جی اته هېوادونه نن سره غونډه لري

جې اته هېوادونه نن په کمپ ډيويډ کې سره د غونډه لري چې د افغانستان د ستونزې سربېره به د اروپا په اقتصادي ستونزو او د نړيوالو مسايلو  بحث وکړي . پدې غونډه کې د امريکاد  اولسمشر بارک اوباما او د کاناډا د صدراعظم سټيفن هارپر  سربېره لندن، فرانسه، جرمني، ايتاليا، جاپان او د اروپايي ټولنې دوه لوړپوړي چارواکي ګډون لري.  د غوندي اصلي ټکې به د افغانستان مسله وي او په اخر کې به د ايران، سوريی او شمالي کوريا مسايل هم وڅېړل شي او همدراز د ښځو د حقوقو په اړه به هم سره بحث وشي.