د لوړو شخصیاتو اخلاق

ژباړه: عثمان
یو سړي اصیل آس لرلو؛ آس په خلکو کې خورا زیات شهرت موندلې و. یو کس چې
له دې آسه خبر شو نو د آس د غلا کولو هوډ یې وکړ؛ دې سړي پرېکړه وکړه چې
دا آس به زه له دې سړي پټوم او یا به یې ترې تښتوم نو  پلان یې جوړ کړچې
کله د آس څښتن په آس سپور په دې لاره تېريږي نو ځان به ورته یو معذوره او
محتاجه وښايي، څو د آس څښتن ورسره مرسته وکړي .
نوموړی سړی په لاره کې د آس څښتن ته کښېناست او ځان یې معذوره کړ،  د آس
څښتن چې دغه سړی «هغه چې ځان یې په چل معذوره کړی و» وليد، د آس څښتن په
دې سړي د بېچاره او معذوره کس ګومان وکړ، زړه یې پرې درد وکړ او آس یې
ورته ودراوه؛  له ځانه سره یې په آس سپور کړ او روان شو. له څه اندازې
سفر وروسته شاته کس«غل» ځان ښه تابیا کې کړ او د آس څښتن یې له آسه
وغورځاوه او آس یې ترې وتښتاوه.
د آس څښتن له شا ورپسې غږ وکړ چې لږ ودرېږه، یوه خبره درسره لرم، آس
ستاسو شو، خو یوه غوښتنه درڅخه کوم:
آس تښتوونکي وویل: وایه څه غوښتنه لرې؟
د آس څښتن ورته وویل: کله چې له تا څوک پوښتنه وکړي چې آس دې له کومه
ځایه کړ؟ نو داسې مه ورته وایه چې له یو چا مې داسې په چل ول ځينې
وتښتولو،  بلکې ورته وایه چې یو کس په تحفه کې راکړی.
آس تښتوونکي ورته وویل چې ولې؟
د آس څښتن ورته وویل: زه په دې ویریږم چې خلک ښیګڼه پرې نږدي بیا به
هيڅوک له یو محتاج سره کومک او مرستې ته زړه ښه نه کړي او وايي به چې
فلاني له فلاني سره کومک کړی چې بیا یې داسې چل او دوکه ورسره وکړه، او
په دې سره به له ټولنې د خواخوږۍ او همکارۍ مفهموم ورک شي.