صدام ته !
د هغه د اعدام په ورځ

ځوان سرتېرى نرو برېتو كې موسكى شو
چې د جنګ په يوه مورچل كې يې
ماشې له ګوتې وروړې
******
برېت غټوكى افسر بيا هغسې موسك شو
پر كږه خولۍ نښان يې ځلا وكړه
يو كتار سرتيري يو ځاى سلامي شول
******
څو كتارو پوځي شوبلو توغنديو
څو زرګونو جنګياليو
يو ناڅاپه ټوله ځمكه كړه بدله
يوه پوخ ځوان ورسره توره كړه هسكه
دا وخت ټول غرور غرور ؤ
******
يوه مېرمن او درې واړه يې ترڅنګ ناست وو
پاچا ځوان ښودو ځان، ږيره يې وه خرېيلي
خو د برېتو له تېز رنګ يې ښكارېده چې
پر ځوانۍ به يې څو شپې وي تېرې شوي
******
پاچا كيڼ لاس ؤ د سټېج پر تښته ايښى
او د ښي لاس يوه ګوته يې
د نيمې نړۍ ګواښ ته په ځواب وه
******
د پاچا په ودانۍ كې
له څو سرو لمبو او تورو لوګو وروسته
په ټول ښار له سړي خورو حملو وروسته
هغه داسې چې نه توره ورسره وه
نه كږه خولۍ پر سر، نه زرين تاج ؤ
زېړ زبېښلى، لاس تړلى
لويه سپينه توره ږيره راښكاره شو
******
پاچا بيا په محكمه كې
يو لفظي غرور ښكاره كړ
د تكبير ګوته يې څو ځلې كړه پورته
خو نه توره، نه كږه خولۍ، نه تاج ؤ
نه يې هغسې په ټول وطن كې راج ؤ
تندر غږ يې راويښ نه كړل خپل پوځونه
نه يې ګوتې په لړزه كړل، نور ملكونه
******
د اختر لومړۍ شېبې دي
د ورورۍ هوس په ټوله مسلمانه نړۍ خور دى
څو پټ مخو پاچا نېغ تر داره راوست
د پاچا په زړه كې سل زره خبرې
خو د لويې ناچارۍ دېوال ترې تاؤ دى
بس په پټه خوله يې غاړه
د زندۍ پړي ته وركړه
******
مور مې ژاړي، د بابا تندى مې تريو شو
ورور مې ماته حيران ګوري
زه يې وينم، زه يې آورم
ټلويزيون كې د (صدام) ژوند ته كتنه!
30/12/2006