په قاهره کې د دويم رمسيس معبد موندل شوى

د مصري فرعون دويم رمسيس د مجسمې ځينې برخې او د ده معبد د مصر د پلازمېنې قاهرې په زړۀ کې د يوه بې سارې پلټنې په پاى کې موندل شوى دى .
د مصر د (الشرق الاوسط) خبري رسنۍ ويلي چې دغه پلټنه د قاهرې په ختيځ عين شمس سيمه کې شوې ده .
دغې رسنۍ ويلي چې د مصر د لرغونپوهانو يوې څېړنيزې ډلې د معبد د ننه يوه قبر موندلې، چې په لومړي سر کې په غالب گومان دا ويل شوي وو، چې د فرعونيانو د ٢٦ کورنۍ له پېر سره تړاو لري .
همدارنگه دغې ډلې د جيري له تيږو د يوې فرعوني مجسمې ځينې برخې د ځمکې په زړۀ کې موندلي دي .
په ٢٠٠٦ کال کې د رمسيس ١٠٠ ټنه او ١١ متره اوږده مجسمه له پلازمېنې څخه خپل اصلي ځاى او د مصر اهرامونو ته څېرمه لېږدول شوى و .
د مصر دويم رمسيس د ١٢٣٧ او ١٣٠٤   کلونو ترمنځ پر مصر واکمني کړې ده . چې د شنونکو په گومان دۀ نوي کالۀ ژوند درلود .
په عربي هېوادونو، په ځانگړي ډول په مصر کې ډېرى لرغوني توکي لاهم تر ځمکې لاندې د خلکو له سترگو پټ دي، او ځينې لرغونپوهان دا هم وايي چې په مصر کې يو پوره لرغونى ښارگوټى تر ځمکې لاندې او چاته يې په اړه معلومات نشته . څه موده وړاندې هم د سوريې او سويس د لرغونپېژندونکې يوې گډې ډلې په کيندنو کې داسې څه موندلي وو، چې دوى يې د اوس تر ټولو لرغوني او پخواني پاتې شوني يادوي .
په پلټنو کې معلومه شوې، چې پېژندلى شوى لرغونى څيز د اوښ د ژامې هډوکى او لرغونتوب يې پوره يو ميليون کاله ښودل شوى دى .
د لرغونپوهانو ډلې دا ژامه د دمشق په شمال ختيځ د پاميارا سيمه کې موندلې ده . دا موندل شوى حيوان سل زره کاله پخوانى و، دا هډونه د نن وخت د اوښ دوه برابره ښودل شوي .