د ويکې ليکس مشر په اکوادور کې سياسي وغوښته

د اکوادور د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د ويکي ليکس مشر جوليان اسانج په اکوادور کې سياسي پناه غوښتې ده، د اکوادو د بهرنيو چارو وزير ريکاردو پاتينو وايي چې دوی د اسانج د سياسي پناه په اړه څېړني کوي چې سياسي پناه ورکړي.جوليان اسانج اوس په لندن کې په اړستون يا بندي خانه کې بندي دي چې تر څو سويډن ته وسپارل شي، په نوموړي باندې په سويډن کې د ښځو سره د د زبر زنا شپږ تورونه دي  خو لا تر اوسه پورې جوليان اسانج د هيڅ يو جرم په اړ ندې محکوم شوی.د سويډن حکومت وايي چې دوی به د دغه تورونو په اړه د جوليان اسانج څخه پوښتنې ګروېګنې وکړي . بی بي سي د جون په ۱۴ امه راپور ورکړ چې د برېتانيا سترې محکمې د اسانج هغه غوښتنه رد کړه چې پکې ويل شوي وو چې نوموړې دې د سويډن دولت ته نه سپارل کيږي. د بريتانيا حکومت پرېکړه کړې ده چې جوليان به د جون په ۲۸ امه نېټه سويډن وسپاري. بي بي سي په خپل راپور کې زیاته کړې وه چې جوليان ويره لري چې سويډن ته سپارل  امريکا ته د سپارولو يو پل دي او د سويډن حکومت به نوموړې امريکا ته وسپاري. بل خوا راپورونه وايي چې د جوليان لپاره اخري طمعه داده چې نوموړې خپل دوسيه د اروپاد بشري حقونو ادارې ته وړاندې کړي چې د جوليان وکيل وايي چې دا به دا کار وکړي او بل اړخ ته د سويډن چارواکي وايي چې د اروپا د بشري حقونو کميسون کولای شي په سويډن کې د جوليان له محکمې څخه ليدنه وکړي تر څو د جوليان هغه ويره لري شي چې دده په اړه به سويډن غيرې بشري کړنه تر سره کړي او يا به يې امريکا ته وسپاري.