
کله چې د باران څاڅکي په نخرو خپلې نغمې پيل کړي نو زه خپلې سترګې وتړم او د زړه په غوږو يي اورم. عجيبه مواسه راته پيل کړي.کله د مينې نغمې پيل کړي او ستا خواږه يادونه راته د زړه په سمندر کې په څپو کړي،ستا له محبته ډکې وعدې، ستا خندا اوستا دشوخ نظرانځورونه مې د سترګو ترمخ په نڅا کړي. هو هره هغه شيبه مې چې ستا د مينې تر سيوري ﻻندې تيره کړې ، يوه يوه د زړه په هينداره کې راته انځور کړي. سره له دومره لرې والي دې بيا هم دومره نږدې احساس کړم لکه پتنګ چې د شمعې د لمبو ګرمي محسوسوي ،لکه واوره چې د لمر تودوخه او عندليب د ګل خوشبويي احساسوي. او بيا باران ورو ورو بڼه بدله کړي ،توپاني شي، سيلابي شي او زما دتخيلاتو رنګ هم بدل کړي هغه يادونه مې زړه په ګوګل کې په ژړا کړي چې څنګه د وفا شمع ستا په ﻻسو کې خاموشه شوه. نه پوهېږم چې ولې مې نن د زړه درزا د غم نغمې غږوي او د غم په سمندر کې غوپې وهي؟ داسې معلوميږي چې نن مې دا نادان زړګی د خپلې مينې په ناکامۍ پوه شوی. هو! نن پر خپلې کم نصيبۍ اګاه شوې. اوس به زه دا نادان زړه څنګه صبروم؟څنګه به يي پوهوم چې نور دې يواځيتوب مل دی،او اوس به دې هره ورځ د ارمانونو جنازې له ګوګله وځي. خو خير په محبت کې د ژوند او مرګ تر منځ کوم توپير نشته، ځکه چې په مينه کې جدايي په ژوندون مرګ دي او داجدايي هم ستا د مينې ډالۍ ده.