
د وږي په اتلسمه پخواني جهادي مشران کابل ښار کې د خپلې ډلې د يوه قوماندان احمدشاه مسعود اووم تلين په ياد جوړه شوې غونډه کې راټول شوي وو .
په دغه ورځ د اتحاد اسلامي مشر استاد عبدالرب رسول سياف ، د جمعيت اسلامي مشر استاد برهان الدين رباني او د حزب وحدت مردم افغانستان مشرحاج محمد محقق خپل زړونه تش کړل او په مستقيمه او غير مستقيمه توګه يې پر ولسمشر حامدکرزي مخامخ په بيلابيلو پلمو نيوکې وکړې خو په حقيقت کې يې په دولت کې له رسېدلو برخو نارضايتي وښوده .
استاد سياف خپلو خبرو کې روانو ناامنيو ته په اشارې يوځل بيا د مجاهدينو په ونډه ټينګار وکړ او په عاميانه ژبه يې وويل : (( دا ميدان چې مجاهدين ونه ګټي ، د چا پلار يې نشي ګټلى ! ))
د استاد ، دغه خبره له دوه اړخو زمالپاره د پوښتنې وړ ده :
اول داچې دده او نورو جهادي مشرانو تر لارښونې لاندې پخواني مجاهدين خو د شوروي اتحاد د يرغلګر پوځ پر وړاندې جنګېدل ، خو اوس به د چا پروړاندې جنګېږي ؟؟
بله پوښتنه داده چې د زرګونو مجاهدينو د سرښندنې په برکت ، جهادي مشران د ميدان ګټوونکي وپېژندل شول خو دغو مشرانو له ګټلي ميدان سره څه وکړل ؟
ولس شاهد دى چې د همدغو جهادي مشرانو تر قوماندې لاندې ، د يو نيم ميليون انسانانو ککرې خاورې شوې ، په سلګونو زره معيوب شول ، په زرګونو لادرکه شول ، وطن له کوڼدو ، يتيمانو او ... ډک شو او بالاخره جهادي مشران په ١٣٧١ کال کې ګټلي ميدان ( کابل ښار ) ته راننوتل .
خو په دغه پنځه کلنه موده کې رهبرانو د ميدان له اصلي ګټونکو ( مجاهدينو ) له ارمانونو سره څه وکړل ؟ ايا مجاهدينو په همدې موخه د خپلو مشرانو په امر سرونه بايلول چې د کورنۍ پاتې غړي يې د خپلو مشرانو ترمنځ دواک په سر جګړه کې ووژل شي ؟
مجاهدينو دهمدې لپاره خوږ ژوند له لاسه ورکړ چې رهبران دي په داخل او بهرکي مارکيټونه ولري ، ښکلې ودانۍ دې ولري او د دوي يتيمان دې سوالګر شي او ايا ؟؟؟؟
په هر صورت ، جهادي مشران دې نور د ميدان ګټلو لاپې شافې نه کوي ، تجربو وښوده چې دوى د ګټلي ميدان د ساتلو وړتيا نه لري .
جهادي مشرانو ته خداى ج دپاکو مجاهدينو په برکت ډېر لوړ امتيازات او قدرونه ورکړل ، ډېر يې ونازول خو دوى ځان ونه پېژانده .
ښه مې په ياد دي :
په هريپور کمپ کې مو د مهاجرت ترخې شپې ورځې سبا کولې ، هغه مهال د يوه لومړني ښونځي زدکونکى وم .
يو ناڅاپه بې باډۍ ډاټسن موټر چې پر سرونو يې لاوډ سپيکرونه لګيدلي و ، کمپ ته د استاد سياف د راتګ زيري ورکول پيل کړل .
خلکو خپل کاروبار پرېښود ، له هرې خوا لکه مچۍ ټاکلي ځاى ته راغونډېدل ، زه هم له ډېر شوقه په ماشومو قدمونو د خپل مشر د ليدو په نيت د غونډې ځاى ته ورغلم ، د څو ميښو پر مريو چړې کش شوې ، ديګونه باندې شول او ټولو بې صبرانه د خپل جهادي مشر دراتګ انتظار ويست .
شيبه وروسته انتظار پاى ته ورسېد ، څو موټر راورسېدل ، ولاړ خلک په دوړو کې پټ شول ، استاد سياف ترې راښکته شو ، له هرې خوا دتکبيرچيغو داسې ځمکه لړزوله لکه طارق ابن زياد چې د اندولس په ځمکه راښکته شوى وي .
استاد د مايکروفون شاته ودرېد او خلک ورته ټول يو غوږ و .
د استاد د هغه مهال خبرې مې په ياد نه دي ، خو د هغه وخت حالت مې په ياد دى چې خلکو څومره مينه ورسره وښوده .
خو اوس چې همدغه مشران د ټلويزيون پر ښيښه را ښکاره شي ، خلک چاينل بدلوي ځکه دوى ته د رهبرانو پخوانۍ وعدې او واک ته د رسېدو په مهال د هغوى کړنې يادېږي او نور شايد څوک پرې دميدان ګټلو زړه ونه تړي .