غزل

  داغ مـــې د زړګــــــــوټي شوې غــاټول دې کړم پټ مــــــې شوې په پاڼو کې را ټــــــول دې کړم خــــــــيال مـــــــې تاووي غيږه لـــــــــه ستورونه شپون مې شوې دسپينو وريو شپول دې کړم ډيـــــــــر يمه خــــــوددار خو ســـتا د ناز ملنګ سوال دې کړمه ښکليو ته کــــچکول دې کـړم مست دې کړم ،درود دې کړم، سرود دې کړم عشقه زه ګـــــــونګی وم غــــــــــزل بول دې کړم غـــــــــــــر د مـــــــــــــرغلرو يــــــــم در جار به شم ښکليه کــــه په ښکلې اوښکه تـــــول دې کړم