ژباړه : حميدالله محمدشاه له بچيانوسره تعامل داسې هنر دی چې مېندې او پلرونه ورسره د ژوند په يوه پړاوکې لاس وګریوان کېږي، ډير ځل داسې شوي چې پلرونه له بچیانو سره د تعامل او کړنې په اړه یوې ښې لارې په لټه کې وي رښتیا هم تاسو چې له خپل زوی سره څرنګه تعامل کوﺉ،دی یې هماغسي انګیري، که چېري تاسی داسې احساس ورکړ چې دی (ښه هلک) دی او مینه دې ورسره وښودله، دا نود ځان په اړه دا سوچ کوي چې نوموړی ښه او عزتمنده دې، او دا په ژوند کې یو اهمیت لري خو که تاسې چېري ورسره له صبر ځنې کار وانه خلئ او دا ورته په زبات ورسوي چې دی (ناوړه هلک) دی او تل یې رټئ او سکونډئ، نوموړی همدغسې رالوېیږي او د ځان په اړه بیا منفي سوچ کوي او پای یې غم اندېښنه یا سرغړونه وي.
ورته وښایه چې نیمګړتیا چېرته ده؟
کله دې چې ولید داسې کارونه یې کول چې ستا نه خوښېدل او یا ناوړه وو، نو پوه یې کړه چې نیمګړتیا او عیب په دې کې د یو شخص په توګه نه بلکې ددې په کړو او سلوک کې دی، ددې پر ځای چې ورته ووایي: (( ته ښه هلک نه یې))، ورته ووایه: ((تاخو ښه کار ونه کړ)) ددې پرځای ،چې ورته ووایې: (( ته خو ډیر بدمرغه یې)) ورته ووایه چې((له ورور سره دې کړنه ډیره سخته وه)).
له سختو خبرو ځان وژغوره:
د اهمیت وړ ده، چې، موراوپلار وپوهیږي ،چې څرنګه د زوی له احساساتو سره په یوه وخت کې نرم او توند چلند وکړي، داسې نه چې یا یې ووهي او یا ورته سپورې ستغې وکړي، او یا د مور او زوی ترمنځ تاوتریخوالی سر راپورته کړي باید په غوڅه ژبه ورته ووایي چې دناوړه خبرو منل یې شوني نه دي او دا په خپله هم ددغه ډول خبرو سره ښه نه ښکاري.
دا ددې مانا نه ورکوي ،چې موروپلار له زوی سره نرمي وکړي او خپلې خوښې ته یې پریږدي بلکې د څرګندې او روښانه کړنلارې شتون ته اړتیا شته ،چې دا په ګوته کړي څه وړ دي او څه ناوړه؟ دا د ماشوم رښته (حق) دی ،چې له خپلې غصې څخه په ژړا او خبرو تعبیر وکړي، خو دا اجازه او وخت باید ورنه کړل شي چې په کور کې څه ویجاړ او یا مات کړي، او یا خپل ورورنه او ملګري ووهي.
له خپلو ماشومانو سره مینه وکړه خو په هنر
شوني نه ده ،چې ژوند دې له مینې پرته تر سره شي هغه کوچنیان ،چې د خپلو روزونکو له مینې او پاملرنې څخه برخمن وي، د همدوی لورته ور اوړي، سپارښتنې یې د زړه په غوږو اوري له دی له امله مور اوپلار ته ښايي چې له کوچینانو سره په مینه چلند وکړي او داسې کارونه ونه کړي ،چې له دوی سره یې کرکه پیدا شي لکه: سپکاوی، مکرره سزا او نه پاملرنه، د ازادۍ مخه یې نیول او د روا او وړ غوښتنو څخه یې مخ اړول. کله که یوه مور اوپلار اړ شو چې خپل زوی ته سزا ورکړي نو په کار ده ،چې دا کار ډیر په هنر تر سره کړي تر څو هغه مینه له منځه ولاړه نه شي، چې له هغې پرته روزنه ناشونی ده، او د مینې مانا دا نه ده ،چې کوچنیان په کور او ښوونځي کې د چارو واګې په لاس کې واخلي، او له نظم او ډار پرته د خپلې خوښې کارونه تر سره کړي دا مینه نه ده، بلکې کمزوري او ویجاړونه ده.
له اصحابو کرامو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم مینې هغه له دې منع نه کړ ،چې اصحاب کرام پر دندو وګوماري او د جهاد ډګر ته یې ولېږدوي ان تردې ،چې له دین څخه سرغړاوی له امله هغو ته سزا ورکړی خوله دې هر څه سره له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره د اصحابو په مینه کې کوم کمی او بدلون رانه غي، بلکې مینه او اطاعت یې لا پسې زیاتیده.
د خپلې میرمن درناوي وکړه
ددی له پاره چې، یو پلار له خپلو زامنو سره دملګرتیا تار وغځوي، اړ دی ،چې د خپلې ښځې زړه خوږ راخپل کړي او درناوی وکړي همدا نیکه میرمن ده چې خپلو زامنو ته هر وخت د خپل پلار سترتوب وریادوي اوله خپل پلار سره ورته دمینې او درناوی سپارښتنه کوي، او د خپلو کوچنیانو دا شعور پیاوړی کوي ،چې پلار یې ډیر ښه خویونه لري او ورته وایي، چې دغه خوی راخپل کړه پلار دې پرې خوشالیږي او له دې ځان وژغوره ځکه ،چې پلار او الله عزوجل درنه ناخوښه کیږي.
ډالۍ ... که څه هم یوه روپۍ وي
کله دې ،چې وغوښتل خپل زوی له ځان سره مل کړې، اړ یې چې پردې وپوهیږې ،چې په بیدارۍ کې د هغه خوله له عقل ځنې لویه ده او د چاکلیټو یو پاکټ ورته له نوي کتاب زیات ارزښت لري او ښایسته ټوکر له ښو خبرو ځنې زیات خوښوي.
هوښیار او پوه پلار هغه دی چې کور ته ننوځي او په لاس کې یې یو څه سوغات او ډالۍ وي او تل باید په یاد ولري ،چې په نړۍ کې ډیر داسې څه شته چې موږ ورته د وهم په سترګه ګورو، خو همدا بیا کوچنیانو ته یو لړ حقیقتونه او رښتیا برېښي او هله دوی راخپلولی شوچې نړۍ ته د دوی له سترګه وګورو.
زوی ته دې غوږ شه
کله دې چې زوی درته راغی او دهغه څه په اړه درسره غږیده ،چې په ښوونځي کې ورسره شوي و، نو خبره یې بابیزه مه ګڼه، په دغه شېبه کې دده خبرې همده ته ستا له هرډول سوچ ځنې غوره برېښي، هغه غواړي چې، تاته د خپل شعور او احساس په اړه وغږیږي، کیدای شي د خپلې نېکمرغۍ او یا دهغه ستاینلیک په اړه به درته خبرې کوي چې، همدا نن یې تر لاسه کړي، پوره پام ورته وکړه، خبرو ته یې غوږ شه، که هغه خبرولې ،چې نن یې په ازموینه کې په دغه مضمون کې پوره نمرې اخیستي، ددې پر ځای ،چې خبرو ته یې غوږ نه شي او پام ورته ونه کړي نور یې هم وهڅوه خپل ملاتړ ورسره وښایه.
کله که دې کوچنی زوی راغي اودهغه څه په اړه درسره غږیده چې په ښوونځي کې پېښ شوی و او درته یې وویل: ( زه خو په ښوونځي کې پلاني ووهلم، او تا ورغبرګه کړله((چې ته ډاډه یې چې، اول وار پرې تا نه دی کړي؟)) دغه مهال نو تاسي له هغه سره د خبرو دروازه وتړله ته اوس د خپل زوی په سوچ کې ملګری نه بلکې د یو څارنوال او قاضي بڼه غوره کوي چې د سزا او بښنې واک لري، کیدای شي دغه مهال درته زوی د یو بې رحمه څيړونکی په سترګه وګوري او ووایي ،چې له مقابل اړخ سره خواخوږي لري او هغه په سمه او روا بولي.
کله ،چې یو زوی مورو پلار ته خبرې کولې، دوی لره ښایي چې خپل ټول پام ور واړوي، خبرې یې ورغوڅې نه کړي او د زوی پر وړاندې د بې پروایۍ او هر ډول نیوکې مخه باید ونیول شي.
له خپلو ماشومانو سره ټوکې وکړه
رسول الله صلی الله علیه وسلم له کوچنیانو سره ټوکې کولې او مینه یې ورسره ښودله، له خپلو لمسیانو او د اصحابو کرامو له بچیانو سره یې ځینې دریځونه او ټوکې ډیرې مشهورې دي.
ابوهریره رضی الله عنه روایت کا ،چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت علی کرم الله وجهه زوی حسن ښکل کړ، دغه مهال ورسره اقرع بن حابس التمیمي هم ناست و اقرع ورته وویل (( زما لس بچیان دي تر اوسه مې یو هم نه دی ښکل کړی))، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وکتل او زیاته یې کړه: (( څوک، چې پر چا ونه رحمیږي الله پر هغه نه رحمیږی)) حضرت معاویه وایي: (( څوک ،چې ماشوم لري باید ځان ورسره ماشوم کړي)) رسول الله صلی الله علیه وسلم به له ماشومانو سره ټوکې کولې او د هغوی پر سرونو به یې لاس راښکه، دوی به بیا د مینې او محبت احساس کاوه، عبدالله بن جعفر وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم زما پر سر لاس راکاږه او ویې وویل: ای الله عزوجل د جعفر اولاد ډیر کړي، او همدارنګه به یې د ماشوم غومبوري مسح کاوه جابر بن سمره وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مې لمونځ وکړ هغه بیا د خپل کور پر لور رهي شو زه هم ورسره روان شوم، دوه ماشومان ورته په مخه راغلل، نبی علیه السلام د هر یو غومبوري جلاجلا مسح کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم به له انصارو څخه لیدنه کوله د هغوي پرماشومانو به یې سلام اچوه او پرسرونو به یې ورته لاس راکاږه.
ماشوم ته دې یو څه ازادي ورکړه
زموږ په کورونو او ښوونځیو کې تر ټولو بد شی لکه څرنګه چې یو روزونکی وایي هغه پرله پسي څارنه ده ،چې کوچنی ورځنې تنګیږي او درنه ورته تمامیږي، یو څه ازادي ورته ورکړه او پردې یې پوه کړه که له دغی ازادۍ څخه دې ناوړه ګټه پورته کړله بیرته درځنې اخستل کیږي، ان تردي که چېري له نظام ځنې یې سرغړونه وکړله ورته ووایه ،چې هلته یو څوک شته ،چې تا وڅاري خوتاسي یې مه څارﺉ او مه یې را ایساروﺉ، ماشوم د خپلې ازادي د ترلاسه کولو د جګړې پیاوړي احساس لري او ددې له پاره هم جنګ او شخړې کوي چې پلار یې پریږدي ،چې هغه څه تر سره کړي ،چې د زړه خوښه یې وي، او کله خو ددې له پاره هم جنجال کوي چې نوي او ښکلي جرابې تر لاسه کړي.... سمه خبره داده،چې زوی مینې او روزنې ته اړتیا لري نه چې را ایساریې کړي ... له ډاډه ډکې پاملرنې ته اړتیا لري او دې ته هم اړتیا لري ،چې هره ورځ له زوره پرته ورته نوي شیان ورزده کړﺉ په لنډه توګه د کوچنی له اوږو ځنې لوبغالی مه جوړوه ،چې د ډیري نا ارامې لامله پر غونډسکه لوبي وکړي.
پریکنده امرونه ... خو په هنر:
په کار ده، چې امرونه پریکنده وي، خو ددې تر څنګ باید داسې ګړدود وکارول شي چې له ماشوم سره د موراوپلار د مرستې روحیه ورځنې جوته وي.
کله چې یو ماشوم د خونې مخ د خپلو لوبو پر توکو پوښلي وي، کیدای شی ،چې مور یې داسې ورته ووایي (( راځه ،چې د لوبو د لوبو سامان راغونډ کړو))، دلته باید مور دماشوم د لوبو د شیانو پر راغونډولوپيل وکړي دغه مهال ماشوم سمدلاسه له مور سره پرمرسته پيل کوي، که چیرې مور له ماشوم څخه په ګواښمنه ژبه وغواړی، چې ولاړ شه لاسونه پریمینځه اویا تشناب ته ننوځه، کیدای شی ماشوم پښه نیولی شي، چیغې ووهی او وژاړي. خوکه همدغه غوښتنه یا امر په ارامه لهجه ورته وویل شي کوچنی یې په ښه زړه مني هر کله ،چې پر ماشوم ټینګار وشي سرغړونې ته لېواله کیږي او څه چې، ورته ویل کیږي په سمه توګه یې نه تر سره کوي او ناغیړي کوي.
ځینې پلرونه پردې ویاړي ،چې بچیان یې هره خبره مني او سرغړونه ورځنې نه کوي او د دوی له اجازې پرته هیڅ هم نه کوي، ځینې نور بیا له کوچنیانو سره داسې کړنې کوي ته وا ،چې د دوی ځانګړي ملکیتونه دي او کوم انسانی جوړښت نه لري او نور یې بیا پر داسې دندو ګوماري ،چې دماشومانو له وسه پورته وي او یا داسې مسولیتونه ورسپاري، چې له وسه یې پوره نه وي، دغه ټول حالتونه له مبالغې ډک دي اود روزنې له هنره راڅرخي، تر ټولو ښه لارداده، چې نه سیخ وسوزي او نه کباب.
رټل کم کړﺉ
پلرونه او مېندې باید دې ته ځیر شي، چې بې ځایه او اتوماتیک رټنه کومه د پاموړ ګټه نه لري او ځانونه باید له کلکې څارنې څخه وژغوري. ماشوم خو کومه وسیله نه ده، چې موږ یې له خپلې خوښې سره سم اداره کړو، کوچنی د خپلو ځانګړو کارونو د ادارې له پاره ځانګړی نوښت لري، نو موږ یې ولي د نوښت له خوند څخه بې برخې کړو؟؟
ډیر ځل داسې کیږي، چې ماشوم له یو شمیر پوښتنو او امرونو سره مخامخیږی، لکه ولي دغسي خاندې؟ ولي دغسي ځې؟ سمې روغې خبرې کوه! پر ویښتو دې لوبې مه کوه! لاړ شه غاښونه دې پاک کړه! دا ډول پوښتنې او امرونه د ماشوم پر رواني حالت اغېز پرېباسي او پر ځان ډاډ له لاسه ورکوي او یو ډول نارامي رامنځ ته کوي.
ډیر ځل داسې پېښیږي، چې مورو پلار خپل لومړي زوی ته ډیر پام کوي او تل یې څاري، څه موده وروسته بیا مورو پلار داسې انګیري ، چې موږ له خپل لومړی ماشوم ځنې ډیر څه یاد کړي، اوس دوی اړ دي، چې خپل دوهم زوی ته یو څه ازادي ورکړي، دوی له دوهم زوی سره په ډير درناوي او ناز خبرې کوي. مور لره ښایي، چې خپل زوی کې د خبرو او مرکې وړتیا وروزي، ځینې پوښتنې ورځنې وکړي، چې وګوري څرنګه ځواب ورکوي، او دا روزنه باید ورته ورکړي، چې دخبرو پرمهال باید غږ پورته نه کړي او نه د نورو خبرې ورغوڅې کړي.
باید داسې پوښتنې ورځنې وکړي
( که وروردې کوم ملګری وواهه ته به څه کوې؟ که دلارې پر سردې یو ټپي سړی ولیدڅه به کوې؟ هغه کوچنیان، چې پلرونه ورسره وخت ناوخت خبرې نه کوي د هغو په پرتله، چې پلرونه یې ورسره مرکه او د زړه خواله کوي بي زړه او ډارن لویږي
د ماشوم چلند ستاسي له چلنده رنګ اخلي
کله چې یو پلار چیغي وهي او وایي، چې دی ډیر ستړی کېږي او دخپلې ستړتیا په مقابل کې هیڅ هم نه ترلاسه کوي،. دا د کوچني د ذهن پر پرده دا انځوروي، چې سړی د ښځی د کړنو قرباني دي، غوره داده، چې سړی واده ونه کړي، او که کله مور دا ډول ناخوالې کوي، چې دا خو سړي دي ،چې له ژونده خوند اخلي، اوهمدا یوازې د ښځی له هڅو او زیار ځنې پورته کوي، دا ډول ناخوالې د پیغلي په زړه کې د سړی پروړاندې کرکه راپنځوي او درناوي یې نه کوي او کله چې غټه شي له واده ځنې انکار کوي که یو زوی خپل پلار ګوري، چې دده دمور درناوی نه کوي او هر وخت ستغې سپورې وایي دغه مهال زوی داسې انګیري، چې دغه ډول چلند له ښځی سره ښایي او ګټور دي.
همدا راز هغه لور چې خپله مور ګوري چې دده پر پلار ځان پورته ګڼي اوسم چلند ورسره نه کوي دلته د لور ذهن ته دا ورلوېږي، چې له سړیو سره ښه او غوره چلند دادی چې ځان ورځنې لوړ وبولي او درناوي یې باید ونه شي په لنډه توګه غوره داده چې دمورو پلار چلند او تعامل باید په ځانګړو اصولو ولاړ وي، نن ورځ دې زوی پر هغه څه مه ستایه چې پرون دې دهمدې کار پر کولو رټلی و اوکه پرون دې د یو کار پر کولو رټلی و نن یې د همدي کار له امله مه ستایه، هیڅکله باید هغه کار ونه کړې چې خپل ماشوم دې ورځنې منع کړی وي.
وروستي