کاشکې زه ...

 کاشکې زه ايشمه وای ته مې ځان سره وای وړی ددې کلي نه ډير لرې د امن يوه حجره وای چې خوښۍ پکې ديره وای هلته چې : نه ګناه وای نه خطا وای نه پکې غم وای نه ژړا وای يو جهان وای ډير سپيڅلی نګه مينه وای ښکلا وای سپين سرونه وای د غرونو طوطيان ناست وای پر ګلونو وچې دښتې وای شنې شوې په ګلانو سينګار شوې د کشمالوو په نکهت کې بوراګان يې په نڅا وای اورورکې په خندا وای پاس د ستورو پرې ځلا وای اسمان چې وريځې ګرځولی ما باران د نرګس پرې ورولی لمر چې وړانګې را شيندلی ما څانګې په تا در کږولی هلته د امن يوه دنيا وای دا خيالونه په رښتيا وای ته مې ځان سره وای وړی ددې کلي نه ډير لرې يو جهان وای ډير سپيڅلی زه او ته کې اوسيدلی په وږمو کې ګډيدلی ددې کلي نه ډير لرې دامن يوه حجره وای چې خوښۍ پکې ديره وای ته مې ځان سره وای وړی دد ې کلي نه ډير لرې ددې کلي نه ډير لرې    08/09/08