غـــــــــــزل

په هر ميدان مــو تويولي ښـــــــې دي
د غيرت وينې مو پاشلي ښــــــې دي
چې د رقيب سترګه ترې سوزي خدايه
د پښتنو مټــې غښتــــلي ښــــــــې دي
زړه چــې له زړه سره خبـــــــــرې کـــــــــوي
شونډې په هغه وخت کې غلي ښې دي
چې مازديګر خمـــار په بنګ ماتــــــــوو
دا ميـــــــکدې نــــــورې تړلي ښــــــې دي
جينۍ له سترګــــو دې رانجه توييـــــــږي
اوښکې دې کسيــو کـــې ساتلي ښې دي
چې د فــــدا لــــه ترخو خوند اخلي دوی
خولـــې يې په زهرو کـــې لړلي ښــې دي