 
        	    
                    
                                    
                    د اساسي قانون په نهم څپرکي کې راغلي چې ، هر کله د جګړې ، وخيم اغتشاش او ... له مخې ملي حيات په هغه ډول چې  قانون کې راغلى ناممکن شي  نو ولسشمر د ملي شورا په منظورۍ په ټول هېواد يا په يوه سيمه کې اضطراري حالت اعلانوي . 
له څو اونيو راهيسې د شمالي ولايت تخار په خواجه بهاوالدين  ولسوالۍ کې  د شاوخوا ٨٠  پښتنو کورنيو ژوند له ګواښ سره مخ دى . 
 دغه کورنۍ چې نږدې ٧٠٠ غړي لري ، له اوږدې جلاوطنۍ وروسته خپل پلرني ټاټوبي ته راغلي دي خو ځايي زورواکانو له ويرې په يوه زاړه محبس کې شپې ورځې تېروي . 
دغه کورنۍ د ځايي ازبکانو او   يو شمېر پخوانيو تنظيمي  قوماندانانو  له خوا له ناوړه حالت سره مخ دي . 
 دغه زورواکان د روژې مبارکې مياشتې تقدس ته هم نه ګوري  او په همدغه مبارکه مياشت کې ٧٠٠ انسانان برمته کړي دي او هره لحظه يې د وژلو ګواښ کوي . 
د اساسي قانون په ٢٣ماده کې راغلي چې ژوند يو الهي نعمت دى او هيڅوک پرته له قانوني جوازه له دغه حق څخه نه شي بې برخې کېداى . 
خو په خواجه بهاوالدين کې ٧٠٠ کسان له دغه حق محروم ګرځول شوي دي او له  يوه تدريجي مرګ سره مخ کړاى شوي دي .
 همدارنګه ددغه قانون  ٢٤ماده وايي چې د انسان ازادي او کرامت له تعرض نه خوندي ده او دولت د انسان   ازادي او کرامت ته په درناوي کولو مکلف دى . 
 خو په خواجه بهاوالدين کې داسې نه ده . 
 هلته څو زور واکانو د سلګونو انسانانو پر  ازادي او کرامت   تعرض کړى او له ګواښ سره يې مخ  کړي دي . 
 او ... 
 دغو حالاتو ته پام ويلى شو چې د تخار په خواجه بهاوالدين کې د پښتنو ژوند ، په هغه ډول چې اساسي قانون کې تضمين شوى نه دى روان . 
ددغو بې وزلو پښتنو کورونه او جايدادونه ډېرى د کورنيو جګړو په مهال ، چې دوى د بلوچستان په  ژوب کې   مهاجر وو  ، غصب او د زورورو ترمنځ  ويشل شوي دي . 
دغه  بېرته راستانه شوي کډوال   له يوې مياشتې راهيسې په يوه منتخب دولت کې چې د بشر دحقونو مدافعان يې هم ترڅنګ ولاړ دى ، د مرګ له ګواښ سره مخ دي .
 دولت ، که نه شي کولى يا نه غواړي چې ددغو بېوزلو خلکو ژوند وژغوري نو د دولت مشر خو دومره کولى شي چې هلته د اضطرار حالت اعلان کړي ، ترڅو توجه ورته جلب او څوک يې مرستې ته را ودانګي . 
 
 
                  
 
             
            