خیبرتلویزیون د کوم پښتون او کومې پښتو دپاره؟

پښتون تل خپل ځان کې د يووالي او د مينې خبرې کړې دي، او هم داډول تل يې پښتو خپل ژبه ګڼلي ده او د چوپړ هلې ځلې يې کړې دي.
داچې واقيعاً پښتون يو دى او که نه، ځواب به زما په خپل فکر سره هو وي.
مخکې له دې چې دخيبر تلویزیون پورې اړوند پوښتنه ځواب کړم، لازم ګڼم چې لږ ددې تلویزیون په هکله څو نورې پوښتنې ته ځواب ورکړم.
خيبر د چادپاره جوړ شوى دى؟
اوس هر پښتون په دې پوهېږي چې څوک پښتون دی او څوک د پښتو ژبې دپاره کار کوي.
دا چې خیبر د چالخوا او دڅه موخو دپاره جوړ شوی دی، ددې پوښتنې ځواب په سمه توګه خپله د خیبر لخوا هم نه دی ورکول شوی.
یوازې په دې هکله داسې ویل شوې دي.
نوموړي تلویزیون په 2004 م کال د جولای په میاشت کې یې خپل خپرونې پيل کړې چې اصلي مرکز یې د پاکستان پلازمینه اسلام آباد ګڼل شوې او فرعي دفترونه یې په پیښور ، کوټه، کراچي او دبۍ کې دي په دې سربیره په وانا او شمالي وزیرستان کې هم خپل سیار خبریالان لري.
او دافغانستان په لویو ښارونو کې یې هم دخپل دفترونو یادونه کړې ده ، چې په هغه کې کندهار، جلال آبا، هرات، مزارشریف، کابل راځي ، خو خبره دلته چې یوازې ددې چیڼل دفتر په جلال آباد او بعضی وخت په کابل کې یې بعضي خبریالان چې هغه هم د پاکستان څخه راځي مرکې لیدل شوې او بس.
خو په هرات ښار کې چې دوی یې یادونه کړې ما خو نه د تلویزیون پر مخ او نه مې هم مخامخ لیدلي دي.
ددې چیڼل په ویب پاڼه کې دا هم کښل شوې چې پښتون د پاکستان په لویدیځ سرحدي منطقو ، دافغانستان په ختیځو سیمو او د نړۍ په بعضو هیوادو کې مېشت دي او تل یو ملت پاته شوي دي.
خو زما په اند ددې تلویزیون جوړول هم دپښتون دوه ځایه کول دي ، ځکه د افغانستان نه بحر مېشت پښتانه هم ځان افغانان او ډیری یې خو تل داغوښتل غواړې چې پلرنۍ هېواد (افغانستان) سره یوځای شې، خو دخیبر غونډې تلویزیون دایو پښتون دوه ځای کول غواړي.
په دې هکله څوبېلګې ته ستاسو پام راړوم.
دنوموړي تلویزیون ډیر ی خپرونې پښتو ، او په دې خپرونو کې (لټون دپښتون ) او (ګلف تایم ) هم راځي.
لټون دپښتون خپرونه چې د اروپااو امریکاپه پرمختللو هیوادنوکې چمتو او بیا د خیبر لخوا خپریږي ، تل د پاکستان مېشته پښتانه پکې ښکاري. زما پوښتنه داده چې آیا واقعیاً هلته کوم پښتو ن چې دافغانستان وي نشته چې مرکه او د زړه خواله ورسره وشي؟
ګلف تایم :- هغه خپرونه د ه چې عرب هیوادونوکې چمتو کېږي ، په دې خپرونه کې هم ټول پښتانه چې ښودل کېږي، هغه د پاکستان اړوند سیموسره اړه لري، او کوم افغان نه دی لیدل شوی تر اوس پورې چې ددې خپرونې شوې دي، او که شوی هم وي ، نو ډیر لږ ، په داسې حال کې چې د افغانستان ډیر ی مسافر په عرب هیوادونو کې خپل سوداکړیز چارې ترسره کوي، چې ډیری یې په دبۍ کې مېشت دي.
او بله خپرونه یې چې دسندرو فرمایش خپرونه ده (خیبر بیټس).
په دې خپرونه کې پښتانه خپل فرمایشي سندرې ګوړي، خو په دې کې هم ډیری یې دپاکستان مېشت پښتنو سندرغاړي ښودل کیږي ، خو کله چې دافغانستان دپښتنو سندرغا ړو سندرې ورکړل شې نو لومړی خو ورته ویل کیږي چې داخو اوس زمونږ په لست کې نشته بیا بل ورځ به یې درته خپره کړم، خو بل ورځ بیا......
بیله داپروګرام څخه هم کله چې سندرې خپریږي نو دافغان سندرغاړوسندرې ډیر لږ او یا هم بیخې نشت سره مخامخ دي، مثال یې هم د بعضو سندرغاړودي، لکه ، عبدالله مقری، منګل، ګل زمان، نجیب حق پرست، عبیدالله جان کندهاری ،ناشناس ، عبدالروف کندهاری او داسې نور سندرغاړي شته ، خو دا هغه سندرغاړي دي چې ټول یې خپل ځان ته مینه وال لري، نه یوازې په افغانستان کې بلکې خپل پاکستان کې مېشت پښتانه یې هم مینه وال دي، دمثال په ډول د عبدالله مقري او عبیدالله کندهاري سندرې په ټول کوټه کې هر موټر چلونکي سره وي، او ډیر یې خوشوي.
پوښتنه دلته ده چې دومره مینه وال لري خو ولي ورته داډول سندرې نه خپریږي، که واقعیاً دپښتون و نظر ته ګوړي؟
یادونه :- په افغانستان کې هم دپورتنیو سندرغاړو سندرې نه خپریدل ، چې اوس مهال یې خپروي، په دې تلویزیونونو کې طلوع او لمر راځي.
لمر تلویزیون هم خپل ډیر ی خپرونې په پښتوژبه کوي، دنوموړو سندرغاړو سندرې یې نه خپرولي، خو اوس یې ودې کار ته غاړه ایښي ده.
خو طلوع تلویزیون تراوس پورې هم ددې سندرغاړو سندرې نه خپروي بېلګه یې عبدالروف کندهاري، کټوازي، عبیدالله، او عبدالله مقري دي ، چې یوه ورځ مې ورته زنګ ووهه او ورڅخه مې د سندرې غوښتنه وکړه چې د یوه پښتون سندرغاړي وه، خو دوی راته ویل چې ددې سندرغاړي سندره نه لرو، یو بل سندرغاړی راته ووایست، کله چې بل مې ورته وویل راته وویل شول چې ددې سندرغاړي سندرې زمونږ په آرشیف کې نشته، کله چې ما د مونيژې (تاجک سندرغاړې ) نوم ورته واخیست راته وویل شول چې کوم سندره یې تاسو غوښتل غواړی.
(په داسې حال کې چې لمر او طلوع په دوونومونو یو تلویزیون دی)
که پښتو ته چوپړ وي ، په څه ډول ورته چوپړ وهي ،او آیا په دې ډول چوپړ وهل کیږي؟
پښتو ژبه خپل ځان ته یو لوی تاریخ لري او دنړۍ یوه ډیره پخوانۍ ژبه پاته شوې ده.
داچې خیبر غوندې تلویزیونونه چوپړ وهل غواړي دابه یو لوی کار وي دپښتو دژبې دپاره.خو خیبراو دا ډول نور تلویزیونونه هغه پښتو کاروي چې خپل پښتون پورې نه پوهيږي.ددې دپاره چې پرې وپوهیږي، مجبور دی چې لومړی خو اردو او انګریزي زده کړي، او بیا ددې تلویزیون لیدونکي شې، چې دا هیڅ پښتون هم نه غواړي تر سره کړي. په پښتو ژبه کې د انګریزي لغاتو بې شمېر ګډول پښتو څخه بله ژبه جوړه وي، نه یوازې دافغانستان پښتانه بلکې د پاکستان مېشت پښتانه هم پورې نه پوهیږي.
په دې ښکلې ژبې چې نن مونږ خبرې کوو، کوم ویوکي (لغات) او تورې چې موږ کار ورڅخه اخلو، داپه ډیرو ستونزو تر مونږ پورې راسیدلي دي خو نن ورځ یې داسې میدان کې ګوړو چې هغه ویوکي چې ډیرې هسکې او ټیټې یې لیدلي دي لکه په یو دبلي کې چې ډبرې واچوي او بیا سره وښوروي
خو باور وکړی چې بعضي وخت راته ژړارا باندې راشي ، په داسې پښتو چې دوی یې کاروي او دخپل دژوند څخه مې خوا توره شې.
یو مثال ددې تلویزیون دخپرونو څخه چې پښتو دی.
خیبر بیټس (دسندرو دفرمایش خپرونه)
(دییر ویوورز (Dear Viewers)یوځل بیا زه (فلانی) ستاسو د فیوریت (Favorite) پروګرام خیبر بیټس (Khyber Beats)کې حاضر یم، تاسو کولای شی خپل فیوریت سانګ (Favorite Song)مونږ ته راکړی، تر څو تاسو ته یې شو(Show) کړو، ........
کله چې سندره خپره شې بیا وایې
(خدای دې وکړې چې داسانګ(Song) مو انجوی(Enjoy) کړی وي).
آیاد پښتنو لیکوالو او څیرونکو ټولې هلې ځلې چې خپل ګران ژوند یې د پښتو د ویوکو (لغاتو) د ساتلو او د هغوی رایجولو دپاره کړي دي ، ټول د خاورو سره یوځای نه کوي؟

اوس د پورته پوشتنې ځواب هم دومره دی چې پاکستان (خیبر تلویزیون) اوس غواړي چې دخپل سیمې پښتانه د خپل هیواد وګڼې او د هغوی نظریې (مفکورې)د افغانستان دتاریخ او پښتو ژبې په هکله واړوي ، کوم پښتانه چې د ډیورند هاخواته پراته دي، هغو ی د پاکستان وګړي وګرځوي او تل غواړې چې پښتو ورڅخه لرې وساتي.
نو که خیبر و پښتو ته چوپړ وهي په دې ډول؟
په دې هکله ستاسو ځواب څه دی؟

تیمورشاه یوسف زی
هرات --- افغانستان