غــــــزل

محفل چه د يارانو ټنګ ټکور سره مــــــــــــــزه کا
خوښي او خوشحالي د کلي کور سره مـــــــــزه کا

پــــــروا مــې د اشنا په ځان منـــلې وه نو ځکــــه
اشنا ستـــا يــارانه خو د پېغــــــــــــور ســــره مزه کـا

د ژوند پـــه اوږدو لارو منزلــــــونـــــــو او ستړيا کې
دا ټول جـــــــار او جنجــــال بيا د زړه زور سره مزه کا

څوک ناست دی غمازی کا څوک دښکلوسوداګردی
د ا ژوند او کــارو بــار  بيا لږ څــه شور ســــره مـــزه کا

ځواني چـــــې مـــې ديــار قد او قامت سره ښکلا ده
خالونـــــــه يې په مخ کی درې څلــــــــــور سره مزه کـا

ديدن ته چې د يار په افغانی وعـــــــــده ورځــــــــمه
سور شال يې پلو داره په سر خور ســـــــــره مزه کـــا