زه او زما ستوري

ډېر وخت به مې سترګې د اسمان په ستورو کې پاتې وې . په دې خو زه نه پوهېدم ، چې په هغو لرې پرتو ستورو کې ما څه لټول ،خو داسې يو څه يې په ننداره کې پټ و ، چې ما به يې د ليدو لپاره شېبې ګڼلې . دا به څوک بيان کړي ، چې بلبل ولې پر ګل شيدا دی ؟ بلبل ته خو خالق تعالی د الوتلو وزر ورکړي ، نو ولې د خپل ژوند خوږې شېبې د ګل تر څنګ تېروي اود اغزو ستم پر ځان مني ؟ دا به څوک ووايي ، چې پتنګ ولې پر  شمع څرخي او  په ډېر طواف يې ځان ستي کوي ؟ د دې توپير به څوک وکړي ، چې د ګل پر مخ دا ځلېدونکی څاڅکی ، چې په ليدو يې ډېرې پوښتنې را پيدا کيږي ، پرښه ده که د سحرد بېلتانه  اوښکه ؟ اوله ګل سره د  څاڅکي تړاو څه دی ،  له کومه راغی  او څنګه د ګل پر پاڼه استوګن شو ؟ زما او د ستورو تر منځ هم داسې يو تړون و ، لکه د ګل او بلبل ، د شمعې او پتنګ ، د پرښې او پاڼې ، چې په يو بل کې سره نغښتي ، په يو بل کې سره ورک او پر يو بل سره ښايسته دي . هسې خو د سترګو له نظره دوی ډېر لرې وو ، دومره لرې چې د خيال پر وزرونو هم رسېدل ورته  ګران و ، خو مادوی ځانته ډېر نږدې ګڼل ، دومره نږدې لکه په ګل کې رنګ ، په سترګو کې نظر ، په زړه کې مينه او په مينه کې ښکلا . ما خو ستوري لکه ګلان ليدلي وو او د دوی ځلا مې د رنګ په څېر پېژندلې وه ، خو عجيبه دا ده چې نن د زړه په بڼ کې د رنګ تر څنګ يې  خوشبويي هم احساسوم  او د روح په ژوره چوپتيا کې يې د وينې په څېر په خپلو رګونو کې د رڼا بهېدل هم  اورم . زما نظر د ستورو پر مخ همداسې نښتی ، خو کله چې يوه نرۍ وريځ مې د پلو په شان د سترګو پر نظر خوره شي  ، نو بيا په پټه خوله  له هر ډول هڅې پرته د وريځو تور حجاب څارم ، خو د خپل روح په ژورو او د خيالونو پر وزرو د خپل زړه تياره ماښامونه د همدې ستورو په څراغو تل  روښانه ساتم .