ډانا روهراباکر

 امريکا داسې هېواد دی، چې بنسټ يې په زور او د وينو په تويولو  اېښودل شوی؛ د امريکا بومي (اصلي ځايي ) اوسيدونکي سره پوستکي وو، چې د عام وژنې په پايله کې يې اوس يوازې يوه کمه سلنه پاتې ده.
ښايي ځينې لوستونکي به وايي، چې هغه مهال  بل ډول معيارونه وو او  د مستعمرې تر ﻻسه کول او خلکو غلامول د وياړ خبرې وې. خو راځئ، چې د امريکا معاصرو  پېښو ته هم ځير شو؛ پر جاپان دوی اټومي بمونه وغورځول، ويتنام  دوی تباه کړ، افغانستان او عراق باندې دوی يرغلونه وکړل. د دغه جګړو له امله په ميليونونو خلک وژل شوي او امريکا لومړنۍ هېواد دی، چې اټومي بمونه يې کارولي او اوس هم نړيوالو قوانينو ته نه دی ژمن او د ځينې وسلو او بمونو د ممنوعيت تړونونه نه ﻻسليک کوي.
د ښې بېلګې په توګه راځئ په امريکا د جګړې ضد فعالينو پلټنې ته کتنه وکړو:
په امريکا کې د جګړې ضد فعالينو ځينې حقايق راغونډ کړي او په ډاګه کړي. دوی په يو ليکلي متن کې ويلي، چې راځئ صادقه اوسو؛ امريکا د تاسيس ورځې راهيسې  235کاله تاريخ لري او په دغه موده کې يې  209کاله په جګړه کې تير شوي.
 
 
يو هېواد، چې زياتره عمر يې په جګړو او يرغلونو کې تير شوی دی، تصادفي نه ده، چې د جورج بوش (کشر) او يا روهراباکر په څېر خلک هم په کې د واک او ځواک څښتنان کيږي.
د روهراباکر په هکله د پښتو هغه متل ښه صدق کوي، چې وايي: (چا په کلي کې نه پرېښودلو، ده ويل خر مې د ملک کره وتړی! )
روهرابکر د 2012 زکال په  اپريل کې غوښتل افغانستان ته راشي، خو حامد کرزي يې د راتګ مخنيوی وکړ. تر هغه وروسته ده، پر حامد کرزي او د افغانستان په اساسي قانون باندې نيوکې وکړې. دا لومړی ځل نه و، چې د ده لخوا د افغانستان په هکله نظر ورکول کيږي؛ نوموړی د امريکا د مسايلو په هکله ښايي دومره څرګندونې نه وي کړي لکه چې د افغانستان په هکله يې چې کوي او د افغانستان د تجزيه غوښتونکو تر ټولو ناولو څېرو سره په ګډه غونډې کوي. (ايا په امريکا کې هېڅ پرابلمونه نشته؟)
 
د افغانستان لپاره د روهرابکر ځينې ټاپ (!) نسخې په دې ډول دي:
 
 امريكا باید په افغانستان کې له هغه چا سره مرسته وکړي ،چې په 2001 ز کې یې ورسره مرسته کړې وه .
 روهراباکر وړانديز کړى، چې د امريکا متحده ايالات بايد په افغانستان کې قومي تنوع ته پياوړتيا ور وبښي او دغه تنوع بايد په سيمو او ولايتونو کې د ټاکنو له لارې تاييد او د افغانستان نظام بايد فدرالي شي
روهرا باکر  په دې اړه خپله طرحه د امريکا د ګانګرېس د استازو جرګې ته د ٢٠١١ کال د اکټوبر په ٥ وړاندې کړه. 
باکر وايي چې په دې ډول پر طالبانو او د ده په وينا د هغوى پر ترهګرو همکارانو د فشار رواړلو لپاره ټولو قومونو ته بشپړه زمينه برابرېږي او امريکايي او ناټو ځواکونو ته د خوندي وتلو لپاره شرايط برابرېږي او ددې ترڅنګ په دې سره په افغانستان کې د سر او ځان د زيان کچه هم راټيټېږي.
باکر په دې باور دى چې د ملت د جوړونې لپاره د يوه سياسي مرکزي نظام لپاره  هڅې ناکامې شوې دي. اوسنى سياست چې له يوه شديد مرکزي دولت څخه ملاتړ کوي په حقيقت کې د تېرو تېروتنو تکرار دى چې د پراخ اداري فساد، له قدرت څخه د ناوړه ګټې اخيستنې، د قومي تعصب د خپراوي او له حکومت څخه د خلکو د لرې کېدو سبب شوى دى.
باکر وايي چې د دغه حقايقو په نظر کې نيولو سره د امريکا متحده ايالات بايد په افغانستان کې د يوه غيرې مرکزي ديموکراتيک سياسي فدرالي نظام ملاتړ  وکړي او په دې ترتيب سره ولايتونو او ولسواليو ته قدرت انتقال کړي، څو د فرهنګي او سيمه ييزې تنوع په نظر کې نيولو سره د ټولو قومونو ترمنځ اعتماد او حسن نيت رعايت شي.
 د نوموړي په وينا ددې کار لپاره په اساسي قانون کې پر تعديل را وستلو سربېره، د دې اړتيا هم شته، چې په سيمه ييزه توګه د ښاروالانو، واليانو او امنيه قوماندانانو د ټاکلو په موخه په ولسواليو، ولايتونو او کليو کې ټاکنو ته زمينه برابره شي او له دې لارې ديموکراسي له خلکو سره نږدې او د مختلفو اقشارو او قومونو تر منځ د باور يوه فضا را منځ ته شي.
روهرا باکر وايي چې موږ بايد د ملي اردو تر څنګ منظمې سيمه ييزې ملېشې ولرو، تر څو له طالبانو سره و جنګېږي او په ځانګړي ډول د امريکا له هغو طبيعي متحدينو څخه ملاتړ و کړو، چې په ٢٠٠١ ميلادي کال کې يې له امريکا سره مرسته کړې وه، تر څو په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د کمولو لپاره لاره هواره شي.
د ده نظرياتو مهم ځايونه په سره رنګ په نښه شوي؛ داسې ښکاري، چې ته وايي، کوم ستمی سکرټر لري او يا هم شمال ټلوالې شين غمي ورته ډالۍ کړي.
جناب روهرابکر د نورو لويديځوال په څېر د افغانستان تاريخ نه دی مطالعه کړئ. دوی په شعوري او يا په ناپوهوۍ کې غواړي، کټ مټ هغه حالت رامنځته کړي، چې د نجيب د حکومت د وروستيو شيبو ته ورته دی.
همدا اوس په شمال کې هماغه حالت رامنځته کيدونکی دی او د ډاکټر نجيب تيروتنه ښاغلی کرزی هم تکراروي. ښاغلي کرزي دا هېره کړې، چې دی يو کس دی او تر شا يې بنسټونو يا تنظيمونه نشته؛ خو نورو ﻻ وخته تياری نيولی او اوس په پياوړي اقتصادي، سياسي او پوځي مافيا بدل شوي. (البته د جمهور رييس په برکت).
راځئ تر دومره اوږو خبرو، د ښاغلي روهرابکر ژوند ليک ته هم يو ځغلنده نظر وکړو او پاتې قضاوت تاسې ته پرېږدو:
 
ډانا ټايرون روهراباکر
 
(زېږېدنه: 21 د جون 1947) (په انګرېزي: Dana Tyron Rohrabacher) د جمهوريت پالو د ګوند يو امريکايي سياستپوه دی چې له ۱۹۸۹ ز. کال نه راپدېخوا د امريکا د متحده ايالاتو د مشرانو جرګې غړيتوب لري او دم مهال د کاليفورنيا د ايالت د ۴۶ کانګريسي ولسوالۍ پلاوی دی.
 
زده کړې:
 
روهراباکر د کالېفورنيا د پالوس وردېس عالي ليسې نه د دوولسم ټولګي د بريليک تر اخيستلو وروسته د لاس انجلس په هاربر پوهنځي ته کې هم زده کړې کړي، بيا يې په ۱۹۶۹ ز. کال کې د کاليفورنيا دولتي پوهنتون، لانګ بيچ کې د تاريخ په څانګه کې د لېسانس تر کچې خپلې زده کړې بشپړې کړي. په ۱۹۷۰ ز. کال کې د سوېلي کاليفورنيا پوهنتون کې د امريکاپوهنې د زده کړو پيل کړی او خپله ماسټري يې په همدې څانګه کې لاس ته راوړې. د ماسټرۍ د زده کړو پر مهال د ولسي سندرغاړي په توګه هم بوخت پاتې شوی.
 
 
 اخځيلکونه:
_ د روهي ويب پاڼې دخبرونو برخه.
_ويکي پېډيا.
_ راز راز نورې انټرنېټ پاڼې.