په کابل او اسلام اباد کې د بريتانيا سفيرانو ګډ ويډيو کانفرانس ورکړ

په اسلام آباد کي د بریتانیا سفېر د افغانستان په سولې او ثبات کي د پاکستان په ونډې ټینګار وکړ. آډم تامس (Adam Thomson) چي د سه شنبې په ورځ یې په کابل کي د بریتانیا له سفېر ریچارد سټاګ (Richard Stagg) سره په یوه ګډ ویدیویي کنفرانس کي خبرې کولې، په افغانستان کي د سولې په ټینګښت کي یي د پاکستان پر همکارۍ ټینګار وکړ.
پدي کنفرنس کي ریچارد سټاګ، په سیمه کي د باور نه شتون د دستونزو یو لامل وباله. ده زیاته کړه، د افغانستان او هند دوستۍ،  پاکستان اندیښمن کړی او دا اندیښنه باید لري شي.