بی خونده خبری(۶۲): راتلونکی ټول ټاکنی، او نوي سیاسی بنډارونه

وسیم سجاد، کابل
می۲۰۱۲،۱۶
سیاسی ګوندونه که ادبی ناستی
سیاسی ګوندونه خو تر ټاکنو پوری
خاندانی او...خاندانی جذباتیان
مونږ ته په لیسی کی یو چا \"دری قرات\" درس راکاوه؛ دغه جِناب بیا سر معلم شو او څه موده وروسته سړي څخه مدیر جوړ سو! ټولګیوالو ویل چی سړی مخکی نجار وو؛ خو له مدیریت سره وچ عبدالخالق خان چاغ سړی شو چی عبدالرحیم وردګ سره په \"خیټ جنګۍ\" کی ایله بیله سیال کیدای شوای!
زه د خپل شوخ طبیعت له وجی، وهڅیدم ترڅو نور ټولګیوال د تاریخ له نوي استاده د \"سیاست\" په اړه پوښتنی کولو ته ورمات کړم! زه پوهیدم چی د استاد ځواب څه دی! خو هڅه می کوله چی د نن ورځی درس پاتی او استاد په یوی نوی بلا ساعت تیر کړي!
استاد نه ویوړه نه راوړه او په لنډ ډول یی وویل چی سیاست درواغو ته ویل کیږي!
هاهاهاهاهاه؛ خبره جوړه شوه! پوښتنی پیل شوی؛ یمین چی کمونیستی شالید یی هغه مهال هم درلود په خبرو پیل کړ! بحث اوږد شو او په اخر کی استاد نو کوتک ته لاس کاوه! ځکه هغه مهال نه دومره دیموکراسي او نه هم دومره کاواکي!
\"سیاست=درواغ\" دا د استاد او داکثریت خلکو دزړه اواز دی! خو ویل کیږي چی سیاست له سیاس څخه اخیستل شوی او په مدبرانه ډول د چارو پرمخ بیولو ته ویل کیږي.
زمونږ کره هم کله،کله چی پلار په واړه ورور مو غوصه کیږي نو ورته وایی چی دا سیاست دی ولی وکړ! د پلار به له سیاسته مطلب څه وي! معنی الشعر فی البطن الشاعر!
ځینی خلک سیاست حرامی توب ته وایی! نه پوهیږم چی څومره به سیی وی! خو باید \"حرامیتوب\" کی \"ح\" په پوره مولایی \"شد او مد\" چی وزن او کش یی د \"حلوا\" په تول وي تلفظ شي کنه بیا به یی مانا د کار نه وي!
څومره چی خلکو ته چل ورکولی شی، هومره مخکی یی! هومره ښه سیاستوال یی! سیاستوال باید خاندانی حرامي وي!
کرزي یو کمال دا وکړ چی د ناټو له هغه منشي سره چی موده مخکی کابل ته راغلی وو، وعده وکړه چی ټول ټاکنی به په 2013 ز کی ترسره کوي!  په ملت یی یو بل احسان!
دا چی کرزي صاب اعلان وکړ چی ټاکنی رامخکی کوم نو په هغو پهلوانانو چی په دغه کال به د واک او ځواک پهلوانی ته وردانګي کوښ( که هیجی یی سیی وي) لګیدلي!
هر یو اوس د سیاسی ټلوالی په جوړولو لګیا دی! اخر څه چل دی؟ ایا خلکو ته ښه خدمت په ولسمشری چوکی کی دی؟ که نوره لاری چاری هم شته؟
موده وړاندی چی له شاعر انډیوال سره په فیسبوک کی په چټ لګیا وم نو د هغه هم د سیاست شوق راغلی وو! چا ورته باټی ورکړی وی چی پوخ سیاستوال یی خو راودانګه! ځکه چی سر یی هم داسی پک غوندی دی!!!
ده کوزی خوا واله خبره چی حوصله افزایی می ورته وکړه!

را به شو دی سیاسی ټیلو میلو ته:
یوه ډله ګوند جوړه وي چی دریمه لار شي د ستونزی د حل په موخه ځکه چی:
\"ځانونه اصلی خادمین بولي او د خدمت مثال په تلویزونونو کی خبری بولي چی څه موده یی کړي\"
بله ډله ځکه ګوند جوړه وي چی:
شاعران دي؛ یوه مجله یی لس کاله چلولی؛ نو له دی لوی خدمت چیرته کیدلی شي؟ په افغانستان کی 10 کاله \"مینه\" خپرول! دوی له اولی ډلی ځکه ځانونه برحقه بولي چی هغوی و نشو کولی چی یوه \"ښکلا\" وځلوي!
دریمی ډلی ځکه ګوند جوړ کړی چی:
\"دوی تکنو کراتان دي؛ دوی ټول کرزي رټلي دي! چوپړ کی یی نوم په \"د کلیو د بیا رغونی او پراختیا وزارت \"کی  په ټاپ کی دی! په داخله وزارت کی ناکام شوی او د بی کفایتی له وجی \"استعفی\" ته مجبور شوی؛ خو بله ورځ یی له طلوع سره په مرکه کی خپله غلطي په ملت احسان باله!
دده دریمه کارنامه دا ده چی د خپل وزارت پرمهال یی ماشومانو ته د ساعت تیری لپاره ماشینونه چی ده \"لپ ټاپونه\" بلل توزیع پیل کړی وه! فضیلت یی په دی کی دی چی دغه اوسنی کتابونه نشي رسولی خو ده په نیم نهار کی سکولیانو ته \"لِپ ټاپی\" توزیع کولی!
دغه سړی کور دننه ستونزه نشي حلولی نو بیرون به څه وکړي! یو اتمر له بغ، بغي اتمر سره نه جوړیږي نو له ټلوالی او طالب سره به څه جوړ شي! بغ،بغي اتمر له \"له بحران څخه د نجات ډله\" راویستلی!
له ده سره یو بل کرزی-رټلی هم شته چی ګنجی فاروقی دی! سر یی ښه پک دی او کو..ټي غوندی پړقيږي! ته به وایی چی خاندانی دی! خو د وزارت پرمهال یی ستر کارنامه د \"خانه نور\" په نامه خصوصی پوهنتون چی دغه پول محمود خان سره دی راوویسته او بس!
یو بل د ولسی جرګی ناکام او ناکامه ورسره په سر او پای دواړو کی مرستیال دی! هغه بله یی رفعت تخلص کوي! جِنډر ته یی په کی توجه کړی! کاکړ سلیمان هم ورسره دی! د دوی د قوت یو بل ټکی دا دی چی پښتو هم پوهیږي!
جناب خو یو وخت \"پښتنو ته په پښتو د درس ویلو\" هم ویلي وو! چی کولای شي دغه مړ شعار هم په خپل پوسټر کی ور اضافه کړي!
بل قوی کاندید یو پخوانی د کورنیو چارو وزیر دی! دی کهاله ته د ټول ټاکنو څخه یو کال مخکی راځي! په کانټیننټل، او سرینا کی ډوډی ګانی خوري؛ او بیا په اخر کی یو چا ته تیریږي او بیا ځي امریکی ته! مطلب دا چی سمر ویکیشن دلته اِنجوای کوي!
دده ستر Deliverables دری شیان دي:

  • مشعل
  • میاخیل، شاه محمود
  • یو لیست چی قاچقبران یی ښودل! خو غپ دپ شو!
  • یو بل قوی کاندید اشرف کوچی دی! کوچي ددی لپاره، چی ځان به کاندیده وي؛ ږیره هم پريښودلی! که لیاقت او رهبري په ږیره کی وي نو وزه خو د کار شی دی!
    دی په کتابونو بار... دی! زما ایډیل هم دی! خو مشري یی نه شم منلی! خلک خو ورته خوښ دي ځکه چی وایی جذباتي دی! په هغه ځای کی یی خارجی وهلی وو دلته یی په ګوندو کړی وو؛ خو جناب نه پوهیږي چی دغو وهلو ورته څومره تاوان کړی!
    پاکستان چی به طالب او القاعده مشران نیول نو ټول به یی په امریکی په \"نمبر ون\" په امریکی تیراوه! ما هم لکه ټول درته مهم کړل!!! چی خوا مو بده نشي! عینی حقایق دي!
    یو بل کی ځان افغان ملتی بولي! دی هم ټینګ کاندید دی! دی به له ټول ټاکنو څو میاشتی وړاندی استعفی ورکړي! کرزی به بلک میل کړي! مرکی به وکړي؛ کرزی به یو کمزور مدیر وبولي! او چی وګوري ګټلی یی نه شي نو بیا به په وزرات قانع شي! خو دا ځل باور وکړه چی جاروالله منصوري غوندی ولایت به غواړی ترڅو والسوالی درکړل شي!
    ده هم خدمت کړی! ستر خدمت یی هغه د شینوارو د قاضی لمسي په معینیت پوست مقررول دي—مزمل بهایی درته ښییم!
    د بل نوم نه اخلم! لږ کار مولانا وایی ورته بند دی!
    یو په کی دغه فاروقی خدای نظرخان دی! د جناب ستره کارنامه دا ده چی هم مجاهد دی او هم سیکولر! هم طالب دی او هم دیموکرات! هم حزبی دی او هم کرزیي!!! هم له پاکستان سره یاري پالي او هم له امریکا سره ډیسکو ته ځي! هم ږیره زمبوي او هم ټای تړي! بس یاره څه مواصفات به درته بیانوم!!! اور او اوبه یی سره یو ځای کړیدي!!!
    هغه د پاکستان افغانستان-امن جرګه یی ترټولو لویه کارنامه وه! خو دا چی ماشومان یی ترڅنګ دي سړی لِلهِ الحمد خراب شو!!! ده باندی شک دی چی د یو جاسوس لپاره د معینیت تر پوسته واسطه شویدی!
    د فاروق وردګ اخلاقي ارزښتونه دومره لوړ دي چی دغه دي څلور نغدی میاشتی کیږي چی د ښوونځي د ماشومانو درسي کتوب په کراچی کی بند دي او دی یی په خلاصیدلو ونه توانید او نه هم استعفی ورکوي!!! چی په دومره وړه خبره پاکستان سره ډیل نشي کولای نو په طالب به څه قناعت ورکړي!!!
    له دی کټګوری چی لږ ور کیوزو نو بیا د والیانو یونین دی چی په هغو کی:
  • ګلاب منګل، د هلمند والۍ
  • شیرزی، د ننګرهار والۍ
  • X، نوم یی نه اخلم ځکه چی طبیب خپه کیږي بیا می په روهی کی لیکنه نه خپره وي!!!
  • عطا صاحب، له بلخ
  • خالد جان، پخوانی کندهار والۍ
  • شاید جمعه خان همدرد، له پکتیا
  • Y(هر نوم ورکولی شی)
  • Z (هر نوم ورکولی شی)

  • دوی ته مشوره دا ده چی هلکانو په خپلو کی یو پوخ یونین جوړ کړی! یو هزاره هم پیدا کړی نور مو تول پوره دی! عطا ولسمشر وټاکی او یا شیرزي پسي اقتدا وکړی! مرستیالی کی ځان سره X او ګلاب ملګري کړی! جمعه خان په وزرات هم راضي کیږي!!!
    د ولسمشر د دفتر د ریسانو مشوړه:
    عمر داوود زی: ده هم ځان کاندیداتوری ته جوړ کړی! ساټ و باټ یی برابر دي! هم په ایران او هم په پاکستان کی سفیر پاتی شوی! له پټو کانلونو څخه د پیسو موندلو کی وړ سړی دی! چی په دی کارنامی له درګاه څخه ورټل شو!!!
    خُرم: دا صیب چی دی هم احساساتي کس بلل کیږي! هلی ځلی کوي! خو بیا هم خدای نظر خان دی!
    د ویاندویانو سیاسي ټپله:
  • وحید عمر، د ولسمشر پخوانی ویاند، اوس مهال په تاش لوبه بوخت دی؛ پرکټیس کوي چی حریف ته څنګه چل ورکړي!!!
  • لطف الله مشعل، د امنیت د لوی ریاست او دکورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند؛ د لغمان پخوانی والي: دی کولی شي چی د والیانو یونین ته لاړ شي!!! له هغوی سره دولسمشر د ویاند په حیث کار کولی شي!!!
  • ایمان، د لوی څارنوالی پخوانی او د پوهنی وزارت اوسنی ماشوم ویاند؛ ښه چوکره ده!
  • ..............، وزارت تجارت ویاند؛ ځان سیاسی کارو چار پوه بولي!!!
  • جانان موسی زی؛ د باندنیو چارو وزارت ویاند؛ ده خو پارلمان ته په کاندیدو ویاندویی ترلاسه کړه؛ نو ولسمشری ته په کاندیدو حتمی د باندنیو چارو وزرات ګټلی شي!!!
  • د شاعرانو او لیکوالانو ټولګه:
  • تراب
  • قانع
  • ځواب
  • تړون
  • حیران فامیلی؛ هغه  دموسی کورنی والا در ښیم!!!
  • ددوی ستر خدمتی شعار دادی چی مونږ له دیموکراسی پوره ګټه اخیستی؛ ښه ډنډه شعرونه مو ویلي! امریکایان مو د سپي له کونی ویستلي! رایه راکړی! خو په ملت غږ کوم چی دوی ته رایه مایه ورنه کړي! دوی هسی جذباتیان دي چیری هیواد له جانه قربان نه کړي! چیری به خارج ته په سفر تللی وي؛ ښکلی جلکی به یی لیدلی وي او درز لوی ننګرهار، لوی زابل به یی تری لوګي کړی وي؛ بیا به یی د چا پلار ورسره سپینه کړي!!! بله خوا دغه شاعران او لیکوالان دومره متعصبه ډله ده چی له خپل ځانه پرته پلار هم نشي منلی!
    په زیار به شپون ومنی او یا به په شپون ما ومنی! جلال امرخیل به مطیع الله تراب ته ښه تیر شي! دوی خو په مجلو کی نږدی وو چی یو بل په دی ووژني چی کوم یو یی د امتیاز څښتن دی او کوم یو یی باید مسول مدیر وي؟
    دوی وار له مخه په ادبی ټولنو جوړولو کی نوم لري؛ نو فکر کوي چی سیاسي ګوندونه به هم همداسی یو شی وي! خو هر قدم او دم په احتیاط پورته کړی کنه چی له ژونده به پښیمانه شی!!!
    د ځوانانو منډي:
    شین شوکت چی ټینګ حزبی وو؛ او بیا د حکمتیار غوندی یی له تدبیره کار واخیست په ننګرهار کی یی دوستم ته کمپاین پیل کړ، به تل ویل چی \"ځوان د ګرمی وینی نوم دی!!!\"
    څو جذباتي ځوانانو ته چا ویلي چی ځان رسوی؛ ارګ ونیسی؛ همدا تاسی یاست چی...
    په دوی کی نو بلا خون جوشه څیری دي:
  • \"ویښ ځوانان\"
  • \"ویښ پښتون\"
  • \"پښتون یون\"
  • \"پښتون خوځښت\"
  • \"د ځوانانو د سولی شورا\"
  • د اسلام اباد پوهنتون محصلین
  • \"افغان محصل\"
  • که کوم نوی تحریک را روان وي نو لاندی نومونه خوښولی شي:
  • \"وهابی مسلمانان\"
  • \"د پونی یونیورسټي محصلین\"
  • \" د کانکور بی نتیجی پښتون محصلین\"
  • \"مکتب ځپلي، استاد شړلي\"
  • \"د مدرسو د غبي طالبانو جنګوي لشکر\"
  • \"د ځوانو پنجپیریانو پښتون تحریک\"
  • جوانان احیای خلافت اسلامي
  • د پښتون لیکوالو ټولنه!!
  • دوی اوریدلی چی باید پښتون ته خدمت وکړو! خو دا چی څنګه به یی کوي؟ په څه به یی کوي؟ نه پوهیږي! د دوی ټولو دردونه سره مشترک دي! ارمانونه یی یو دي نو ښه خبره به وي که لږ سره کیني؛ کله را در جنګ پرته! ان شاالله میتواند؛ نتایج خاص داشته باشد!!!

    نتیجه ګیري:
    ګوری افغانان اوس مهال له مولا هم کرکه کوي او له سیاستواله هم!
    دیموکرات هم ښکنځي او مسلمان هم! د کمونیست خو سوری ډزه وي!
    له طالبه هم منکر دی او له مجاهده هم!
    نه مدرسه مني او نه هم مکتب!
    بس یو شی کار کولی شي:
    هغه  هم \"خدمات چی په انګریزی کی ورته Services ویل کیږي! کار وکړی، رایه واخلی! په دی عرصه کی مو پل په ایرو کی هم نه ښکاري نو رایه په څه شي غواړی!
    دا هسی چټیات دي چی وایی پښتو ته کار کوم:
  • کرزي ته مو په پښتون والۍ رایی ورکړی خو تر ټولو مونږ زیات ځپل شوي یو!
  • اشرف غني ته مونږ ګډیږو خو په پنجوایی کی همده مونږ سره یو ځای چغه نه کړه!
  • فاروقی ته مونږ خوښ وو خو دده ترسیوری لاندی پښتو مکتوب نه چلیږي!
  • مشعل ته خوښ وو خو همده مو په ګوتو شمار رسنی را \"توری\" کړی!
  • که د ګوندونو ډیر والی ستاسو مراد وي نو بیا خو مجاهدین ښه ډیر وو؛ یو هم د درد دوا نشو!
    خو زه پوهیږم چی ارمان مو څه دی؟
    تاسو حتمی خپلو ښځو ته وایاست چی \"د ګوند مشر یم!!!\" خو ای کاش چی هغوی په دی مانا پویی شي!!! هغوی ګوند څخه \"ګند\" او یا هم \"ګنډ\" زر او ښه تلفظ کولی شي!!!
    یا به تاسو دی ته خوښ یاست چی په تلویزون کی مو له نوم سره د \"....خوځښت مشر\" ټایټل ولیکل شي!!!
    او بل ګوری که خاندانی سیاستوال نه یاست نو ځانونه دغو سریخو ډنډ ته مه راکاږی:
    ستار سیرت په اتو رایو ولسمشر نه شو خو کرزی په دوو رایو ولسمشر او هغه هم یوه لسیزه ځکه چی کرزی خانداني وو! پلار یی هم دا کارونه کول!
    قاضی حسین احمد ډنډی وخوړی خو هیڅ هم نشو اوس هم ورته په پاکستان کی سیکنډ کلاس سیاستوال په سترګه کتل کیږی خو له مولانا فضل الرحمان سره هغه دی  د ناټو د سپلای په اړه هم مشوره کیږي!
    اجمل خټک څټک پاتی شو خو منلی سیاستوال نشو! حکومت او دولت ته یی لاره پیدا نشوای کړای خو د پاچا خان پرکټیان وګوری!!!
    بوش او اوباما هیڅکله سره نشي پرتله کیدای!!!
    او بل دا چی که دغه ځوانان، لیکوالان او شاعران سیاستوال شي نو یو څه پیسی میسی دی ومومي!!!
    دغه سپیره طایفه خو اوس هم د پوهنتون فیس په سوال ټولوي؛ دا نور یی د کره کتنو لپاره خونه نه لري! نو سیاست به په څه کوي؟ د لیکوال له قلمه د چرګی کو... قیمتی ده.
    هیله ده چی په دی نتیجه ګیری کی ستړي شوی نه وی!!!
    leekwal@yahoo.com