د بشريت، اسلاميت او افغانيت دښمنانو يو ځل بيا خپل خونکار لاسونه د يو بې ګناه افغان ژورنالست په وينو سره کړل. او دا يې ثابته کړله چې دوى د انساني عظمت څخه بېخي منکر، د اسلامي قدرونو څخه بېخي بې لارې او د افغاني غېرت او ورورولۍ څخه بېخي ليرې هغه ځنګلي او وحشي ځناور دي چې سوداګري يې يواځې او يواځې د انسانانو وينه څښل او انساني عظمتونه پايمالول دي.
شهيد اجمل نقشبندي – چې د افغانستان د ژورناليزم او د بيان د ازادۍ د انقلاب د لارې مېړنى وګرځېد او په تاريخ کې امر شو – د داسې بې غېرتو خونکارانو او پرديو اجنټانو د خوني لاسونو په زور شهيد شو چې په افغانستان کې د افغانستان او افغانانو د ازلي او ابدي دښمنانو لپاره کار کوي او د تل لپاره هغه څه کوي چې د افغانستان او افغانانو په بې خېرۍ تمامېږي. دوى پاکستاني جاسوسان او پنجابي ورانکاري په پوره عزت او درناوي سره د پکتيا او خوست په پولو پاکستان ته اړوي، د ايټاليا ژورنالست د خپلو خلکو په بدل کې خوشې کوي او افغاني ژورنالستان نړۍ او افغانستان ته ددې خبرې د ښودلو لپاره شهيدوي چې ګوا کې دوى د افغانستان او افغانانو سره څومره مينه لري! او په دې توګه خپلو بهرنيو بادارانو ته د خوشحالۍ پېغام او زېرى ورکوي.
دپاسه پرې د زيات ماتم او افسوس ځاى دا چې دوى دې کار ته جهاد وايي او د دوى هغه مشر ګوډ شېطان – چې څېره يې د هغه نه د مشر يو سترګي دجال نه هم لا پسې ډېره کرکژنه او بدګونې ده – د افغانستان مطبوعاتو او ژورنالستانو ته دړکې ورکوي چې که د دوى په خلاف يې څه وليکل نو همدغسې به ووژل شي.
خو زه پوښتنه ترې کوم چې د تښتولو، وژلو او په ماينونو د الوځولو دا لوبه او کاروبار به تر څو روان ساتئ؟ ايا يوه ورځ به ددې پوښتنه نۀ کېږي؟ يوه ورځ خو به خامخا داسې راځي چې افغانان به د ګوزار کولو او ځواب ورکولو توان ترلاسه کوي، نو بيا به تاسې چېرې ځئ؟ د هغې ورځې تصور وکړئ چې شېطاني او سازشي قوتونه په خپله هم له ماتې سره مخ شي او ستاسې د ملاتړ توان پکې پاتې نشي او هر افغان، ماشوم او بوډا، ځوانان او پېغلې ستاسې د شېطاني لوبې د پاى ته رسولو لپاره راوځي او بيا نه غر ځاى درکوي نه سمه، نه مو په کور څوک د خلاصون وي او نه بېرون!!!
که دغه ورځ رانشي نو خداى خو شته؟ ايا تاسې چې د خداى د شتون کومه خبره کوئ دا هسې ډرامه ده که رښتيا هم خداى شته او تاسې پرې عقيده لرئ؟ که تاسې چېرې د خداى په ذات او د قيامت په ورځ يو فيصد عقيده هم لرئ نو دا وېره او ډار نلرئ چې له تاسې به دا پوښتنه کېږي؟
خداى دې تاسې د همدغسې يو انجام سره مخ کړي (امين)
زه د افغانستان د ژورنالستانو د اتحاديو مننه کوم او سلام ورته کوم چې دوى دا پېښه په سختو ټکو کې وغندله او يوه اونۍ يې د طالبانو د خبرونو څخه بايکاټ وکړ. يوه اونۍ ډېره وړه خبره ده؛ او زما په فکر دا يواځې د افغانستان د ژورنالستانو مسئوليت هم نه دى، ځکه چې افغانستان د افغانانو دى او دا ګوډ او ړانده شېطانان د افغانانو ازلي او ابدي دښمنان دي، دوى د پلرونو او نېکونو څخه د ورانۍ او تخريب ميراث له ځانه سره راوړى دى، نو که نن په ما ده سبا په تا ده. بايد مطبوعات او ژورنالستان او ورسره ټول افغان ملت د دوى پر ضد د يو پاڅون، د يو جهاد اکبر، د يو ستر انقلاب اعلان او تابيا وکړي او په عملي توګه د شر او فساد د دې بېرونۍ اجنټۍ د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.
د افغانستان او افغانانو د تلپاتې ژوند او برياليتوب په هيله
وروستي