غزل

مينځمــــــــه هندارې په غبارپـــــــــــــسې راوتـــــــــی يـــم
يــــــــــــــــــوغريب ســـــــــــړی يمه په کارپسې راوتی يــم زه خــــــــــــــوســــــــــتاپه باغ کې دبـــــــــهاربلبلې نه ولــم
زه خــــــــــــــــودخوږونغـــــــــموپه ښکارپسې راوتی يــم جوړې وې تسبې دشيخ اوښه وريښمين ځونډی پکې
تـــــــار د ربابـــــــي پـــــــرې و په تــــــــــــارپسې راوتی يم ســــــــــــــتاله ښکليو ســــــــــــترګونه الهام دغزل اخلمه
يوشــــــــــــاعرســـــــــــــړی يم په شهـکارپسې راوتی يم زړه ته وږمې تېرې کړم چې اوښکې مې خوشبويه شي
نه شـــــــــــــــکومه ګل اونه په هارپـــــــــــــسې راوتی يم غــــــــــــــــواړم چې منکرپاچـــــــــــاته زور دپښتووښيم
بيا ديـــــــوه ملنګ په يکه زارپــــــــــسې راوتــــــــی يــم مـــــــــــه ودرېږه ماســـــــــره روان په يوه کاروان کې شه
راشـــــــــــــه سره غاټول مې دژوندون په بيابان کې شه ماپـــــــــه سپينووړانګوکې له ځمــکې نه درپورته کړه
مــــه شه بخيل نن خوسخي ســتوری په آسمان کې شه پرېږده کـــــــه په غېږکې دې نيوای شم اوکه نه دې شم
زېــــــــــــړه زرغونه مې په نـــــــري نــــــــري باران کې شه ماپه تـــــــــــــــرنم دمــــــــــــينې غېږې ته دروغــــــــــواړه
حــــــــــــی علــــــی الفلاح زمونږ دکلي په اذان کې شــه نن راتــــــــــــه غـــــــــــــزله اوســــــندره دکـــــــاروان وايه
راشه يو زرغون طوطي دغـــــره په ارغــــــــوان کې شه