ځنګلي خيالونه

شـــــــــــــــــنه غنچه شوه له شنو پاڼو راوﻻړه د ماليار لمـــــــــــنه نيسه تــــــــرې يې غواړه هســـــــــــې نه چې سپيلــــــني در سره نه وي د ايـــــــــــــــينې پر مخ دې  مخ پر پــلو نغاړه هر يو ګـــــــــل خو يې جوګه د ناستي نه وي د عشـــــــــق ګله په دا تورپيکي يـــې وياړه تورو زلفــــــــــــو مې خيالونه ځنــګلي کړل له وحشته يې غاښ ټينګ کړ ستا په غاړه تصــــــــــــــور دې راته غـــــــيږ ه ميخانه کړه انديـــــــــــــــــــښنو په يوه اه کړ له ويجـــــاړه انديښنې د وران وربل راته قطار شـــــــوې يـــــــــــــــوه چې سمــــــــــــــه څملوم بله وﻻړه د مــــــــــــــين تر جنـــــــــــبو چې بې پروا وې شمــــــــعې اوس يې ستـــي شوی بدن ژاړه يوه ورځ به د تــــــــــراب د غيږ ميلمـــه شې اوس يې مينه مســخره که ،اوس يې داړه