیړۍ دماشین  په برخه کې یې هم کار کړی دی . محمد مرسي له 1985 – 2010 پورې  دالزقازيق پوهنتون دانجینرۍ پوهنځي رييس و، همدرانګه نوموړي د 2000 -2005  ز پر مهال  دپارلمان  انتخابي غړی و او په پارلمان کې داخوان المسلمین دغړو وياند هم و دوکالت پر مهال یې دغوره وکيل لقب هم ګټلی دی .
محمد مرسي د اخوان المسلمین  له  مشرانو څخه شميرل کیږي نوموړې دحسني مبارک دواکمنۍ پر مهال څو ځل بندي شوی هم دی کله ،چې دولسي پاڅون پرمهال  زندانيان راخلاص شو نوموړی هم په دې ډله کې و . محمد مرسي په 1977 ز کې له فکري اړخه اخوان المسلمین ته  نږدې و او په  1979 ز کې یې په رسمي توګه  دهمدې ګوند غړيتوب تر لاسه کړی دی او له  1992 ز نیولې تر اوسه  داخوان المسلمین دګوند دسياسي بيرو يا څانګې غړی دی .
BBC  دمحمد مرسي په اړه کاږي : نوموړې  په الشرقيه ولايت کې  دیو بزګر کره زیږیدلې دی  او مور یې دکور کارونه کول  په 1989 ز کې یې واده کړی دی  مېرمن یې  له زده کړو پاتې شوې ده ، خو داخوان المسلمین دښځو دڅانګې  په برخه کې یې کار کړی دی ، مرسي پنځه اولاده لري ،چې دوه یې په امريکا کې زیږیدلي دي او امريکايي تابعيت لري ، په امريکا کې داستوګنې پرمهال  محمد مرسي ته دامريکايي تابعيت اخستلو وړاندیز شوی و خو نوموړي رد کړ. داخوان المسلمین  لارښودې شورا محمد مرسي د 2011 ز داپریل پر30 مه نېټه مکلف کړ ،چې دعصام العريان او محمد سعد الکتاتنی په  مرستيالۍ سياسي ګوند جوړ کړي .
پرمحمد مرسي نیوکې :
په مصر کې دمحمد مرسي سياسي مخالفین او لیبرال  شنونکي نیوکه کوي ،چې نوموړې داخوان دالمسلمین غړی دی دا دیوې ډلې کاندید و نه  دپاڅون  ددې اندېښنه شته ،چې  داخوان المسلمین مشر به  واکمن وي نه محمد مرسي او هېواد به  دايران په څېر اداره کیږي ، خو خپله محمد مرسي په خپلو ویناوو کې ویلي دي، چې زه به د ټولو مصريانو ولسمشر یم ، او داخوان المسلمین مشر به دنورو مصريانو په څير یو عادي هېوادوال وي او ټول هغه قوانین ،چې پر نورو پلي کیږي پرده به پلي شي .
په مصر کې دلنډمهاله حکومت  مشر کمال الجنزوري  به دهمدې مياشتې پر دېرشمه  نېټه  نظامي شورا ته خپله استعفا وړاندې کړي  . دحکومت جوړول ، دلومړي وزير ټاکل ، له اسراییلو ، له عربي پاڅون او نورو ډيرو ستونزو او مسایلو چلند به  دمحمدمرسي ټاکنه  تر خپل سیوري لاندې راولي اوس به څرګنده شي ،چې نوموړې څه کوي ؟؟