دکجکي اهنگران

شريف الله دوست (سرواني) کجکى دهلمند په تاريخي جغرافيه کي د زنداور(=زينداور،زمينداور،ارض داور،جبل زور) له توابعو څخه ؤ خواوس همدا لرغونى زنداوردهيواد په اداري تشکيلاتو کي د کجکي د ولسوالۍ اړوند گرځېدلى دى.
١ : - اهنگران : د (اتلس قريه هاى افغانستان)په دريم ټوک،١٢٥٦مخ دکجکي دکليو په لړليک کي ديوه ډېر لرغوني کلي (اهنگران) څرک لگيږي.
(=اهنگران) د کلى دکرهڼي دوزارت شمېره (٧٠) اودنقشې Ahangaran هلته د
) ښودل سوې ده .424c        شمېره يې (
همداسي دې ته نږدې د(اهنگران) په نامه يو کلى او کلا په غور هم سته. (١) چي په ټوليزه توگه دادوې سيمي دجغرافيايي موقعيت له مخي يوبل ته سره نږدې هم دي .
 
اهنگران په تاريخ کي :
 له نن څخه شاوخوا(٣٣٥) کاله پخوا محمدهوتک په پټه خزانه کتاب کي ليکي چي :شيخ کټه د(لرغوني پښتانه) په کتاب کي له تاريخ سوري هسي نقل کا:چي سلطان محمود غازي ،پرغورباندي د(اميرمحمدسوري) سره جگړه وکړه اوپه(اهنگرانو)کي يې محصورکا په دې وقت شيخ اسعد (=٤٢١هجري شاوخوا) د(اهنگران) په کوټ(=چوڼۍ) کي ؤ.(پټه خزانه – حبيبي چاپ،١٣٥٦-١٨)
له نن څخه شاوخوا (١٠١٢کاله پخوا) د اميرسوري ټينگ ملگرى شيخ اسعدسوري (اهنگران) داسي راښيي:
يوارسواسير په لاس دميرڅمنو
انتقال يې  وکړ قبر له بل  وار
 
په سماؤيې ودان (اهنگران) ؤ
په ټيکنه ؤ په درست جهان اوڅار
داښکاره ده چي د پښتون شيخ اسعدسوري له خوا د (غور) اهنگران يادسوى دى خود کجکي اهنگران هم بيله شکه ددې لرغوني پښتني سيمي يو همزولى تاريخي شاليد لري او په يوه جغرافيايي ،فرهنگي اوستراتيژيکه حوزه کي سره پرتې سيمي دي.
 
اهنگران د اهنگرجمع ده ، په پښتو- پښتوتشريحي قاموس کي يې داسي مانا کړئ : اهنگر د لوهار،گگراوپښ په مانا دى. د اهنگران په نامه کلاگانوکي به اسلحې ؛ جگړېزتوکي، غشي ،ليندۍ،سپراويا هم نورتوکي جوړېدل.
دتاريخ له پاڼو څرگنديږي چي په لسمه زيږدي پېړۍ کي په (غور) کي يو- زر(١٠٠٠) جنگي کلاگاني وې چي په دې شمېر کي کجکى او زينداور،باغران(=باغ ارم)،سروان اونوري هم راځي.  په يادوسيمو کي دوسلوجوړولو لويي کلاوي اوښارونه موجود وه .
دغور په هکله دتاريخ بيهقي ليکوال ليکي: چي په کفر او اسلام کي څوک غور ته نه سو تللاى.
په ورستيو کي بايد وويل سي چي دکجکي او غورد (اهنگرانو) دنامه په لاس راغلې تاريخي مخينه (١٠٠٠ – ١٥٠٠ ) کاله ته رسيږي چي ددې سيمي دسترو تاريخي شهکارونو له ټولگي څخه شمېرل کيږي خودا لا پوره نه ده جوته چي تراسلام مخکي به يې قدامت څومره وي .
دې ښکلي او ستراتيژيکي سيمي ته په کتلو سره په قوي احتمال ويلاى سو چي چي له ننه (٤٠٠٠ – ٥٠٠٠ ) کاله پخوا داريايي سپين پوستي اوځيرک ټبر په مېشتېدني سره چي دهيواد په شمال کي دامو دحوزې غاړي اوشاوخوا سيمي اوهمداډول دهيواد په سويل لوېديځه سيمه کي دهلمند سيند لرغونې حوزه يې مرکزونه وه دلور،اره توره اوغشي يا هم اوسپنيزگرزونه جوړېدل، همداسي ددې لرغوني اوښېرازه حوزې لوى مشر اوساتونکى پښتون  گرشاسپ(=غرغښت بابا) يې په آبادولو کي ټول ژوند زحمتونه وگالل نهرونه او ولې يې له کجکي ، غور، باغران(=باغ ارم) ،زنداور څخه نيولې تر زرنگ(=زرنج) پوري جوړي کړې؛ حتى د روم،چين اوهند په معمارانو يې نقشې واچولې چي په څنگ يې داهنگرانو په مټ دژوند او ژواک کاري توکي اولوښي،دبزگرۍ سامان رخت،جغ،تېش او د هيواد ساتني لپاره جگړه يز توکي جوړول چي ښه بيلگه يې (٣٠٠٠ – ٤٠٠٠ ) کاله پخوا کاوه اهنگر(=قارن کاوه گان) پاڅون دضهاک(=پښتون سهاک،ساک) دظلمونو په وړاندي يادولاى سو.  (استادکهزاد،دافغانستان پخوانى تاريخ لومړى ټوک،مخ ٢٧٧.)